نړۍ

Latest News

د قزاقستان او امریکا ولسمشران د افغانستان په اړه خبرې کوي

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 06:02

د قزاقستاني رسنیو د راپور له مخې نور سلطان نظربایوف به له ټرمپ سره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې تګلاره خبرې وکړي. قزاقي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ټرمپ به له نظربایوف سره د امریکا پر تګلاره خبرې وکړي او دغه خبرې د افغانستان او استانې لپاره خورا مهمې دي. د سرچینې په وینا دواړه لوري به پر دې بحث وکړي چې دغه تګلاره په افغانستان کې څه ډول په سمه توګه پلې کړی شي او قزاقستان په دې برخه کې څومره همکاري کولی شي. قزاقي چارواکو ویلي چې دوی د افغانستان امنیت ته ژمن دي او په دې برخه کې هر ډول مرستو ته تیار دي.

 

تېر کال په فرانسه کې ۲۰ ترهګریز بریدونه خنثی شوي دي

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 06:01

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې هېڅ ځای له خطره خوندي نه دی. دده په وینا تېر کال په فرانسه کې شل ترهګریز بریدونه خنثی شوي دي خو لا هم د بریدونو او ترهګریزو پېښو خطر شته دی. دده په وینا په هر ښار او هره سیمه کې کېدای شي ترهګریزه پېښه تر سره شي، خو د فرانسې امنیتي ځواکونه تل د تیارسی په حال کې دي. هغه د نړۍ په کچه له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی او دغه پدېده یې د نړۍ د امنیت لپاره خطرناکه بللې ده.

 

ایران پر ابتدایه زده کوونکو د انګلیسي پر زده کړه بندیز لګولی

دوشنبه, 18 جدی 1396 05:57

د ایران لومړنيو ښوونځيو کې دانګریزي ژبې په زدکړه بندیز لګېدلی دی. د ایران د ښوونې روزنې د لویې شورا مشر وايي، حکومتي او خصوصي لومړنیو ښوونځیو کې انګریزي زدکړه له اصولو او قانون سرغړونه ګڼل کېږي. مهدي نوید ادم د دغه هېواد حکومتي تلوېزون سره خبرو کې زیاتوي چې د لومړني ښوونځي زدکوونکو ته په رسمي یا نارسمي وخت پر انګریزي زدکړه بندیز لګېدلی او د سرغړونې له امله به قانوني چلند کېږي. د هغه په خبره، د ښوونې روزنې په لومړي پړاو کې د پارسي ژبې او ایراني اسلامي کلتور پیاوړتیا د زکوونکو د زدکړې پروګرام برخه ده. دا ګام له هغه وروسته دی چې د ایران مذهبي مشر په لومړني ښوونځي کې د انګریزي ژبې پر لیک لوست نیوکه کړې وه.

 

په فرانسه کې د درنو واورو او توپان خبرداری ورکړل شوی دی

دوشنبه, 18 جدی 1396 05:55

د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې ددغه هېواد د بېړنیو مرستو ادارې ته د تیارسی امر شوی دی. ویل کېږي چې تر دې دمه په واورو او توپانونو کې پنځه کسه وژل شوي دي. همدا راز ددغه هېواد ۱۱ ښارونه د سیلابونو او توپان له جدي خطر سره مخ دي. د فرانسې حکومت ویلي چې د احتمالي پېښو پر مهال یې د مرستو لپاره اړین تدابیر نیولي دي. همدا راز وړاندوینه شوې، چې د فرانسې او ایټالیا ترمنځ پوله کې به تر دوو مترو پورې واوره وورېږي.

Popular News

ترکي چارواکي وایي،۶ تنه یې په دغه هېواد کې له…
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې 'الیس…
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټېلرسن وایي، امریکايي…
په برازیل کې یوه کس د خلکو پر یوه ټولي…

روسی سناتور: د ټرمپ بهرنی سیاست ګډوډي جوړل دي

یکشنبه, 17 جدی 1396 10:48

یوه روسي سناتور«الکسي پوشکوف» ویلي، چې د ټرمپ بهرنی سیاست کومه ستراتيژي نه، بلکې یو ډول بې نظمي او ګډوډي ده. دغه مخکښ روسي سیاستوال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ټرمپ بهرنی سیاست دا دی، چې له اروپایي اتحادیې سره یې اړیکې خرابې کړې، د بیت المقدس په اړه یې مسلمانان را وپارول، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې له ماتې سره مخ کړه، د ایران په کورنیو چارو کې په ښکاره لاس وهنه کوي او له چین سره یې سختي را اخیستې ده. نوموړي وړاندې ویلي، چې ګډوډي، بې نظمي او پوچې خبرې د ټرمپ بهرنی سایست دی.

