د کابل نننیو ورځپاڼو ته کتنه 2018-1-7

د کابل نننیو ورځپاڼو ته کتنه 2018-1-7

مسیر:
ورځپاڼې په لومړني مخ کې په کابل کې د اوسپنې د ذوب او تولید د تر ټولو لویې فابریکې د پرانیستې په اړه خبر جوړ کړی دی. دغه فابریکه تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر غني له لوري پرانیستل شوه. په سرلیکنه کې یې د پاکستان او امریکا د روانو ناندریو په اړه خبرې کړې دي. ورځپاڼه ددې تر څنګ ګڼ نور خبرونه او ګټورې لیکنې هم لري.

هارټ اف ایشیا (Heart Of Asia):
په کابل کې چاپېدونکې دغه انګلیسي ورځپاڼې هم د ولسمشر غني له لوري د اوسپنې د یوې سترې فابریکې د پرانیستې په اړه خبر جوړ کړی دی. همدا راز په سرلیکنه کې وایي، چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د جګړې د شدت وېره شته ده. د ورځپاڼې په باور ښايي په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې جګړه سخته کړي او روان میلادي کال به له جګړو ډک کال وي.

ویسا:
په کابل کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼې بېل مطالب او خبرونه را اخیستي دي. په یوه خبر کې وايي د ولسي جرګې غړو غوښتي چې امتیازات یې دوه برابره کړل شي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، ولسمشر پرون په یوه غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې قانون حاکم دی او ملک الطوایفي ختمه ده. ورځپاڼه بیا لیکي، چې قانون تر پښو لاندې شوی او ډېر کله کارونه په خپل سر تر سره کېږي.

Read 33 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App