نړۍ

Latest News

محمود عباس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې فلسطین په رسمیت وپېژني

چهارشنبه, 02 حوت 1396 08:32

محمود عباس وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني. محمد عباس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په سیمه کې تاوتریخوالی روان دی او امریکا په دې بریالۍ نه شوه، چې هلته شته ستونزه حل کړي. نوموړي همدا راز د سولې لپاره د امریکا منځګړیتوب هم رد کړ. محمود عباس وویل چې ملګري ملتونه دې د منځني ختیځ د سولې او ارامۍ لپاره د سولې نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې په هغه کې ټول هېوادونه شامل وي. په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي، چې ایران په سیمه کې د ترهګرۍ او نارامیو ملاتړی دی او ټولې ستونزې همدې هېواد جوړې کړې دي.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دمشق ښار کې ۲۵۰ کسه وژل شوي

چهارشنبه, 02 حوت 1396 08:32

په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي د دمشق ښار په ختیځ واړه ښار غوطه کې، د سوریې د حکومت په هوايي برید کې ۱۰۲ کسه وژل شوي دي. غوط ښار د سوریې د مخالفینو تر کنټرول لاندې دی او د سوریې حکومت یې د نیولو هڅه کوي. دغه ښار نږدې ۴ سوه زره نفوس لري، چې د سوریې په ټوله جګړه کې یې خلک تر محاصره لاندې وو او هره ورځ تلفات ور اوړي. په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په هوايي بریدونو او نښتو کې تر ۲۵۰ ډېر کسان په غوطه سیمه کې وژل شوي دي. د سوریې حکومت وايي، دوی یوازې مخالفین په نښه کوي او د نورې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

 

د سوريې د بشري حقونو د څار ډله: د اسد د رژيم په هوايي بريدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه, 02 حوت 1396 03:57

د سوریې د بشري حقونو یوه څارونکې ډله وایې چې د حکومت د هوايي ځواکونو په بمباریو او راکټي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بمبارۍ او بریدونه دمشق ته نږدې د غوطې په سیمه کې شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په برېټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د چارواکو له خولې لیکلي دي چې د یکشنبې له ورځې راهېسې په دغو بریدونو کې ۱۹۰ تنه وژل شوي دي او ۸۵۰ نور ژوبل دي.
وروستی برید یې د سه شنبې په ورځ شوی چې ۴۹ تنه پکې وژل شوي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي دي. دغه ډله وايي په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.
په سوریه کې د مېډیکل کېیر ټولنه او ریلیف انټرنېشنل سازمان چې د ټپیانو او ناروغانو درمنله کوي وايي چې پنځه روغتونونه هم بمبار شوي او زیانمن شوي دي.
په لبنان کې د حزب الله ډلې اړوند منار ټلوېزون وايي چې د غوطې سیمې ته د یاغیانو له برید وروسته نور ځواکونه هم استول شوي دي.
د سوریې حکومت د ختیځې غوطې د نیولو لپاره لوی پوځي عملیات پیل کړي دي. په دې سیمه کې هغه وسله وال دېره دي چې د بشارالاسد د حکومت نسکورول غواړي. خلکو ویلي چې سیمې ته د خوراکي توکو او نورو مرستو د رسېدلو لارې بندې دي.
د تازه بریدونو او خلکو د وژل کېدو په اړه د سوریې رژیم او د بشارالاسد ملاتړو لا څه نه دي ویلي، خو ټېنګار یې دا دی چې ملکیان نه په نښه کوي.
په سوریه کې له څو کلونو راهيسې جنګ روان دی، روسیه او ایران د بشارالاسد د رژیم ننګه کوي، امریکا او ائتلافیان د رژیم د مخالفانو ننګه کوي. په جنګونو کې لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي او سلګونه زره نور بېځايه او يا کډوال شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت ضد پراخ لاریونونه شوي