 

سعودي کې ۱۱ نور شهزادګان هم نیول شوي دي

یکشنبه, 17 جدی 1396 08:02

په سعودي عربستان کې د حکومت له خوا د سپما په برخه کې د شاهي کورنۍ پر غړو هم یو لړ محدودیتونه لګول شوي. د پلازمینې ریاض په یوه ماڼۍ کې ۱۱ شهزادګانو د اعتراض په بڼه غونډه کړې وه او غوښتل یې، څو حکومت خپله هغه پریکړه بیرته واخلي چې له مخې یې د دوی د څښاک توکو، اوبو، بریښنا او ګاز لګښتونه له دې وروسته نه ورکول کیږي. عربي ورځپاڼه عکاظ وايي چې د شاهي ماڼۍ ځانګړو ځواکونو دغه یوولس تنه شهزادګان نیولي دي. ورځپاڼه زیاتوي لومړی له هغوی وغوښتل شول چې له ماڼۍ ووځي خو د اعتراض له دوام وروسته ونیول شول او الحایر زندان ته واستول شول. سرچینو ورځپاڼې ته ویلي له دې وروسته به د دغو شهزداګانو د محاکمې لپاره د قانون له حکم سره سم اجرائات کیږي.

 

برېتانیا: ګڼ شمېر برېتانیایي داعشیان لا درکه شوي

یکشنبه, 17 جدی 1396 08:01

د برېتانیا د ملي امنیت وزیر د ګڼ شمېر هغه برېتانویانو د ورکېدو خبر ورکړی، چې په سوریه او عراق کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي و. د رسنیو د راپور له مخې د برېتانیا د ملي امنیت وزیر بن والاس وایي، له هغه ۸۰۰ کسانو څخه چې له انګلستان څخه سوریې او عراق ته تللي او له داعش ډلې سره یو ځای شوي، نیمایي یې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي، ۱۶۰ تنه یې وژل شوي او ځینې نور یې ترکیې ته تللي دي. خو یو زیات شمېر یې لا هم ورک دي او دغه هېواد یې په اړه معلومات نه لري. دوی وایي((دغه کسان د سوریې داسې سیمو ته تللي، چې لاس رسی ورته ناممکن و او له هماغه ځایه خواره شوي دي. په څه باندې چې موږ پوهېږو، هغه دا دي، چې نیمایي یې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي. له لس تر شل سلنې وژل شوي، خو کېدای شي ځینې نور هم په دې لټه کې وي، چې بېرته برېتانیا ته را ورګرځي.)) له دې سره په برېتانیا کې د تروریستي بریدونو ګواښ هم زیات شوی دی او دغه هېواد په دې لټه کې دی،چې څه ډول په خپل هېواد کې امنیتي تدابیر زیات کړي. د برېتانیا د دفاع وزیر گوین ویلیامسون هم ویلي، چې له داعش ډلې سره جګړه پای ته ورسېده، خو دوی یوې نوې مرحلې ته داخل شوي دي او راستانه شوي داعشیان یې ددغه هېواد لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی دی.

 

د هندوراس د ولسمشر پر ضد لاریونونه شوي

یکشنبه, 17 جدی 1396 05:24

زرګونو کسانو د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د اورلاندو هرناندز د ټاکل کېدو پر ضد لاریونونه کړي. د هندوراس په دویم لوی ښار سن پدرو سولا کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته را وتلي او د اور لاندو هرناندز پر ضد شعارونه ورکوي. دوی وایي، چې په ټاکنو کې اصلي بریالی د مخالف حزب کس دی. دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي، چې ددغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې د نومبر میاشتې په ۲۷ نېټه تر سره شوې او ټاکل شوې ده، چې د جنوري میاشتې په ۲۶مه نېټه د تحلیف مراسم تر سره شي.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App