نړۍ

Latest News

ټرمپ، افریقايي هېوادونه د کثافاتو څاګان بللي دي

جمعه, 22 جدی 1396 12:32

د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې په یوه ناسته کې ویلي، چې ځینې افریقايي هېوادونه د کثافاتو او فاضلاب څاګان دي. دده په وینا امریکا ته نه ده په کار چې ددغو هېوادونو کډوال ومني. ټرمپ یادې څرګندونې هغه مهال کړې دي، چې د سنا غړو دیک دوربین او لیندي ګراهام د کډوالۍ د نوې جوړې شوې طرحې په اړه نوموړي ته معلومات ورکول. دده په وینا امریکا ته نه ده په کار چې د اسلوادور، هایتي او نورو دې ته ورته افریقايي هېوادونو کډوال ومني.

 

ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه لګوي

جمعه, 22 جدی 1396 07:14

د امریکا د مالیې وزیر سټیف منوچېن وايي، تمه لري چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه ولګوي. منوچین زیاته کړه، چې دا نوي بندیزونه د توغندیزو چارو او انساني حقونو د سرغړونې له امله پر ایران لګېږي. دا به له هغو بندیزونو سره توپیر ولري، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام پر سر د شوي جوړجاړي په پایله کې لرې شوي وو. ټرمپ به نن په دې اړه هم پرېکړه کوي، چې د اتومي تړونه له امله بندیزونه همداسې لرې وساتي که بېرته یې پر ځای کړي. هغه له ډېره وخته له دې هوکړې سره مخالف و او له کانګريس یې غوښتي، چې سمون پکې راولي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

 

امریکا: لا هم هیله لرو، چې پاکستان د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي

جمعه, 22 جدی 1396 07:13

امريکا اوس هم هيله لري چې پاکستان به د ترهګرۍ پر وړاندې د سمې مبارزې په موخه خپلې کړې ژمنې عملي کړي. دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سټېفن ګولډسټيان په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته کړې دي. هغه زياته کړه چې دوى تر اوسه پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه د ياد هېواد رسمي دريځ نه دى ترلاسه کړى . نوموړي هيله څرګنده کړه چې پاکستان به د خبرو مېز ته چمتو شي او هغه ژمنې عملي کړي چې پخوا يې د ترهګرو د ځپلو په موخه کړې وې. سټېفن وايي، پاکستان ورسره د ترهګرو د خوندي ځالو د ختمولو ژمنې کړې وې او اوس ددې وخت رارسېدلى چې دا ځالې له منځه يوسي.

 

ټرمپ: شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا خبرې به کړکېچ را کم کړي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 12:43

ټرمپ وایي له شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا خبرې کړکېچ حل کولی شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړه چې له شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د دې اوونۍ د ډیپلوماټیکو خبرو پیل به په سیمه کې د کړکېچ د ارامولو لپاره د پراخ دیالوګ سبب شي. ټرمپ دا خوشبیني وروسته له دې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا د اټمي او توغندويي وسلو د پروګرام د پراختیا پر سر ترینګلتیا ډېره زیاته شوې وه. ټرمپ په یوه خبري غونډه کې وویل، له شمالي کوریا سره یقیناً ډېرې ستونزې لري، خو اوس ډېرې ښې خبرې روانې دي.

 

Popular News

ترکي چارواکي وایي،۶ تنه یې په دغه هېواد کې له…
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې 'الیس…
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټېلرسن وایي، امریکايي…
په برازیل کې یوه کس د خلکو پر یوه ټولي…

ټرمپ: ډموکراټان په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې پر ادعا خپله ماتې پټوي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 09:33

