لیکنې

Latest News

د خبرو زورور او د عمل ناتوانه حکومت

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 04:09

لیکوال: لمر افغان-


پوره دوې میاشتې او دوې ورځې وړاندې د ډسمبر په ۱۸ نېټه د بلخ والي عطا محمد نور له دندې ګوښه کړل شو او استعفا یې ومنل شوه. ولسمشر غني د هغه مخکې له مخکې اخیستې استعفا لاسلیک کړه او عطامحمد نور د کاغذ پر مخ له دندې ګوښه کړل شو. خو د دوو میاشتو او دوو ورځو په تېرېدو لا هم عطا محمدنور په عملي توګه د بلخ د چارو واګې په لاس کې لري. هغه لا هم د یوه سرکښ حاکم په څېر حکومت کوي او د مرکزي دولت اوامرو ته ځان تابع نه بولي. نور د پوځي زورازمایۍ ګواښ کړی دی او په وینا یې که حکومت یې پر وړاندې اقدام وکړي، نو پوځ به تجزیه شي. عطامحمد نور هغه څېره ده چې له ۱۳ کلونو راهیسې یې د هېواد په چارو اغېز پرېيښی دی. هغه په لومړي سر کې دومره ځواکمن کس نه و خو د امریکا بې پرسه پیسو د دې جوګه کړ چې په جمعیت ګوند کې ځانګړی ځای خپل کړي.
امریکايي پیسو ډېرو کسانو ته ښکر ورکړل او دوی هم له خپلو ښکرو د دې ملت په وژلو کې کار واخیست. د امریکا د ملاتړ او پیسو له برکته هغه کسان چې پیاده به یې مزلونه کول، په وږي نس به ویده کېدل، د بنګلو او پیسو خاوندان شول او وپړسېدل. دوی د پردیو اجنډاوې واخیستې او د پردیو لپاره یې کار پیل کړ. عطا محمد نور د همدې کسانو په ډله کې د میلیاردونو ډالرو خاوند شو، د زرګونو ډالرو ساعت یې په لاس کړ او د نړیوال ژورنالېست په مخ کې یې د خبرو پر مهال وویل چې دی په خپله یو ځواک دی او هېڅوک یې د لرې کولو توان نه لري.
د نافرمانۍ دا لړۍ همدلته ختمه نه شوه، په وروستیو ورځو کې په شمال کې د پراته ولایت بل لرې کړل شوي والي عبدالکریم خدام هم د ولسمشر له فرمان سرغړونه وکړه. حکومت لا یوه ستونزه حل کړې نه وه چې بله رابرسېره شوه. خدام وویل چې د جمعیت ګوند غړی دی او دغه څوکۍ د ګوند له برخې ور رسېدلې. ده په یو ډول اعتراف کړی دی چې د لیاقت له مخې نه بلکې د ګوند له سهمیې څوکۍ ور رسېدلې ده. اوس یې که څوکۍ هر ډول تر لاسه کړې ده، خو وایي چې ولسمشر یې د لرې کولو توان نه لري.
د ملي یووالي حکومت مشران تر ډېره د خبرو او کمپاینونو پادشاهان دي خو په عمل کې یې بایللې ده. دوی هېڅ وخت نه دي بریالي شوي چې له ملت سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او عمل ورباندې وکړي. د وروستیو لرې کړل شوو دوو والیانو سرنوشت هم همداسې دی. ولسمشر دوه میاشتې مخکې د بلخ والي له دندې ګوښه کړ، خو لا یې هم په عملي توګه هغه له ولایت مقام نه دی اېسته کړی او نوی والي یې نه دی معرفي کړی. دولت واک لري، وسله وال پوځ مکلف دی چې د ولسمشر فرمان عملي کړي، محاکم باید د هغه د فرمانونو تطبیق تعقیب کړي او د نه عملي کېدو په صورت کې یې باید نه عملي کوونکو ته جزا ورکړي. خو دلته په هر څه کې ګډوډي ده. هر څه د یوې هوکړې له مخې رامنځ ته شوي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي