نړۍ

Latest News

ټرمپ: دا دروغ ده چې زه او کیم جونګ اون ملګري یو

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:13

ولسمشر ټرمپ هغه راپور رد کړی چې وایي ممکنه ده د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره ښې اړیکې ولري. وال سټریټ ژورنال تیره اونۍ د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلې و، چې هغه له کیم جونګ اون سره ښې اړیکې لري. ولسمشر ټرمپ وایي چې دغه خبره یې نه ده کړې. د ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې ځکه ډیرې مهمې وې چې ورځپاڼې ولیکل ټرمپ له کیم جونګ سره ملگرتیا لري. ډونالډ ټرمپ دغه راپورونه رد کړي دي او وایي دی له کیم جونګ اون سره کومه ملګرتیا نه لري او په دې اړه خپاره شوي راپورونه دروغ دي.

 

نتنياهو ته په هند کې په لاريونونو هرکلی وويل وشو

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:04


د اسرائيلو لومړی وزير په شپږ ورځني رسمي سفر هند ته تللی او ټاکل شوې چې په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ د توليد او دفاعي همکاريو پر پراختيا خبرې اترې وکړي.
اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ويلي، چې نتنياهو به نن له خپل هندي سيال نرېندرا مودي او د هند له ولسمشر رامناټ ګووېنډ سره وګوري.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ټاکل شوې نوی ډيلی او تل ابيب د سايبري امنيت، انرژۍ، سوداګرۍ اوسينما په برخو کې د همکاريو تړونونه هم لاسليک کړي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ډيلي ته د بنيامين نتنياهو د سفر په ترڅ کې به د ټکنالوژۍ، اوبو او کرنې په برخو کې د هغو هوکړو په اړه هم خبرې اترې وشي چې تېر کال تل ابيب ته د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو له لوري لاسليک شوې وې.
په نوي ډيلي کې د هند سفير ډانيل کارمن ويلي، د هند او اسرائيلو اړیکې تلپاتې دي او د ځينو ستونزو له شتون سره سره به دوام کوي:
«د هند او اسرائيلو اړيکې څو اړخيزې دي. دا پياوړې اړيکې دي چې دواړو لوريو ته اهميت لري. له لومړي وزير نتنياهو سره ۱۳۰ سوداګر هم هند ته راغلي چې له هندي سوداګرو سره تړونونه لاسليک کړي».
نوي ډيلي ته د اسرائيلو د لومړي وزير سفر په داسې حال کې دی چې زرګونو هندي مسلمانانو د هغه په مخالفت کې لاريونونه کړي دي.
لاريونوالو د نتنياهو څېرو ته اور ورته کړی او هند ته يې د نتنياهو له ورتګ سره د مخالفت غږ پورته کړی دی.
په راپورونو کې ويل شوي چې د نتنياهو خلاف لاريونونه د هند په نږدې ۱۰۰۰ مسلمان مېشتو کليو کې شوي دي.
هندي مسلمانان له دې کبله هند ته د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د ورتګ مخالفت کوي چې دغه هېواد د فلسطين لويه برخه ځمکه غصب کړې او د تېر کال په وروستيو کې خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اشغال شوی بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د ۱۲۸ مثبتو او ۹ مخالفو رايو په کارولو سره د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس له په رسميت پېژندو سره مخالفت وکړ.
هند د هغو هېوادونو په ډله کې و، چې د اسرائيلو په خلاف يې رايه کارولې وه.

روحاني: امریکا د ايران د اټمي موافقې په کمزورې کولو کې ناکامه شوې ده

یکشنبه, 24 جدی 1396 12:53

د ايران ولسمشر وايي، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه اداره د ايران د اټمي موافقې په کمزورې کولو کې ناکامه شوې ده. حسن روحاني د تهران او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره دغه شوى تړون، د ايران لپاره يوه اوږدمهالې بريا وبلله. ښاغلي روحاني نن په يوه ټلوېزيوني وینا کې وویل څو ورځې مخکې امريکايانو غوښتل په اټمي تړون کې له خپل نړيوال تعهد څخه سرغړونه وکړي، خو ایران په دغه تړون کې داسې برياوې ترلاسه کړي چې هېڅکله به له منځه لاړې نه شي. تهران په ٢٠١۵مېلادي کال کې دغه تړون له شپږو ځواکمنو هېوادونو امريکا، بريتانيا، فرانسې، جرمني روسيې او چين سره لاسليک کړ. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه وويل، تر هغو چې په دغه تړون کې اروپايي لاسليکوونکو وحشتناکې نيمګړتياوې حل کړې نه وي، امريکا به له دغه تړون څخه ووځي.

 

د کډوالو په چارو کې امریکایي ډیپلوماټ له خپلې دندې استعفا کوي

یکشنبه, 24 جدی 1396 07:20

د کډوالو په چارو کې د امریکا یو لوړ پوړی ډیپلوماټ غواړي له خپلې دندې استعفا ورکړي. دا درېیم امریکا یي چارواکی دی، چې د کډوالو په چارو کې له دندې استعفا کوي او یا هم پر بله دنده ګومارل کېږي. د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو او بې ځایه شویو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سیمون هناشو، خپلو همکارانو ته ویلي، چې غواړي په نېږدې راتلونکې کې خپله دنده پرېږدي. نوموړي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د ندې پرېښودلو لامل یې کومه سیاسي جنبه نه لري او نه هم د ډونالډ ټرمپ له سیاست سره په دې برخه کې کوم تړاو لري. ویل کېږي نوموړي ۳۳ کاله په دې برخه کې دنده تر سره کړې ده.

