ورځپاڼې

Latest News

د کابل نننۍ ورځپاڼې

دوشنبه, 23 دلو 1396 08:18

مسیر:


ورځپاڼه په لومړني خبر کې لیکي، د پاکستان پر ځای دې له هغو هېوادونو سره خبرې وشي، چې پر پاکستان نفوذ لري. همدا راز په سرلیکنه کې یې د بلخ مسئلې ته اشاره کړې ده او وايي، د بلخ پر سر خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي خو لا هم دواړه لوري په سوله ییزه توګه ددغه ستونزې د حل غوښتنه کوي.

۸ صبح:
ورځپاڼې په لومړني خبر کې لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان پلاوي لیدنې او خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. په سرلیکنه کې هم وایي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ بې پایلې خبرې به بې باورۍ او ناندریو ته د دوام لار برابره کړي.

هارټ آف ایشیا(Heart Of Asia) :
په کال کې چاپېدونکې دغه انګلیسي ورځپاڼه لیکي، له پاکستان سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي افغانستان له پاکستان سره د مستقیمو خبرو له لارې کومې پایلې ته نه رسېږي، بلکې پر ځای دې له ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا، امریکا او نورو هغو هېوادونو سره خبرې وکړي، چې پر پاکستان نفوذ لري.

سرخط:
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وايي، چې ځینو روغتونونو او کلنیکونو د انسانانو پر ژوند او ناروغیو ناروا سوداګري پيل کړې ده او حکومت باید دغه سوداګرۍ ته د پای ټکی کېږدي. همدا راز په سرلیکنه کې وایي چې الکترونیکي پېژندپاڼې د سلګونه ستونزو دروازې بندوي.

ویسا:
ورځپاڼه په خپله سرلیکنه کې وايي، چې افغان حکومت پاکستان ته د یو طرفه امتیازاتو په ورکړه له افغانانو سره ناروا لوبه کوي. ورځپاڼه همدا راز په یوه خبر کې وايي، چې افغانستان او پاکستان پر مهمو مسایلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د کابل ورځپاڼو ته لنډه کتنه

یکشنبه, 22 دلو 1396 08:33

مسیر:
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې په افغانستان کې د هوايي بریدونو په ډېرېدو او همدا راز د ملکي مرګ ژوبلې په لوړېدو راپور جوړ کړی دی. ورځپاڼې ته شنونکو ویلي، چې دغه ډول بریدونه نه یوازې دا چې ترهګر ځپلی نه شي بلکې ددوی لیکې پیاوړي کوي او زیانمن شوي کسان ورسره یو ځای کېږي. په سرلیکنه کې بیا وايي، چې افغان حکومت باید په پاکستان کې د پښتنو د لاریون ملاتړ وکړي او ددې تر څنګ یې غږ نړیوالو ته ورسوي.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia):
ورځپاڼې ته شنونکو ویلي چې په پاکستان کې د پښتنو لاریونونه ددوی د یوې بې ساري بېدارۍ ښکارندویي کوي. ورځپاڼه همدا راز په سرلیکنه کې لیکي، چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړېدل وسله والو ته دا موقع په لاس ورکوي، چې خپل خونړي بریدونه توجیه کړي. لیکوال وایي خپلسري بریدونه چې ملکي مرګ ژوبله ولري د هېواد په زیان دي او جګړې پراخولی شي.

سرخط :
سرخط ورځپاڼه په خپل یوه راپور کې وایي د هېواد پر لس سلنه خاوره پیریان حکومت کوي. د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې داسې سیمې شته، چې نه د حکومت په لاس کې دي او نه هم د طالبانو، نو پېریان ورباندې حکومت کوي. په سرلیکنه کې هم وايي له پاکستان سره خبرې هغه مهال ګټورې دي، چې دغه هېواد پخپله خاوره کې د ترهګرو موجودیت ومني او پر وړاندې یې جګړه وکړي.