به ویل چې په ۲۰۰۹ کال کې امریکا ترې له جمعیت ګوند سره په ګډه د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه، د ده په خبره د امریکا موخه دا وه چې حکومت ووېشي او د یوه ولسمشر پر ځای دوه ولسمشران وي. هغه وخت امریکا بریالۍ نه شوه، خو اوس یې د ملي یووالي د ناقص حکومت په جوړولو سره خپله دا موخه تر لاسه کړې ده. په حکومت کې یې د یو بل مخالف کسان راټول کړل، هر کس او هر چارواکی یې له دې دواړو په یوه پسې وتاړه، دوی خپلې چارې په سمه توګه نه شي ترسره کولی او اړ دي چې د خپل ځان د بقا لپاره د عبدالله یا غني لپاره کار وکړي.
پولیس، اردو، ملکي مامورین، لويې څوکۍ او بالاخره هر څه وېشل شوي دي، حکومت ځکه پرېکړه نه شي کولی او د هغو کسانو پر وړاندې د اقدام وړتیا نه لري چې له قانون سرغړونه کوي.
په دې مانا چې د جان کیري او امریکا له پلان سره سم، په کابل کې یو کمزوری او متزلزل حکومت جوړ شو، د قومونو ترمنځ نفاق رامنځ ته شو، هر کس د یوه قوم استازی په ګوته شو او د سرکښه افرادو سرغړونو ته زمینه برابره شوه. دا د سرغړونو د لړۍ پیل دی، ښایي سبا د نورو ولایتونو والیان او نور چارواکي هم دغه ډول اقدام وکړي.
کله کله خو داسې اندېښنې را ولاړېږي چې ښايي په منظمه توګه د بهرنیو استخباراتي کړیو او ځینو لویو قدرتونو له لوري د ګران افغانستان د تجزیې هڅې روانې وي. خو په دې کار به د هېواد دښمنان بریالي نه شي. د دوی جاسوسان به په حکومت کې او له حکومته بهر تر ډېره خپلو ورانکارو موخو ته ادامه ور نه شي کړی.
د ملي یووالي حکومت مشرانو په تېره ولسمشر ته هم په کار ده چې د هېواد حساسو شرایطو ته په پام، د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره مټې بډ وهي. هغه د یوه ولسمشر په توګه حق لري، چې خپل فرمان عملي کړي او سرغړوونکو ته جزا ورکړي. ولسمشر دې د هېواد د ژغورلو لپاره یوازې په خبرو او کاغذونو تکیه نه کوي، بلکې په عملي توګه او پوره قوت دې هغه څه عملي کړي چې ویلي یې دي.
برېښنايي پېژندپاڼې دې ووېشل شي، د شفافو ټاکنو زمینه دې برابره شي. سر غړوونکي والیان او نور چارواکي دې د حکومتي او قانوني زور پر مټ له دندو ګوښه شي او وړ کسان یې دې پر ځای وګومارل شي. که ولسمشر دا کار نه شي کولی، نو له افغان ولس سره دې مخامخ خبرې وکړي، نړیواله ټولنه دې دې ته تیاره کړي چې په افغانستان کې له وخت مخکې ټاکنې وشي، پیاوړی ولسمشر واک په لاس کې واخلي، د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې ودرېږي او د یوه واحد او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.
ولسمشر ته په کار ده چې نور د افرادو له محاصرې ووځي، په قوي ګامونو سره دې د افغانانو ژوند وژغوري او هغه څه دې عملي کړي چې د کاغذونو پر مخ یې لیکلي او یا یې له ولس سره په خپلو ژمنو کې یاد کړي دي. که د ا کار نه شي کولی نو له حکومت تلل او دنده پرېښودل یې یوازینۍ او ګټوره لار ده. څو یو وړ کس راشي او د باغیانو پښو ته هتکړۍ واچوي.

