عرب مېرمنې د لومړي ځل لپاره د فوټبال لوبغالي ته لاړې

عرب مېرمنې د لومړي ځل لپاره د فوټبال لوبغالي ته لاړې

سعودي عربستان کې مېرمنې په لومړي ځل لوبغالي ته لاړې او د فوټبال سیالۍ ننداره یې وکړه. په خواله رسنیو کې ډېر انځورونه خپاره شوي، چې ښيي سعودۍ مېرمنې لوبغالي ته د تللو په وخت د ښځو لپاره ځانګړي شوي کتار کې ولاړې دي. د جمعې په ورځ (د جنورۍ دوولسمه) دوی په جده کې یې د الاهالي او الاباطن لوبډلو ترمنځ د سعودي عربستان د غوره لیګ یوه سیالي ولیدله. په سعودي عربستان کې د ورستي ټولنیز سمون له مخې، مېرمنې د کورنۍ له نارینه وو پرته لوبغالي ته تللی شي. د شنبې په ورځ هم جده ښار کې مېرمنې د فوټبال سیالۍ د نندارې لپاره بلل شوې دي.

 

Read 24 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App