۸ صبح:
ورځپاڼه په یوه خبر کې د کابل د سرای شهزاده د صرافانو په اړه راپور جوړ کړی دی. په راپور کې راغلي چې دغو صرافانو د نا امنیو له امله اعتصاب کړی و، خو اوس یې اعتصاب پای ته رسولی دی او نن به یاد سرای پرانیستی وي. په سرلیکنه کې بیا وايي د ټولو افغانانو دنده ده، چې د جرمي اقتصاد پر وړاندې مبارزه وکړي.

ویسا :
د ورځپاڼې په یوه خبر کې راغلي، چې د امریکا خپلسري عملیات افغانستان د سترو قدرتونو د تقابل په مرکز بدلولی شي. ویسا ورځپاڼې هم په پاکستان کې د پښتنو د لاریونونو په اړه لیکل کړي دي. د ورځپاڼې په باور دغه ډول لاریونونه د پښتنو په بېدارۍ او حق غوښتلو کې ستر رول لري.

د کابل ورځپاڼو ته کتنه

دوشنبه, 16 دلو 1396 06:52

مسیر:
ورځپاڼې ته شنونکو ویلي، چې په ټاکنو کې لا ځنډ د زغملو نه دی. دوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وروستۍ څرګندونې غیر قانوني بولي او وایي چې حکومت دې ټاکنې تر دې ډېرې نه ځنډوي. په سرلیکنه کې هم وايي، چې حکومت ناکام دی، خو حکومتي مشران بریالي شوي چې خپلې موخې د خپلو شخصي ګټو لپاره تر لاسه کړي.

۸ صبح:
په کابل کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼې په یوه خبر کې د رحمت الله نبیل په اړه څرګندونې کړې دي. ورځپاڼه لیکي داسې اسناد یې پید اکړي، چې ښيي رحمت الله نبیل د لویې څارنوالۍ د یوه فرمان له مخې ممنوع الخروج نه دی. همدا راز په سرلیکنه کې وایي چې واک چا انحصار کړی دی او په دې برخه کې پړ څوک دی؟ د ورځپاڼې په خبره څو محدودو کسانو په ارګ کې واک انحصار کړی دی او هر څه ددوی په خوښه مخ ته روان دي.

ویسا:
ورځپاڼې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هغه څرګندونې را اخیستې چې ویلي یې وو، ښایي د ولسي جرګې ټاکنې په څه ځنډ تر سره شي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي سوله د افغانانو ستر ارمان دی، خو حکومت د افغانانو د دغه ستر ارمان په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

هارټ اف ایشیا (Heart Of Asia) :
ورځپاڼه په لومړني خبر کې وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې ښايي د ولسي جرګې ټاکنې له پلان سره سم په ټاکلي وخت تر سره نه شي. همدا راز په سرلیکنه کې یې لیکل شوي، چې د سولې د دروازو تړل د ستونزې د حل لار نه ده. د لیکوال په خبره سولې ته عملي کار کول مهم دي نه دا چې دغه دروازې وتړل شي.

د کابل نننیو ورځپاڼو ته کتنه

یکشنبه, 08 دلو 1396 08:55

ورځپاڼې په کابل کې د پرونۍ خونړۍ پېښې په اړه راپور جوړ کړی دی. ورځپاڼه لیکي، په پروني برید کې نږدې ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. همدا راز په سرلیکنه کې دغه ډول بریدونه وحشت بولي او وایي په افغانستان کې به روان وحشت تر کومه دوام کوي؟ د لیکوال په خبره تر هغه چې بهرني عسکر په افغانستان کې جګړه کوي او دوی له دغه ځایه پښې سپکې نه کړي. روانې جګړې به هم د سیمې داستخباراتو په ملاتړ روانې وي.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia) :
په کابل کې دغه خپرېدونکې انګلیسي ورځپاڼه هم د پرونۍ خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښې په اړه راپور لري. ورځپاڼه وايي په پېښه کې ۹۵ کسه ووژل شول او ۱۵۸ کسه نور ټپیان شول. په سرلیکنه کې یې بیا د بهرنیو سرتېرو د راتګ مسئلې ته اشاره کړې ده او وایي زرګونه بهرني ځواکونه افغانستان ته را راون دي خو په دې منځ کې د افغانانو ګټه څه شی ده؟

ویسا:
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې د سرچینو په حواله لیکي، چې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. همدا راز یې د کابل د پروني خونړي برید په اړه سرلیکنه کړې ده. د لیکوال په خبره د امنیتي ادارو ضعف او بې پروایي ددې لامل شوې چې هره ورځ لسګونه افغانان د وير پر ټغر کېني.