ايا غواړی چې ژوند مو ورځ تر بلې ښه شي؟

سه‌شنبه, 01 حوت 1396 04:08

ژباړه: حمیدالله حمیدي-


څومره ستونزمنه ده چې یو کس هر سهار وختي پاڅي، ټوله ورځ کار وکړي، خو بیا یې هم لاس ته هېڅ څه ور نه شي، هېڅ پرمختګ ونه کړي او کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري. ډېر داسې خلک شته چې کار کوي، زيار وباسي خو هېڅ يې لاس ته نه ورځي. اخر ولې؟ ستونزه څه ده؟
هغه کسان چې ټوله ورځ کار کوي باید ورځ تر بلې یې ژوند ښه شي او پرمختګ وکړي، لکه د نورو خلکو په شان. که تاسو هم له دې ډول ستونزو سره مخ وی نو فکر وکړئ، ښايي کومه نیمګړتیا ولری. که دغه نيمګړتيا پيدا او بشپړه کړی، ښايي ژوند مو ورځ تر بلې ښه شي.
ايا د ژوند څرخ خو په شا نه څرخوی؟
ډېر کسان شته چې د ژوند جوړولو پوره هڅه کوي، خو هېڅ ځای ته نه رسېږي. ځکه د دوی کار ډېر دی خو کيفيت نه لري. بل دليل دا دی چې دوی په ځينو داسې شيانو پيسې لګوي چې اړتيا نه ورته لري. د بېلګې په ډول، يو خاوند او مېرمن د اوسېدو لپاره لوی کور کرايه کوي. د کور کرايه کال تر بله پرې لوړېږي، ماشومان يې پيدا کېږي او په دې توګه يې کورنۍ هم لويېږي، خو په عوايدو کې يې هېڅ بدلون نه راځي. دوی له داسې وضعيت سره مخ کېږي چې که د اولادونو نفقې او نورو اړتياوو ته پیسې بېلوي، د کور کرايې ته څه نه ور پاتې کېږي او که د کور کرايه پرې کوي، اولادونه يې وږي پاتې کېږي. پوهېږی ولې؟ ځکه دوی هغه مهال د لوی کور کرايه پرې کوله چې لوی کور ته يې اړتيا نه درلوده او په کوچني کور کې يې ښه ګوزاره کېدای شوه. که هغه پیسې چې پخوا د لوی او مجلل کور په کرايه کولو لګول شوې دي، سپمول شوې وای نو ښايي اوس به يې ستونزې نه درلودې.
له سختیو مه تښتئ
رښتیا ووایئ! کله چې دوه (يو سخت او بل اسانه) انتخاب ولری، کوم يو غوره کوی؟ سره له دې چې د سخت انتخاب په غوره کولو سره به خپله راتلونکې روښانه وينی.
بریا ته رسېدل ستونزمن کار دی. تاسو باید دا ټولې ستونزې وګالی څو ارامه او روښانه راتلونکې ولری. که په ځوانۍ کې له ستونزو وتښتی نو د ژوند تر پايه به د ارام ساه وانخلی او نه به هم موخې ته ورسېږی.
بد عادتونه پرېږدئ
پوهېږی! د ځينو عادتونو پرېښودل دومره سخت نه دي لکه خلک چې فکر کوي. که غواړی چې وزن کم کړی، خو ډېر خوراک مو عادت وي؛ که غواړی سپما وکړی، خو پیسو ته مو لاس نه ټينګېږي؛ که غواړی ډېر درس ووایی، خو ډېر وخت په بېځايه ګرځېدو لګوی او بيا خپلو دې ټولو کارونو ته دلايل او پلمې هم لټوی؛ نو په ياد ولرئ چې د دې ټولو کارونو لامل ستاسو بد عادتونه دي، نه هغه خنډونه او عوامل چې تاسو يې پلمه کوی.
که کلک هوډ ولری، نو کولای شی چې هر څه تر خپل کنټرول لاندې راولی، یوازې له ۳ تر ۴ اونیو وخت او یو څه تکلیف غواړي چې ځينې بد عادتونه مو بدل کړئ.
مهمې دندې مو مشخصې کړئ
له ځان سره فکر وکړئ چې کوم کار مو په ژوند کې بنیادي بدلون راولي، هر یو چې په نظر مهم درغلو، لومړی یې تر سره کړئ.