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 11:44

د پاکستان په اسلام اباد کې د پښتنو له پراخو لاریونونو وروسته په خیبر پښتونخوا باجوړ کې د پنجابي حکومت ضد لاریونونه شوي دي. دوی د کرښې ها غاړه د پښتون نسل وژنې په غبرګون کې لارو کوڅو ته راوتلي او د پښتنو نسل وژنه بس کړئ، موږ نور د پنجابي ادارې لخوا له پښتنو سره روان ظلم نه غواړو، شعارونه ورکوي. دا لاریونونه لا هم دوام لري او له ټولنیزو رسنیو پرته یې په اړه هیڅ کومې رسنۍ راپور نه دی ورکړی. د لاریونونو دا څپه وروسته له هغه یو ځل بیا را پورته شوې، چې د کراچۍ په یو پوهنتون کې د احمد شاه منصور په نامه یو پښتون محصل په مرموز ډول ووژل شو او مړی یې دوه ورځې وړاندې کراچۍ ښار کې یو دوکان ته څېرمه وموندل شو.

 

Popular News

په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د…
یوه امریکایي سناتور په فلوریډا ایالت کې پر ښوونځي د…
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران په…

داعش ډلې په عراق کې ۷۲ ملېشه سرتېري وژلي دي

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 11:43

داعش ډلې په یوه کمین کې ۷۲ عراقي ملیشه سرتېري وژلي دي. دا برید داسې مهال شوی چې دوه میاشتې وړاندې بغداد په ټول عراق کې د داعش پر وړاندې د کامیابۍ اعلان کړی و. په عراق کې د عمومي بسیج ځواکونو چې د شیعه ملېشو یوه ډله ده، په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا برید په حویجه سیمه کې شوی دی. برید کوونکي په پوځي یونیفورم کې وو او د جعلي پوستې په توګه ‌یې د دوی لاره نیولې وه. حویجه د بغداد شمال ته په ۳۰۰ کېلو مترۍ کې پروت دی.

 

هند په بریالتوب یو بالستیک توغندی ازمویلی دی

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 11:40

هند په بریالۍ توګه یو بالستیک توغندی ازمویلی دی. یوې باوري سرچینې ویلي چې هند د هسته یې سرګلولو په لیږدولو سره یو توغندی چې ۱۲۴۲ مایل واټن وهلی شي ازمویلی دی. سرچینې ویلي دا Agni-II بالستیک توغندی د عبدالکلام جزیرې ته څیرمه په بالاسور سیمه کې په بریالۍ توګه ازمویل شوی دی. ویل کېږي چې دا توغندی یو ټن وزن لري. دا په داسې حال کې ده چې هند په دې وروستیو کې دVI Agni- په نامه د یو توغندي پر جوړولو بوخت دی چې ۶۲۰۰ مایله واټن وهلی شي او د سمندر له تله به توغول کېږي.

عراق: له اردن څخه مو د رغد صدام د ورسپارلوغوښتنه نه ده کړې

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 08:25

د عراق د کورنیو چارو وزیر د اردن له چارواکو سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې له اردني چارواکو سره یې د هغه کسانو په اړه خبرې نه دي کړې، چې د رسنیو په خبره د عراق حکومت یې په لټه کې دی. قاسم الاعرجي ویلي، چې د عراق حکومت هېڅکله هم د هغه کسانو د نیولو امر نه دی کړی چې له دوی سره پر سیاسي مسایلو کې اختلاف لري. نوموړي ویلي، د «رغد صدام» د نیولو اوازې دروغ دي او واقعیت نه لري. څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول، چې د عراق حکومت له اردون څخه غوښتي چې د پخواني ولسمشر صدام حسین لور «رغد صدام» د عراق حکومت ته وسپاري.

 

امریکایي سناتور: د فلوریډا د پېښې بریدګر باید اعدام شي

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 08:24

یوه امریکایي سناتور په فلوریډا ایالت کې پر ښوونځي د بریدګر د اعدام غوښتنه کړې ده. مارکو روبیو چې د جمهوري غوښتونکو له ډلې دی او د فلوریډا ایالت اوسېدونکی دی، له سي بي اس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ددغه پېښې عامل باید د مرک په سزا محکوم شي. دغه سناتور داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې جمهوري غوښتونکي ډېر کله په ایران او سعودي عربستان کې د اعدام پر حکم پر نړیواله کچه نیوکې کوي او د بندېدو غوښتنه یې کوي. تېره چهار شنبه د نیکولاس کروز په نوم یو کس ستونمن داگلاس ښوونځي ته ننوت او پر زده کوونکو یې ډزې وکړې، چې ۱۷ تنه یې ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App