۸ صبح:
ورځپاڼه وايي د کابل دا اونۍ په عاموژنه پیل شوه او د لسګونه انسانانو ژوند واخیستل شو. همدا راز په سرلیکنه کې وايي چې کابل د ملکي وګړو د وژلو په مسلخ بدل شوی دی او حکومت دا هر څه د وسله والو د له منځه تګ نښانې بولي.

 

Popular News

مسیر:ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې په افغانستان کې د…
۸ صبح: ورځپاڼه په لومړني خبر کې وايي، د جرمونو…
ویسا:ورځپاڼه په لومړني خبر کې وايي، افغان حکومت د سولې…
ورځپاڼې په کابل کې د پرونۍ خونړۍ پېښې په اړه…

د کابل نننۍ ورځپاڼې ۲۰۱۸-۱-۲۲

دوشنبه, 02 دلو 1396 05:03

۸ صبح:


ورځپاڼه په لومړني خبر کې وايي، له اتلسو ساعتونو وروسته په کانټینینټال هوټل کې جګړه پای ته ورسېده خو د تلفاتو کره شمېره لا هم نه ده معلومه. په سرلیکنه بیا وايي، چې حکومت دې د امنیت په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي. د لیکوال په خبره په کابل کې د وړمې شپې برید د جدي اندېښنې وړ دی او حکومت ته په کار ده، چې په دې اړه را ولاړو شوو پوښتنو ته ځواب ووايي.

ویسا:
یادې ورځپاڼې هم په خپل لومړني مخ کې ویلي، د وړمې شپې د برید تلفات تر هغه څه ډېر دي، چې حکومت یې ښيي. په سرلیکنه کې یې هم پر همدې موضوع بحث کړی دی. لیکوال وايي، دلته ډېرې پوښتنې راولاړې شوې دي. څنګه وسله وال تر هغه ځایه رسېږي؟ ولې سفارتونه تر دغه برید مخکې خبر دي او ولې د ورته پېښو مخه نه نیول کېږي دا ټول هغه مسایل دي چې باید ځواب کړل شي.

مسیر:
مسیر ورځپاڼه هم وایي، د وړمې شپې په برید کې اتلس کسه وژل شوي خو ناتایید شوې شمېرې تر دې هم ډېرې دي. په سرلیکنه کې یې پر همدې موضوع بحث کړی دی او د کابل امنیت یې د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د لیکوال په خبره د ورته بریدونو له تکراره د مخنیوي لپاره بنسټیزو حللارو ته اړتیا ده.

هارټ اف ایشیا (Heart Of Asia):
په کابل کې دغه چاپېدونکې ورځپاڼه هم په خپل لومړني خبر کې وايي، چې پر کانټينینټال هوټل په برید کې د ۱۱ بهرنیانو په ګډون ۴۳ کسه وژل شوي دي. په سرلیکنه کې هم په هېواد کې روانو ناامنیو ته اشاره کړې ده. ورځپاڼه لیکي د کابل د وړمې شپې برید ښيي، چې په امنیتي ادارو کې لا هم سترې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي او باید ژر تر ژره دغه ستونزې حل کړل شي.

د کابل ورځپاڼو ته کتنه ۲۰۱۸-۱-۲۱

یکشنبه, 01 دلو 1396 04:22


۸ صبح:


ورځپاڼه په لومړني خبر کې وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې افغانانو ته یوازې لس ورځې نور وخت ورکړی، چې د جنګي جنایتونو په اړه خپل شکایتونه ثبت کړي. په سرلیکنه کې وايي چې د ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هېڅ ډول تیاری نه لري، خو په دې ټینګار کېږي، چې یادې ټاکنې دې په روان میلادي کال کې تر سره شي.