مهم کارونه په لومړيو دريو مياشتو کې وکړئ
د یاداشت يوه کتابچه جوړه کړئ او د هغه کارونو لپاره مهالوېش جوړ کړئ چې باید تر سره یې کړئ. د دریو میاشتو کارونه مو د اړینوالي او لومړيتوبونو له مخې سره تنظيم کړئ. د بېلګې په توګه، لومړی ټوله میاشت په پام کې ونیسئ او له هغه وروسته اونۍ، هغه کارونه چې ډېر اړین دي همدا نن ورځ یې تر سره کړئ. هره شپه باید د سبا لپاره مهالوېش جوړ کړی.
تر ټولو وړاندې مهم کارونه وکړئ
هره شپه له ځانونو سره ژمنې وکړئ چې سهار له خوبه تر پورته کېدو وروسته بايد مهم او اړين کارونه ترسره کړی. دا د يو قانون په توګه په پام کې ولرئ چې مهم کارونه بايد تر ټولو وړاندې ترسره شي. هېڅ پلمه او هېڅ خنډ بايد د دې سبب نه شي چې تاسو مهم کارونه پرېږدئ او په غير ضروري کارونو بوخت شی.
ځانونه د مهمو کارونو ترسره کولو ته وهڅوئ
د بېلګې په توګه، سبا له یوه مهم کس سره د لیدو وعده لری. په ذهن کې مو داسې تصویر جوړ کړئ چې سبا به له خیره هر څه سم روان وي او ټول کارونه به ډېر ښه پر مخ ځي. یا دا چې غواړی سبا څو مختلفو ځایونو ته ولاړ شی، ځانونه داسې عیار کړئ چې هر یوه ته په خپل وخت رسیده‎ ګۍ وکولای شئ. په دې سره به مو خپل لا شعور ته هر څه په ګوته کړي وي او د خوب پر مهال به هم د سبا لپاره د دې ټولو کارونو ترسره کولو ته تیاری نیسی.
د عمل وخت پر فکر کولو مه ضايع کوئ
فکر او پروګرام جوړول د هر کار لومړی ګام دی؛ خو که د هر کار د کولو لپاره ډېر وخت په نظر کې ونیسی او یا یې په اړه ډېر فکر وکړی دا کړنه به مو د دې لامل شي چې ورو ورو له عمله وروسته پاتې شی. د یو کار په اړه ډېر فکر کول او په کار کې ځنډ کول د دې لامل ګرځي چې ډول ډول پلمې جوړې کړی او بالاخره دې ته يو دليل ومومی چې د کار له کولو ډډه وکړی.
له ځانونو ډېره تمه مه لرئ
که غواړی چې یو نوی کار تر سره کړی خو په دې برخه کې کافي تجربه نه لری، که هر څومره هڅه وکړی بیا به هم له دې کاره د پام وړ لاسته راوړنه ونه لری. د اندېښنې وړ خبره نه ده، ځکه هېڅوک هم په لومړي سر کې مسلکي عمل نه شي کولای. له «نشته» لږ ګټه هم ښه ده. په راتلونکې کې باید له دې څخه زیاته تمه ولری. داسې فکر وکړئ چې د ډېرو لویو کارونو لپاره بايد مهالوېش او پروګرام جوړ کړی، خو تر اوسه لاس پر کار شوی نه یاست.
زیاتره کسان مخکې له دې چې کوم کار پیل کړي، په اړه یې اندېښنه کوي. دوی داسې فکر کوي چې پر وړاندې یې د ستونزو یو دېوال پروت دی، خو که په دې بریالی شو چې کار یې پیل کړ او له نیمایي ور تېر شو، نو پاتې کار به یې ډېر په لېوالتیا سره ترسره کړي.
له کوچنيو برياوو خوند واخلئ
د هر کار له تر سره کولو ورسته، ځانونه نور هم تشویق کړئ او پر کړي کار و وياړئ. کله ناکله خو ځانونو ته ډالۍ هم اخلئ او له ځانونو مننه کوئ. تر هرې کوچنۍ لاسته راوړنې وروسته پر دې فکر کوئ چې څنګه نورې او لويې لاسته راوړنې هم ولری. داسې له يوې خوا هڅول کېږی او له بلې خوا د کار کولو لپاره لا ډېره انرژي مومی.

