هند: سلمه سپوږمکۍ مو فضا ته لېږلې، په پاکستان کې ترهګرو فعالیت څارو

هند: سلمه سپوږمکۍ مو فضا ته لېږلې، په پاکستان کې ترهګرو فعالیت څارو

هند خپله سلمه سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړه. د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند فضايي سازمان تېره ورځ ۳۱ سپوږمکۍ فضا ته توغولې دي. په دې سپوږمکیو کې د هند، کاناډا، فنلنډ، فرانسې، جنوبي کوریا او برېتانیا سپوږمکۍ شاملې دي. هند وايي دوی په دې ډله کې خپله سلمه سپوږمکۍ هم فضا ته لېږلې ده او د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوې ده. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خپلې سلمې سپوږمکۍ د ځای پر ځای کولو له امله خپلو هېوادوالو ته مبارکي ویلې ده. هند وايي له خپلو سپوږمکیو په استفادې به د خپلو پولو ساتنه کوي، په پاکستان، بنګلدیش، چین، سریلانکا او نورو نږدې هېوادونو کې به د ترهګرو فعالیتونه څېړي. هند په دې وروستیو کې په فضايي څېړنو او د سپوږمکیو په ځای پر ځای کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او د ډېری هېوادونو سپوږمکۍ دوی فضا ته استوي او ځای پر ځای کوي یې.

 

Read 17 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App