×

تیروتنه

"Failed to connect to 2001:4998:58:4904::4000: Network is unreachable" in module "mod_sp_weather"

اقتصادي

Latest News

افغان سفارت: افغان کډوال دې له پاکستان د تګ تیاری ونیسي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 09:08

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس وايي د پاکستان حکومت لا دوی ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړی. شمس وايي، دوی له پاکستاني چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او نورو اړوندو ادارو سره خبرې کړې چې د اسلام له لوري ورکړل شوې موده نوره هم وغځول شي. هغه زیاته کړې سره له دې چې دوی ته رسمي خبر نه دی ورکړل شوی، خو ښه به وي چې افغان کډوال د تګ تیاری ونیسي. هغه همدا راز ویلي، افغان چارواکي به وروستۍ هڅې وکړي، چې دغه موده وغځول شي، ځکه په یوه میاشت کې د افغان کډوالو ستنول عملي نه برېښي او دومره کمه موده د دومره سترې پروسې لپاره غیر معقول کار دی.

 

یونان او د کډوالو اداره: د اروپايي ټولنې په پروګرام کې دې مستحق افغانان شامل شي

چهارشنبه, 20 جدی 1396 10:27

د کډوالو ادارې او یونان هېواد له اروپايي ټولنې غوښتي چې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې دې مستحق افغانان او بې‌ سرپرسته ماشومان هم شامل کړي. په اروپا کې د کډوالو د بحران د اسانه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دې پروګرام په ترڅ کې تر اوسه شا او خوا ۳۰ زره کډوال چې تر ډېره د سوریې دي له یونان او ایټالیا څخه نورو اروپايي هېوادونو کې منل شوي. دا شمېره له هغو ۱۶۰ زره کډوالو کمه ده چې د دې پروګرام په پیل کې پرې موافقه شوې وه. په یونان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي فلیپ لیکلیرک وویل، ادارې یې د مستحقو افغانانو او ۳۳۰۰ بې‌ سرپرسته ماشومانو په شمول څو کټګورۍ پېشنهاد کړي چې باید د اروپايي ټولنې د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې شامل شي. د یادونې ده چې دا مهال په یونان کې لسګونه زره افغان کډوال ایسار دي چې په نورو اروپايي هېوادونو کې د پنا اخیستو په لټه کې دي او زیات ‌یې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

 

برښنا شرکت: د ۲۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت مو د برښنا ۵ تړونونه لاسلیک کړل

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 10:35

د برېښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول. د برښنا شرکت د څلورو مختلفو شرکتونو سره د ۲۵۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک کړل. په دې پروژو کې د ترانسفارمرونو، د سویچونو، د برښنا د متفرقه تجهیزاتو، د ۱۰ قلمه برښنایي امنیتي (ایمنی) تجهیزاتو او د ۴۹۰۰ کانکریټي پایو د تولید لپاره د ۱۰ قلمه خامو موادو د چمتو کولو تړونونه هم شامل دي.

 