جمعیت ګوند د روان بحران یو لوری

دوشنبه, 30 دلو 1396 03:53

لیکوال: لمر افغان-


کله چې د طالبانو تر سقوط وروسته په افغانستان کې د یوه ډیموکراتیک حکومت د جوړولو زړي کرل کېدل نو تر ډېره د واک ورکولو اصلي کسان د شمال ټلوالې غړي بلل کېدل. دوی امریکا ته د طالبانو ضد جګړه کې او همدا راز تر هغه وړاندې ډېر خدمتونه کړي وو. د شمال ټلوالې غړي د امریکا په مرسته روزل کېدل، دوی ته پیسې ورکول کېدې، دوی ته وسلې او تجهیزات برابرېدل نو له امریکا سره د شمال ټلوالې د غړو اړیکې ډېرې قوي او ژورې وې. کله چې موقت حکومت جوړېده هغه مهال هم امریکا تر ډېره تکیه پر شمال ټلواله کوله او نه یې غوښتل د دغه خلکو خدمتونه بې جبرانه پاتې شي.
هغه وخت امریکا دوی راوستل، غټ پوسټونه یې ورکړل، په نامه یې ویلي چې د حکومت مشري باید له پښتنو سره وي، خو واک ټول د شمال ټلوالې په لاس کې و. د شمال ټلوالې غړي ځانونه د افغانستان د ټولو قومونو په تېره تاجکو وروڼو استازي بولي. د تاجکو وروڼو په نامه امتیازات اخلي او ټول یوې وړې درې ته وړي. په داسې حال کې چې تاجک یو ستر قوم دی او د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ژوند کوي. په شمال ټلواله کې په ډېر ندرت د بل ولایت کس پیدا کولی شئ چې هغه یوه موقف ته رسېدلی وي. له موقتې ادارې وروسته جمعیت ګوند هڅه کوله خپلې پښې قوي کړي. دوی له همغه پیله د روان بحران یوه برخه وو. ښايي امریکا په دې پوهېدله چې د دغه ګوند کسان به د دوی په پلانونو کې چې د بې اتفاقۍ راوستل، د قومونو تر منځ نفاق او دې ته ورته مسایل دي، په درد وخوري. دوی یې شتمن کړل، لویې پروژې یې ورکړې، دوی ځمکې غصب کړې، دوی د جهاد په نامه د ملت وینې وزبېښلې او د ملت له پیسو یې د ملت پر ځمکه لویې ودانۍ جوړې کړې.
پخوانی حکومت هم د جمعیت ګوند له ډول ډول فشارونو سره مخ و، حکومت نه کوم والي لرې کولی شوای، نه یې د شمال ټلوالې په نامه په نومول شوي وزارت کې ادلون بدلون راوستلی شوی او نه یې هم د جمعیت ګوند د کسانو د فساد دوسیې څېړلی شوی. اوسنی حکومت هم دې ته اړ شو چې له جمعیت ګوند سره ټول حکومت نیم په نیمه ووېشې. ډاکټر عبدالله چې د وېش په پيل کې د جمعیت ګوند استازی و، د دغه ګوند له نیمايي برخې د ولسمشرۍ دعوه کوي او وايي چې ولسمشر د ده په لاسلیک واک ته رسېدلی دی. دغه ګوند څو وزارتونه نیولي دي، ولایتونه لري، د وزارتونو مرستیالان لري، د والیانو مرستیالان لري، نظامي کسان لري او په نورو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې نږدې ټول کارکوونکي د دغه ګوند له لوري لېږل شوي دي.
د ملي یووالي حکومت له لومړي سره لړزانده ګامونه اخیستي دي. دا سمه ده، چې ښايي د هېواد په ادارو کې د جمعیت ګوند کم کاره کسان دنده تر سره کړي. یا د عطا محمد نور په څېر کسان هم د دغه ګوند غړي وي، چې کلونه کلونه یې د یوه ولایت پر ټولو عایداتو خېټه اچولې ده، خو له دندې د دوی د لرې کولو لړۍ ځانګړو تدابیرو ته اړتیا لري. ولسمشر تل په پرېکړو کې ځنډ کړی دی که يې پرېکړه کړې هم ده، په عملي کولو کې یې ځنډ کړی دي. ښې بېلګې یې د بلخ ولایت په اړه پرېکړه وه او همدا راز د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش مسئله. ولسمشر ته نه وه پکار چې په لومړي سر کې د بلخ والي له سرپرستۍ بېرته رسمي والي کړي، بیا یې چې والي کړ، بېرته یې په کوم دلیل له دندې لرې کړ؛ باید ولس ته یې واضح کړې وای. بیا چې له دندې لرې کړل شو، باید ژر تر ژره د پرېکړې د عملی کولو لپاره اقدامات شوي وای. ځکه مار چې لنډی شي بیا بد ګوزار کوي. اوس هغه په بلخ ولایت کې د رسمي والي په توګه کار کوي او دې ته تیاری نیسي چې څه ډول په کابل ښار کې یوه ګډوډي جوړه کړي. ان وايي د دې احتمال شته چې د ولسمشر غني حکومت ړنګ کړي. نو اوس یو والي چې ولسمشر ته دومره ستر خبرداری ورکوي، ولسمشر یې پر وړاندې چوپ وي، دا انارشي څوک زغملی شي؟