ټرمپ وایي ډموکراټان غواړي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې پر ادعا خپله ماتې پټه کړي. ټرمپ وایي په سپینه ماڼۍ کې په وار وار له دې پوښتنې سره مخ شوی دی او په هر ځل ځواب بیا هم دا پوښتنه مطرح کېږي. هغه وویل ما په وار وار ویلي چې ډموکراټان غواړي په دې ډول بې ځایه ادعاوو د امریکا په ټاکنو کې خپله ماتې پټه کړي. ټرمپ زیاتوي لکه څنګه چې زه له روسیې سر اړیکه نه لرم، زما انتخاباتي ټیم هم له روسیې سره هیڅ راز اړیکه نه درلوده او نه یې لري. نوموړي وویل پر دې د کانګریس د ټولو کمیټو په ګډون ټوله امریکا پوهېږي، خو بیا هم په دې اړه پوښتنې لا شته دي او دا د ډموکراټانو کار دی. دا په داسې حال کې ده، چې روسیې هم په وار وار د امریکا په ټاکنو کې لاس لرل رد کړي دي.

امریکا: ایران دې نیول شوي سوله ییز لاریونوال خوشي کړي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 09:32

د امریکا متحده ایالاتو په ایران کې د سوله ییزو لاریونوالو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. امریکا د ایراني لارینوالو پر وړاندې د دې هېواد د مشرانو کړنې زړه بوږوونکې بللې او د حکومت ضد سوله ییزو لاریونونو پرمهال یې د نیول شویو لاریونیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. سرچینه وايي، تر اوسه په لاریونونو کې د نیول شویو کسانو کره شمېر لا معلوم نه دی. رپوټونه وايي، د نیول شویو کسانو اټکلي شمېر شاوخوا زرو کسانو ته رسېږي، خو په ایران کې نورو سرچینو بیا دا شمېره تر دې هم ډېره ښودلې. ایراني چارواکي وايي ډېری نیول شوي کسان خوشي شوي. د تېرې ډیسمبر میاشتې وروستیو کې ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له پیل نه تر اوسه، زرګونه لاریونوال نیول شوي دي.

چین کې په یوه کښتۍ کې د اور وژنې هڅې ځنډول شوې دي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 08:44

د چین په ختیځ سمندرګي کې یوه کښتۍ کې د اوروژنې هڅې ځنډول شوې دي. د ژغورنې ډلو د چین په ختیځ سمندرګي کې د تېلو لېږدولو په هغه ایرانۍ کښتۍ کې د اور وژلو هڅې پرون وروسته له هغې په موقت ډول وځنډولې چې په کښتۍ کې چاودنه وشوه. په دغه کښتۍ کې له پنځو ورځو راهیسې اوربل دی او ۳۱ عمله یې تراوسه ترۍ تم ده. د چین د ترانسپورت وزارت وویل چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې ژغورونکو ډلو د اور وژلو لپاره اوبه شیندلې. چارواکي دې ته هیله من دي چې ښایي د دې کښتۍ د عملې یوشمېر غړي ژوندي ومومي، خو تر اوسه د یوه کس مړی موندل شوی. دغه کښتۍ چې د جنوري په شپږمه یې د شانګهای سواحلو ته نېږدې له یوې باروړونکي چینایي کښتۍ سره ټکر کړی، د تېلو د خورېدو له امله یې د چاپېریال د ککړتیا د یوه ناورین خطر زیات کړی دی.

 

امریکا د پاکستان لخوا د استخباراتي همکاریو د ځنډ خبره رد کړې ده

چهارشنبه, 20 جدی 1396 12:05

امریکا د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي وو له امریکا سره یې خپلې نظامي او استخباراتي مرستې ځنډولې دي. په پاکستان کې د امریکا سفارت ویاند ریچارډ سنیلسر ویلي، دوی تر اوسه له پاکستاني دولت نه په دې اړه کوم خبر نه دی تر لاسه کړی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر خرم دستګیر خان له خولې ویلي و، چې یاد هېواد له امریکا سره خپلې نظامي او استخباراتي همکارۍ ځنډولې دي. پاکستان وروسته تر هغه له امریکا سره د همکاریو د ځنډ خبره کوي چې امریکا څو ورځې وړاندې پر دې هېواد خپلې نظامي مرستې بندې کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو، که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات ونه کړي، ډیر څه به له لاسه ورکړي.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App