 

Popular News

ترکي چارواکي وایي،۶ تنه یې په دغه هېواد کې له…
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې 'الیس…
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټېلرسن وایي، امریکايي…
په برازیل کې یوه کس د خلکو پر یوه ټولي…

ټرمپ: د (اور او غوسې) کتاب لیکوال لېونی او رواني دی

یکشنبه, 24 جدی 1396 07:20

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د (اور او غوسې) کتاب لیکوال لیونی او رواني بللی دی. ټرمپ ویلي، چې د ده په اړه په کتاب کې خپاره شوي معلومات ناسم او لیکوال یې یو لېونی کس دی. اور او غوسه کتاب مایکل ولف په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ په اړه لیکلی، چې ګڼ شمېر رازونه یې افشا کړي دي. دغه کتاب په لږ وخت کې په ډېره زیاته پیمانه پلورل شوی دی، ان داسې چې د اخیستو لپاره یې د کتابپلورنځیو په مخکې خلکو اوږده کتارونه جوړ کړی و. ټرمپ په خپل یوه ټوېټر کې د کتاب او لیکوال په اړه ویلي، (( ډېر ناسم معلومات خپرېږي، ډېر خلک ان هڅه نه کوي ناسم خبرونه سم کړي، رسنۍ د یوه بې مانا کتاب لپاره کمپاین کوي. دوی له هغه وروسته چې زه ولسمشر شوی یم، بخي لېوني شوي دي.)) د کتاب له خپرېدو ورسته سپینې ماڼۍ د کتاب ټول معلومات ناسم وبلل. په کتاب کې راغلي، چې ټرمپ هېڅ تمه نه درلوده، چې دی به ګټونکی شي او د ټرمپ مېرمن ملانیا پر دې حیرانتیا ښودلې وه چې نوموړې د امریکا لومړۍ مېرمن ده.

 

گوترېش په کلمبیا کې پر سولې ټینګار کړی

یکشنبه, 24 جدی 1396 07:19

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د کلمبیا خلکو ته په خطاب کې ویلي، په دغه هېواد کې د جګړې لپاره هېڅ ډول توجیه نه لیدل کېږي او باید اور بند مرعات کړای شي. د رسنیو د خبر له مخې ګوټرېش ویلي، ددې لپاره، چې په دغه هېواد کې ستونزې او فقر له منځه ولاړ شي یوازنۍ لار یې سوله او خبرې دي. نوموړی په کلمبیا کې د سولې له طرحې څخه د ملاتړ په موخه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی. کلمبیا حکومت په ۲۰۱۶ کال کې په دغه هېواد کې له تر ټولې لویې جنګې ډلې سره سوله وکړه. خو د موقتي اوربند د وخت له پای ته رسېدو وروسته د (ازادي غوښتونو) ډلې یو ځل بیا په جنګ جګړو لاس پورې کړی، چې تر اوسه په کې یو سرتېری وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

 

ټرمپ او نظربایوف د روانې میاشتې په ۱۶مه د افغانستان په اړه خبرې کوي

شنبه, 23 جدی 1396 08:49

ټاکل شوې ده چې د امریکا او قزاقستان ولسمشران د روانې جنورۍ میاشې په ۱۶ مه د افغانستان به اړه خبرې وکړي. سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وویل ډونالډ ټرمپ او نور سلطان نظر بایف به په افغانستان کې د روان وضعیت او د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو په اړه په خپلو کې وغږېږې. وروستي معلومات ښيي چې دغه لیدنه به د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه نېټه تر سره شي. راپورونه وايي، که څه هم د امریکا او قزاقستان ولسمشران به پر سیاسي ،امنیتي، او اقتصادي مسئلو خبرې وکړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا اصلي موضوع افغانستان دی. قزاقستان دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشري پر غاړه لري.

 

ملګري ملتونه وایي ایران یمن ته وسلې لېږدوي

شنبه, 23 جدی 1396 05:29

ملګرو ملتونو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ایران یمن ته پر وسلو لېږدولو تورن کړ او ادعا یې کړې، چې ایران بین المللي قوانین نقض کړي دي. به خبر پاڼه کې راغلي، چې د یمن لخوا پر سعودي عربستان د بالستیک راکټونو په مخنیوي کې د ایران نه مرسته کول له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. دغه سازمان همدا راز ویلي، چې د ویشتل شویو راکټونو پاتې شوني دا په ډاګه کوي، چې ددغه وسلو سرچینه له ایران څخه ده. دوی وایي ایران له هغه پرېکړه لیک څخه سر غړونه کړې ده، چې له مخې به یې ایران له یمن سره د هېڅ ډول وسلو مرسته نه کوي. له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې نیکي هیلي هم ادعا کړې وه، چې ایران یمن ته وسلې قاچاق کوي. خو ایران دغه ډول تورونه ردوي.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App