په عطا محمد نور پسې جوخت د جمعیت ګوند بل غړي عبدالکریم خدام هم ویلي چې د ولسمشر امر نه مني او خپلې دندې ته ادامه ورکوي. خدام د ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ له دندې لرې کړل شوی دی او پر ځای یې بل والي ټاکل شوی دی. خدام هم د جمعیت ګوند غړی دی، په خټه ترکمن دی او په وینا یې دا څوکۍ ورته د حکومت او جمعیت ګوند په هوکړه کې د ترکمن قوم په استازیتوب رسېدلې ده او څوک یې له دندې نه شي ګوښه کولی.
ده هم ویلي چې د دندې د پرېښودو او یا نه پرېښودو لپاره د جمعیت ګوند د رهبرۍ پرېکړې ته منتظر دی. د جمعیت ګوند په اصطلاح مشر صلاح الدین رباني هم په دې موضوع غبرګون ښودلی. د ده په خبره جمعیت ګوند خپلو ترکمنو غړو ته درناوی لري او د خدام په اړه د حکومت پرېکړه د زغم وړ نه ده. دا تازه د لوبې پیل دی، په هېواد کې د ورته اقداماتو له امله قومي ستونزې را ولاړېږي. ولسمشر د فرمانونو په عملي کولو کې ځنډ کوي او مخالفین یې له موقع په استفادې د ولس له احساساتو کار اخلي او ولسمشر په تعصب تورنوي. ولسمشر هم د لرې کړو والیانو لامل نه په ګوته کوي، ناکام والیان له یوه ځایه بل ته لېږدوي. حکومت ځان ته کندې کیندي، خو یوه یې ډکه کړې نه وي چې د بلې په کيندلو پیل کوي. لومړی یې باید د عطا محمد نور مسئله روښانه کړې وای بیا به یې د نورو والیانو په لرې کولو لاس پورې کړی و. همداسې ښه به وه چې په وخت یې د الکټرونیکی پېژندپاڼو مسئله حل کړې وی اوس به پر یوه ستونزه د فکر کولو وخت پاتې و. حکومت ټول شیان یوه ځای ته را ټول کړي دي او ځان یې له بلا سره په جوال کې اچولی دی.
په هېواد کې که څومره طالبانو، داعشیانو یا د بهرنیو استخباراتو غړو د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې ده په همدې کچه جمعیت ګوند هم ستونزې جوړې کړې دي. دوی د خلکو لپاره د امتیازونو د اخیستلو تر نامه لاندې، په شخصي ګټو پسې وتلي دي. طالبان د ټوپک په زور د پرمختګونو مخه نیسي، خو دوی یې د شله ګۍ، بې مخۍ او سپین سترګۍ په مټ نیسي. حکومت ته پکار ده چې د ګوند له لوري د غیر قانوني امتیازاتو د اخیستلو لپاره عملي اقدامات وکړي او هغه څه له ملت سره شریک کړي چې حقیقت دي او یاد ګوند یې له امله ستونزې جوړوي. خلکو ته دې دا وښيي چې د دغه ګوند ځینې غړي د خلکو په نامه د خپلو ځانونو او اولادونو لپاره څه غواړي او ولې یې غواړي؟ حکومت چې څومره له دغه کړۍ سره په پرده کې پټ روان وي دومره یې په زیان ده او څومره چې د ځينو کسانو په اړه له زغم کار اخلي دومره ملي ګټو ته تاوان رسوي. دا سمه ده چې په جمعیت ګوند کې به ښه کسان هم وي، خو هغه په خپل ځای ناست دي، ملي ګټې ورته تعریف لري او د هېواد د ابادۍ او سر لوړۍ لپاره یې کار کړی دی. خو دغه ګوند له داسې کسانو خالي هم نه دی چې د هېواد د بربادۍ لامل دي، د کورنیو جګړو لپاره یې زمینه برابره کړې ده او اوس هم بې عدالتیو ته زمینه برابروي. تر ټولو ښه ګوندونه هغه دي چې ولس ته خدمت وکړي، نه هغه چې د ګوند په چوکاټ کې خلک د افرادو ګټې وپالي او ولسونه له بدې ورځې سره لاس او ګرېوان وي.
جمعیت ګوند په هر حالت کې د روان وضعیت یوه برخه دی. که د دغه ګوند غړي حکومت ناکاره بولي، نو باید وویل شي چې نیم حکومت د دوی په لاس کې هم دی، دوی د دغه حکومت د بریاوو او ناکامیو یو لوری ګڼل کېږي او دوی دي چې اوسنی وضعیت یې په هېواد کې روان کړی دی.

