د قطر امیر او د تونس ولسمشر ټلېفوني خبرې کړې دي

د قطر امیر او د تونس ولسمشر ټلېفوني خبرې کړې دي

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د تونس له ولسمشر الباجي قائد السبسي سره د ټلېفون له لارې خبرې کړې دي. راپورنه وایي، چې دواړو لورو په سیمه کې پر وروستیو بدلونونو او علاقې وړ مسایلو خبرې کړې دي. د قطر امیر د تونس له ولسمشر سره په داسې حال کې خبرې کوي، چې په تونس کې د دوشنبې په ورځ سخت لاریونونه وشول. د تونس خلکو له دې کبله لاریونونه کړي، چې په دغه هېواد کې د توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له هغه را وروسته ډېرې ټینګې شوې دي، چې پر قطر د بندیزونو لګولو پر مهال تونس هېواد خپله بې طرفي وساتله.

 

Read 23 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App