د کابل نننۍ ورځپاڼې ۲۰۱۸-۱-۱۰

د کابل نننۍ ورځپاڼې ۲۰۱۸-۱-۱۰

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia):
په کابل کې چاپېدونکې دغه انګلیسي ورځپاڼه وايي، چې د یوه کال په تېرېدو لا هم متحده عربي اماراتو افغانستان ته خپل سفیر نه دی استولی. د اماراتو سفیر جمعه الکعبي تېر میلادي کال په همدې میاشت کې په کندهار کې په یوه برید کې ووژل شو. په سرلیکنه کې وايي، حکومت د برېښنايي پېژندپاڼو په برخه کې تر قانون وړاندې سیاسي مصلحتونو ته مخه کوي. د لیکوال په خبره د حکومت دنده ده، چې قانون پلی کړي، نه دا چې سیاسي مصلحتونو ته مخه کړي او قانون تر پښو لاندې کړي.

مسیر:
ورځپاڼه په لومړني خبر کې لیکي، چې عبدالله عبدالله د مافیا په ګټه د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې د ځنډ ملاتړ کوي. همدا راز په سرلیکنه کې بیا وايي، چې د ملي یووالي حکومت د بلخ والي عطا محمد نور ته بې وخت او بې ځایه حوصله کوي، نو ښه ده چې دغه مسئله یو طرفه کړي.

ویسا:
ورځپاڼه په خپله سرلیکنه کې وايي، چې په افغانستان کې د ناندریو د پارولو په برخه کې د جان کیري نسخه بریالۍ را ووته او ټول هېواد یې له کشمکشونو ډک کړ. همدا راز په یوه خبر کې د نشنل انټرسټ له قوله لیکي، چې د افغانستان راتلونکی د امریکا د ناسمو پالیسیو له امله تیاره برېښي.
۸ صبح:
ورځپاڼې د ګیلاني او نبیل تر منځ وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده. نبیل ادعا کړې، چې ګیلاني غواړي د حقاني شبکې ځینې غړي خوشي کړي. په سرلیکنه کې بیا وايي، چې اساسي قانون ته بې احترامي اوج ته رسېدلې ده او ددې لړۍ باید مخه ونیول شي.

Read 41 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App