لس کارونه، چې پر غوره مدير مو بدلوي

دوشنبه, 30 دلو 1396 03:52

ژباړه: عطا محمد میاخېل

 

په دې لیکنه کې د لسو کارونو یادونه شوې چې په کولو سره یې غوره مدیر کېدای شی. نن یې یو او سبا یې بل وټاکئ، د دوو اونیو په لړ کې به غوره مدیر شی.
۱ - تر ټولو غوره کسان وټاکئ
تاسو د یوه مدیر په توګه یوازې هومره ښه یاست چې د ټیم غړي مو ښه وي. له هماغه پیله د غوره افرادو په ټاکلو سره د خپلې بريا چانسونه ولټوئ. د هغو پوښتنو په اړه چې په کاري مرکو کې پوښتل کېږي، مطالعه وکړئ څو پوه شی چې يوې دندې ته څنګه مناسب کسان موندل کېږي.
۲- انګېزه بښونکي اوسئ
موږ هغه کارونه ترسره کوو چې غواړو ترسره یې کړو. ځينې وخت غواړو داسې یو کار وکړو چې نه ترسره کول یې زموږ په زيان تمامېږي.
د کارکوونکو په اړه هم همداسې ده، دوی د ډېرو پیسو، اعتبار او یا شهرت لپاره ښه کار کوي.
د دې لپاره چې خپلو افرادو ته انګېزه ورکړی، نو بايد پوه شئ چې هغوی څه غواړي او څنګه کولای شی چې غوښتنې يې ور پوره کړی. که مو دا پوښتنې حل شوې نو کارکوونکي به مو هغسې کار کوي چې تاسو يې غواړی.
۳- ښه کارډله جوړه کړئ
دا چې کارکوونکي په کار کې د بریاليتوب انګېزه ولري بسنه نه کوي، هغوی باید د یوه ټیم په توګه د یو بل تر څنګ کار وکړي، تر څو کارډله خپلو موخو ته ورسوي. که له هغوی غواړی چې په یوازېتوب سره خپل کارونه ترسره کړي، نو د مدير په توګه ستاسو د دندې دوام ته اړتيا نه پاتې کېږي.
۴- یوازې مدیريت نه، بلکې رهبري هم وکړئ
تاسو خپله کارډله له غوره کسانو څخه جوړه کړې ده. د ښه او اغېزناک فعاليت لپاره مو هغوی ته انګېزه ورکړې ده؛ خو تر څو چې انګېزه په موخه بدله نه کړی او د ټینګښت لپاره یې ټیم رهبري نه کړی، نو انګېزه به بې ارزښته وي. څه چې یو مدیر له خپلو سیالانو څخه جلا کوي، د افرادو په رهبرۍ کې د هغه وړتیا ده. په یاد ولرئ چې رهبران د سازمان په ټولو سطحو کې پیدا کېږي، نو یو له هغوی تاسو اوسئ.
۵- د اړیکو ټينګولو مهارتونه ترلاسه کړئ
ښایي د اړیکو ټينګول د یوه مدیر تر ټولو غوره مهارت وي. که چېرې ونه شی کولای چې خپل لیدلوری نورو ته ولېږدوی، نو وبه نه شی کولای چې رهبري وکړي. که چېرې افراد پوه نه شي چې څه غواړی، نو نه شی کولای چې هغوی ته انګېزه ورکړی. کولای شو د اړیکو ټينګولو مهارتونه په تمرين کولو سره پياوړي کړو.
۶- پیسې سمې مديريت کړئ
د دې لپاره چې یو شرکت خپلو کارونو ته دوام ورکړلی شي، نو بايد شتمنۍ يې سمې مديريت شي. مطلب دا چې د شرکت عوايد بايد تر لګښتونو کم وي. د پيسو او شتمنيو مديريت په تاسو پورې تړلې چاره ده او همدا تاسو ياست چې په ښو پرېکړو او اقداماتو سره له ځان او خپلو کارکوونکو سره مرسته کولی شی.
۷- وخت سم مديريت کړئ
احتمالاً له تاسو سره د پيسو په پرتله وخت کم دی. نو څومره چې کولای شی، وخت سم مديريت کړئ.
۸- د ځان خيال ساتئ
پر خپلو کارکوونکو دومره تمرکز مه کوئ چې خپل ځان هېر کړئ. د خپلې کمزورۍ ټکي پیدا کړئ او له منځه یې یوسئ. که دا ليکنه لولئ، نو مانا دا ده چې د ځان خيال ساتی.
۹- اخلاقي اصول مه هېروئ
د ځينو شرکتونو او لويو کمپنيو رسوايانې د دې پوښتنې څرګند ځواب دی چې اخلاقي معيارونه او ارزښتونه په مديريت کې څومره رول لري.
۱۰- ارام او استراحت وکړئ
که تر ذهني فشارونو لاندې ياست نو د مدير په توګه به مو کار ډېر اغېزناک نه وي. په دغه صورت کې حوصله نه شی کولی، پر خپلو کارکوونکو به ډېره غوسه کوی او پر داسې څېره به بدل شی چې خلک درڅخه په وېره کې وي.
له همدې کبله سپارښتنه کېږي چې اعصاب مو آرام کړئ، تفريح ته وخت ومومئ او هڅه وکړی چې خپل له لاسه ورکړی اغېز بيا ومومی.

Popular News

لیکوال: لمر افغان- پوره دوې میاشتې او دوې ورځې وړاندې…
لیکوال: لمر افغان- ولسمشر او د ملي یووالي حکومت له…
رحمت الله جمالزی دا څه ډول منطق دی؟ وايي افغانستان…
له حامد کرزي سره د ټريبيون ورځپاڼې مرکه. ژ: لطف…