چين په کومو شرايطو د اوبو پر بندونو پانګونه کوي؟

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 04:02

د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې په نیمایي کې نیپال له چین سره هغه تړون لغوه کړ، چې له مخې یې د چینایي کمپنۍ له خوا په دغه هېواد کې د اوبو د برېښنا یو لوی بند رغول کېده.
دغه هېواد، چې د افغانستان په څېر په وچه کې راګېر دی، د برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی.
د یادې پروژې تړون د تېر کال په جون میاشت کې وشو او تخمیني قیمت یې ۲.۵ میلیارده ډالره کېده، چې د پروژې په بشپړېدو سره د نیپال د برېښنا اوسنی تولید دوه برابره کېده.
د نیپال د مالیې وزارت په وینا، چې دغه تړون د قراردادونو له شفافې پروسې پرته د چین لوري ته ورکول شوی و.
د نیپال له خوا د برېښنا بند د تړون لغوه کېدل داسې مهال مخې ته راځي، چې نیپال د چین د یو کمربند، یوې لارې له نوښت سره د یو ځای کېدو لپاره موافقه ښوولې او ورسره یو ځای شوی دی.
له چینایي لوري سره د برېښنا د بند پر موافقه هغه وخت نیوکو زور واخیست، چې څرګنده شوه یاده موافقه د مزایدې له سیالۍ پرته لاسلیک شوې او له قانون سره په ټکر کې ده، خو داسې هم ویل کیږي، چې د یادې موافقې لغوه کېدل د هغو سیاسي ډلو د مخالفتونو له وجې دي، کومې چې د هند یا چین لوريو ته میلان لري.
د نیپال په کانګرېس کې پیاوړی ګوند، چې اوسنی حکومت یې هم په لاس کې دی، له پخوا په دې مشهور و، چې له هند سره ښې اړیکې او د هغوی خوا ته میلان لري او له دې ګوند مخکې بیا هغه ډله په قدرت کې وه، چې د چین لوري ته یې نږدېوالی درلود.
د شنونکو په وینا، د چین له خوا په دا رنګه موافقو کې د شرایطو موجودیت او څرنګوالی ډېر سخت او پېچلي دي، چې مقابل لوري ته یې پوره کول خورا ګران کار دی او دا رنګه مثالونه په سریلانکا، میانمار، نیپال او پاکستان کې موجود دي، په داسې حال کې چې اروپایي او امریکایي کمپنۍ ډېر آسانه او دوی ته ګټور پیش شرطونه لري.
دغه راز په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سریلانکا حکومت د کولمبو بندر د رغولو پروژه چې ۱.۴ میلیارده ډالره یې لګښت اټکل کېده، وځنډوله. د ځنډ لامل یې په کور د ننه هغه نیوکې وې، چې یاده پروژه یې د چین په پانګونې پورې محدوده بلله.
د شانګهای انستیتوت د باندنیو مطالعاتو د مرکز مشر، جاو ګانچینګ وایي، دا د چین لپاره په ننګونه بدله شوې، چې مخ پر وده هېوادونو کې یاد هېواد څه ډول پانګونه زیاته کړي.
د ښاغلي جاو په وینا، چین اړتیا لري دا تضمین کړي چې دغه هېواد له ټول هېواد سره د یوه تړون موافقه کوي، نه له یوه شخص سره چې په هغه وخت کې یې د چارو واګي په لاس کې وي.
دغه راز د نیپال او سریلانکا پر هېوادونو سربېره، په میانمار کې هم د چین له خوا د پلي کېدونکو پروژو په اړه ستونزې پېښې شوي دي- د میانمار مخکېني ولسمشر هم په ۲۰۱۱ کې له چین سره د مایتسن برېښنا بند رغولو د پروژې کار له هغې وروسته وځنډاوه، چې چاپېریال ته د تاوانونو د رسېدو له وېرې په دغه هېواد کې پراخه لاریونونه تر سره شول.
د میانمار او چین تر منځ د مایتسن بند د جوړېدو په قرارداد کې د یادولو مهم ټکی دا دی، چې د یاد بند ۹۰ سلنه برېښنا به چین ته ځي او یوازې لس سلنه یې د میانمار لوري ته مفته ورکول کیږي. نوره برېښنا کولای شي، له چین نه د پیسو په بدل کې واخلي.
خو د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې د میانمار اوسنۍ ولسمشرې آنګ سان سوچي بیجینګ ته په خپل سفر کې د یاد تړون د بیا را ژوندي کولو او د نوموړي بند د رغولو خبره راپورته کړه. دې چینایي لوري ته وړاندیز کړی، که چېرې دا تړون لغوه اعلانیږي، نو د میانمار دولت حاضر دی، چې د څو نورو کوچنیو بندونو د رغولو لپاره له چین سره تړونونه لاسلیک کړي.
