ټرمپ به ایران سره اټومي هوکړه د وروستي ځل لپاره لاسلیک کړي

ټرمپ به ایران سره اټومي هوکړه د وروستي ځل لپاره لاسلیک کړي

د سپینې ماڼۍ په وینا که د ایران اتومي هوکړه کې بدلون رانه شي، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ به یې وروستی ځل لاسلیک کړي. د ولسمشر له دغه لاسلیک سره به پر ایران د ۱۲۰ نورو ورځو لپاره لګېدلي بندیزونه لرې وي. سپینه ماڼۍ د ایران له لوري د یورانیمو بډای کولو پر پروګرام داسې تلپاتې محدودیتونه غواړي، چې اروپايي ټولنه یې هم لاسلیک کړي. دغه راز ولسمشر ټرمپ د ایران بالستیک توغندیو پر پروګرام هم خبرې کول غواړي. د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړی چارواکی وايي، که دوی یوې هوکړې ته و نه رسېږي دا به وروستی لاسلیک وي. د اروپا ځواکمن هېوادونه د نړیوال امنیت لپاره دا یو بنسټیز ګام بولي. بل لور ته امریکا له خپل لوري د ترهګرۍ، بشري حقونو او بالستیک توغندیو ودې پروګرام اړوند مسایلو له کبله پر ایران ځانګړي بندیزونه لګولي. ایران وايي هغه توغندي چې دغه هېواد ازمویلي، د اتومي سروکو لېږدولو وړتیا نه لري او ایراني چارواکي په ټینګار سره وايي، اتومي پروګرام یې له لویه سره سوله ییز دی.

 

Read 28 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App