ویسا:
ورځپاڼه په خپل لومړني مخ کې لیکي، چې امریکا له دې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای پر دې تمرکز کوي، چې څنګه له روسیې او چین سره نظامي سیالي وکړي. په سرلیکنه کې بیا وايي، روانو حالاتو ته په کتو ددې وېره شته چې هېواد یو ځل بیا د نیابتي جګړې پر ډګر بدل شي.

مسیر:
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وايي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی. ورځپاڼه همدا راز په سرلیکنه کې وايي، چې د امریکا، چین او روسیې په سیالۍ کې به افغانستان د نیابتي جګړو او منفي رقابتونو پر ډګر بدل شي.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia):
ورځپاڼه په لومړي خبر کې لیکي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پاکستان او امریکا د افغانستان پر سر پر یو بل سختې نیوکې کړې دي. په سرلیکنه کې بیا وايي، چې د افغانستان د جګړې اصلي لوري پاکستان او امریکا دي او که دوی وغواړي دغه جګړه ختمېدلی شي.

۲۰۱۸-۱-۱۶ د کابل ورځپاڼو ته کتنه

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 04:56

مسیر:


ورځپاڼه په لومړني خبر کې لیکي، چې افغان حکومت د امنیت شورا له پلاوي پر پاکستان د فشارونو غوښتنه کړې ده. همدا راز په سرلیکنه کې بیا وايي، چې په ترکیه کې د سولې روانې خبرې ډرامې او د افغانانو پر هیلو لوبې کول دي.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia):
په کابل کې چاپېدونکې دغه انګلیسي ورځپاڼه هم لیکي، چې حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا پر پاکستان د فشارونو د ډېرولو غوښتنه کړې ده. په سرلیکنه کې لیکي، چې د ولسمشر غني ځینې عجولانه پرېکړې نه یوازې چې دده په ګټه نه دي، بلکې د هېواد لپاره هم زیانونه لري. ورځپاڼې د عطا محمد نور د ګوښه کولو مسئلې ته اشاره کړې او وایي، چې ولسمشر په بېړه دا کار وکړ، خو اوس یې په قاطعیت خپل کار نه عملي کوي.

۸ صبح:
دغه ورځپاڼې هم د دوو مخکینیو ورځپاڼو په څېر افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي پر سفر خبر جوړ کړی دی. په سرلیکنه کې هم همدا مسئله را اخلي او لیکي چې امنیت شورا باید نوره هم فعاله شي او د افغانستان روان وضعیت په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړي او حل لارې ورته پيدا کړي.

ویسا:
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې لیکي، چې له ۱۷ کاله جګړې وروسته لا هم کابل په محاصره کې دی. همدا راز په سرلیکنه کې یې د ولسمشر غني وروستۍ مرکې ته اشاره کړې ده او وایي د ولسمشر غني څرګندونو ته په کتو ښايي افغان جګړه نوره هم اوږده شي.

د نن ورځپاڼو ته کتنه۲۰۱۸-۱-۱۵

دوشنبه, 25 جدی 1396 05:39

ویسا:
ورځپاڼه په لومړني خبر کې وايي، افغان حکومت د سولې طرحه جوړه کړې ده او هغه یې روسیې ته سپارلې. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، چې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري او ښايي ګټه و نه لري.

مسیر:
ورځپاڼې په لومړني مخ کې د عطا محمد نور خبر را اخیستی چې ویلي یې و، حکومت مې دې نه مجبوروي چې د حیرتان بندر عواید وګرځوم. په سرلیکنه کې هم لیکوال همدې مسئلې ته اشاره کړې ده او له حکومت یې غوښتي چې دغه کشاله نوره زر ختمه کړي او هېواد ته دې نورې ستونزې نه جوړوي.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia):
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وايي، چې لا هم په سعودي عربستان کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له ژمنو سره سره ددوی ستونزې نه دي حل شوې. په سرلیکنه کې بیا وایي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی دی او باید حکومت په دې برخه کې هڅه وکړي او د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ کړي.

۸ صبح:
ورځپاڼه لیکي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سختو امنیتي تدابیر په موجودیت کې کابل ته سفر وکړ. سرلیکنه یې هم پر همدې موضوع را څرخي او وايي، هیله لري، چې دغه ډول سفرونه د سیمه ییزو ستونزو د حل سبب شي.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App