د میانمار حکومت په دوو ربړو کې راګیر دی، که وغواړي چې له چین سره یاده پروژه بشپړه لغوه اعلان کړي، نو دوی مکلف دي، چې د چین دولتي کمپنۍ ته ۸۰۰ میلیون ډالره ورکړي، ځکه هغوی وایي چې د پروژې په ساحه کې یې لګولي دي او دا کار به د میانمار لوی سوداګریز ملګری (چین) هم خفه کړي.
د میانمار جغرافیایي موقعیت ته په کتو، په جنوب کې ډېرې داسې سیمې شته چې د ګازي برېښنا د توليد ښه وړتیا لري او تر دې ارزانه پرېوځي چې له شمال نه لینونه را وغځول شي، خو له جنوب پرته د میانمار په نورو سیمو کې د برېښنا د تولید سرچینې په داسې ځایونو کې دي، چې هلته شخړې موجودې دي.
همدا راز د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې پاکستان هم د هغه بند د جوړولو قرارداد لغوه اعلان کړ، چې د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز په اډانه کې رغول کېده.
د دیامیر بهاشا په نوم بند چې د رغولو لګښت یې ۱۴ میلیارده ډالره اټکل کېده، له دې امله مسترد شو، چې د چینایي کمپنۍ له خوا ورته شرایط سخت کړای شول.
دا چې افغانستان هم د اوبو او انرژۍ په برخه کې له سختو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دی او په دې وروستیو کې چین د افغانستان په کونړ سیند د بند جوړولو په موخه د پانګونې څرګندونې کړې، خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پانګونه په کومو شرایطو کيږي. ویل کېږي‌ چې دغه پانګونه هم د یو کمربند یوې لارې د نوښت په اډانه کې د وروسته پاتې هېوادونو د انرژۍ او برېښنا په برخه کې کېږي.
که چېرې افغان او چینایي لوري په دې برخه کې موافقې ته رسیږي، نو لازمه ده، چې د افغانستان دولت او مسؤولین له هر اړخیزو سلا مشورو او ټولو سیمه ییزو او نړیوالو حساسیتونو په پام کې نیولو سره اقدام وکړي.
وړاندیزونه:
د افغانستان تاریخ له جنګونو، تاړاکونو او قربانیو سره مل روان دی. ملت یې دردېدلی، ځپل شوی او ورپسې ملامت شوی هم دی- نو د دې خاورې سټراتیژیک اهمیت او زموږ اړ حالت ته په کتو باید هره پرېکړه د لنډ مهاله او اوږدمهاله موخو لپاره وڅېړل شي.
د همدې موخې لپاره باید په سیمه او لرې پرتو هغو هېوادونو کې، چېرته چې چین پانګونه کړې، ژوره مطالعه وشي. هغه وڅېړل شي او د هغوی د پروژو ګټې او تاوانونه په نظر کې ونیول شي، تر څو افغانان له ورته ستونزو سره مخامخ نه شي.
دا چې چین هېواد په وروستیو کې د یو کمربند، یوې لارې په نوښت کې د افغانستان د ورګډېدو خبره کړې ده، نو په دې نوښت کې هر کېدونکی اقدام باید له عملي کېدو مخکې په هر اړخیزه توګه وسنجول شي.
له چین سره د ټولو سوداګریزو او په ځانګړي ډول د یو کمربند، یوې لارې د نوښت په برخه کې یوه فعاله ډیپلوماټیکه او سوداګریزه پالیسي پر مخ یووړل شي، تر څو ټول مذاکرات او خبرې اترې د افغانستان د خلکو د راتلونکي په ګټه وي.
دا چې چین وايي د یو کمربند، یوې لارې د نوښت ټولې پروژې تجارتي او سوداګریزې دي، نو باید د خبرو او موافقتنامو د کولو پر وخت کې هېڅ ډول د لوی او کوچني هېواد یا هم ښو ګاونډیانو اړیکې او یا هم نور فکتورونه پر دغو موافقتنامو کې کوم رول ونه لري.
له هرې پرېکړې مخکې باید ملت خبر وساتل شي، هسې نه چې دغه پرېکړې د چینایي شرکتونو او افغان لوري له خوا د فساد ښکار شي، لکه په پاکستان کې د ملتان مېټرو بس په پروژه کې، بډو او رشوت ته لاره برابره نه شي.
لوړپوړي چارواکي باید په نظر کې ولري چې دغه پروژې د امریکا او نړیوالې ټولنې په څېر مرستې نه دي، چې وړیا راځي، بلکې دا پانګونه ده او په دې کې د هر ډول مشکل پېښېدل د دوو هېوادونو پر اړیکو مستقیم اغېز پرېباسي.

