روحاني: امریکا د ايران د اټمي موافقې په کمزورې کولو کې ناکامه شوې ده

روحاني: امریکا د ايران د اټمي موافقې په کمزورې کولو کې ناکامه شوې ده

د ايران ولسمشر وايي، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه اداره د ايران د اټمي موافقې په کمزورې کولو کې ناکامه شوې ده. حسن روحاني د تهران او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره دغه شوى تړون، د ايران لپاره يوه اوږدمهالې بريا وبلله. ښاغلي روحاني نن په يوه ټلوېزيوني وینا کې وویل څو ورځې مخکې امريکايانو غوښتل په اټمي تړون کې له خپل نړيوال تعهد څخه سرغړونه وکړي، خو ایران په دغه تړون کې داسې برياوې ترلاسه کړي چې هېڅکله به له منځه لاړې نه شي. تهران په ٢٠١۵مېلادي کال کې دغه تړون له شپږو ځواکمنو هېوادونو امريکا، بريتانيا، فرانسې، جرمني روسيې او چين سره لاسليک کړ. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه وويل، تر هغو چې په دغه تړون کې اروپايي لاسليکوونکو وحشتناکې نيمګړتياوې حل کړې نه وي، امريکا به له دغه تړون څخه ووځي.

 

Read 24 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App