Popular News

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له…
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د صنعتي…
ام ټي ان افغانستان د کابل ښار په محدودو سوداګریزو…
ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه تصويب…

هند: چابهار په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم دی

دوشنبه, 18 جدی 1396 05:56

چابهار بندر به په سیمه کې د حمل او نقل په پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي. د هند د نړیوالو بندرونو مسوول آرون کومار گوپتا ویلي، چې چابهار افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند تر ټولو مهمه او ارزښتمنه لار ده. دده په وینا د هوکړې له مخې هند لس کاله پر دغه بندر پانګونه کوي او په رغونه او پراختیا کې یې مرسته کوي. ګوپتا زیاته کړې چې روان کال به د هند سوداګریز توکي ددغه بندر له لارې افغانستان او له هغه ځایه د منځنۍ اسیا هغو هېوادونو ته ورسول شي چې په وچه کې را ګير دي. نوموړي زیاته کړې چې چابهار د هند، افغانستان او ایران لپاره مهم دی نو دغه درې واړه هېوادونه له یاد بندر د ګډو ګټو داخیستو او پراختیا لپاره ژمن دي.

 

په تیرو ۸ میاشتو کې ۹۰۰ ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي

یکشنبه, 17 جدی 1396 10:04

په تېرو ۸ میاشتو کې د پینځو میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰۰ ټنه جلغوزي بهرته صادر شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د پراختیا رئیس میر زمان پوپل وویل، دغه جلغوزي چین، ویتنام، هند، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته استول شوي دي. پوپل زیاته کړه، اټکل کېږي چې د روان لمرېز کال تر پایه د جلغوزو صادرات څه باندې ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. نوموړی وایي چې اوس مهال په جنوبي زون کې زیات شمېر بزګران د جلغوزیو محصولات راټولوي.

 

پسرلی: زیات خلک د مالیاتو له لوړوالي شکایت لري

یکشنبه, 17 جدی 1396 04:06

خصوصي سکټور او خلکو ته د مالیاتو راټولو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین اوونۍ پیل شوه د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي وویل چې په دغه کمپاین کې خصوصي سکټور او خلکو ته د مالیاتو د اهمیت، اصولو، جرایمو او قوانینو په اړه پوهاوی ورکول کېږي. پسرلی وايي، اوس مهال زیات خلک د مالیاتو له لوړوالي شکایت لري، نوموړی له حکومته غواړي چې د مالیاتو کچه را ټېټه او هم اصولو ورته اسانه کړي. د مالیاتو د راټولو په اړه دغه کمپاین د مالیې وزارت له خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ جوړ شوی دی.

د اوسپنې د ذوب او تولید لومړنۍ فابریکه پرانیستل شوه

شنبه, 16 جدی 1396 08:10

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د وسپنې د ذوب او تولید فابریکه پرانیستل شوه. ولسمشر غني ددغه فابریکې د پرانیستې پر مهال وویل، د ورته فابریکو پرانیسته ښيي چې هېواد په ښه لوري روان دی. خان سټيل فابریکه چې په هېواد کې د یوه پانګه وال له لوري د دېرش ميلیونه ډالره په پانګونې جوړه شوې، نن رسما د ولسمشر له لوري پرانیستل شوه. ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې افغانستان د ځان بسیاینې پر لور روان دی او افغانان د یوې ښې راتلونکې لپاره ګام اېږدي. ولسمشر غني همدا راز پر پانګه والو غږ وکړ، چې په ورته اړتیا وړ برخو کې پانګونه وکړي او په وینا یې افغان حکومت ددوی ملاتړی دی او دپانګونې زمینې به ورته برابروي.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App