د سوېلي اسیا پوهنتون سکالرشیپونه

یکشنبه, 29 دلو 1396 04:01

نظیم سمون-


د سوېلي اسیا پوهنتون (SAU) د ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ تعلیمي کال لپاره سکالرشیپونه اعلان کړي دي. د سوېلي اسیا پوهنتون د سوېلي اسیا د همکاریو سازمان (SAARC) د غړو هېوادونو ګډ پوهنتون دی چې د هند په ډیلي ښار کې موقعیت لري. دغه پوهنتون د سارک د اتو غړو هېوادونو (افغانستان، بوتان، بنګله دېش، پاکستان، سریلانکا، مالدیف، نیپال او هند) له لوري تمویلېږي. دا یو معتبر نړیوال پوهنتون دی چې د کمپیوټر ساینس، اقتصاد، حقوقو، نړیوالو اړیکو، ټولنپوهنې، بایوټکنالوژي او ریاضیاتو په برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه لري. د نوملیکنې بهیر پیل شوی او تاسو کولای شی چې د www.sau.int وېب پتې له لارې په انلاین بڼه نوملیکنه وکړی، وروستۍ نېټه یې د روان میلادي کال د مارچ تر پنځه ویشتمې پورې ده. ټاکل شوې چې د اپرېل پر پنځلسمه د شمولیت ازموینه واخیستل شي. شرایط یې ساده دي، د انګلیسي ژبې کوم نړیوال سند لکه ټافل یا ایلټس ته اړتیا نه شته، بلکې پر ځای یې په اړونده برخه کې تخصصي ازموینه اخیستل کېږي.
له افغانانو څخه به په پلازمېنه کابل کې ازموینه اخیستل کېږي. ازموینه یې په لیکلې بڼه اخیستل کېږي، ۱۰۰ پوښتنې دي او هره پوښتنه څلور ځوابونه لري. د ازموینې ۷۰ سلنه پوښتنې د هغه مسلک یا پوهنځي اړوند دي چې تاسو انتخاب کړی. پاتې ۳۰ سلنه پوښتنې د سارک حوزې د غړو هېوادونو د تاریخ، جغرافیې او سیاسي حال و احوال په اړه دي چې تر ډېره عمومي بڼه لري. همدارنګه د سارک سازمان په اړه هم ځینې عمومي پوښتنې راځي.
۱. شرایط
- د سکالرشیپ د ترلاسه کولو لپاره یوازې د سارک سازمان د غړو هېوادونو اتباع نوملیکنه کولای شي؛
- د ماسټرۍ پروګرام لپاره د لېسانس او دوکتورا لپاره د ماسټرۍ سندونو لرل شرط دي؛
- د لېسانس دورې نمرې باید له پنځوس سلنې کمې نه وي؛
۲. اسانتیاوې
د جنوبي اسیا پوهنتون په ټوله کې ټولو هغو کسانو ته چې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د داخلې د پروسې تر بشپړېدو وروسته د پوهنتون له درسي بهیر سره یو ځای کېږي، سکالرشیپ ورکوي. خو دغه سکالرشیپونه په لومړي کال د شمولیت په ازموینه کې او په دویم کال کې د سمستر په ازموینه کې د محصل وړتیا ته په کتو ډلبندي شوي دي. په ټوله کې درې ډولونه سکالرشیپونه لري:
لومړی- پرېزېډنټ سکالرشیپ (President's Scholarship):
دغه سکالرشیپونه چې شمېر يې ډېر محدود دی، په هر پوهنځي کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د شمولیت په ازموینه کې یې د ټولو ګډونوالو له منځه ښې نومرې اخیستې وي. په دې سکالرشیپ کې د زده کړو بشپړ فیس (ټوېشن فیس)، وړیا ليليه او هره میاشت ۷۰۰۰ هندي کلدارې د جېب خرڅ په توګه شامل دي.
دویم- سېلور جوبیلي (SAARC India Silver Jubilee Scholarships)
دغه بورسونه د افغاستان، بنګله دېش، نيپال, بوتان او مالديف اتباعو ته ورکول کېږي، ټولټال ۱۰۰ سکالرشیپونه دي چې ۷۵ د ماسټرۍ او ۲۵ یې د دوکتورا لپاره دي. د دې بورس ګټې هم د لومړي هغه په څېر دي: ټوېشن فیس، وړیا لیلیه او ۷۰۰۰ هندي کلدارې میاشتنی جېب خرڅ.
درېیم- مېرټ سکالرشیپ (SAU Merit Scholarship):
دغه سکالرشیپونه په هره څانګه کې پنځو هغو محصلانو ته ورکول کېږي چې د شموليت په ازموينه کې یې په ترتیب لوړې نومرې اخیستې وي.
روغتیايي بيمه:
پوهنتون د زده کړو په جریان کې د محصل د ناروغۍ لګښت پر غاړه اخلي. دغه لګښت د بیمې د ځانګړي سیستم په چوکاټ کې محصل ته ورکول کېږي. د دې بیمې ارزښت شاوخوا ۱۵۰ زره هندي کلدارې دی.
کتابتون:
پوهنتون د محصلانو لپاره فزیکي او برېښنايي کتابتونونه لري. پر دې سربېره، د جنوبي اسیا پوهنتون د نړۍ له ګڼو علمي مرکزونو، ژورنالونو او ډېټابېسونو سره قرارداد لري، چې محصل کولای شي د پوهنتون د انلاین کتابتون له لارې له یادو منابعو څخه وړیا مقالې او نور درسي مواد کاپي یا ډانلوډ کړي. پوهنتون همدارنګه د مطالعې لپاره ځانګړې خونه هم لري.
لیلیه:
پوهنتون د هرو دریو محصلانو لپاره یوه خونه ځانګړې کړې ده. په دې خونه کې د هر کس لپاره یو مېز، یوه د جامو المارۍ، یو چپرکټ او یوه د کتابونو المارۍ ځانګړې شوې دي، همدارنګه له خونې سره متصل یو تشناب هم شته.
خوړنځی:
په پوهنتون کې خوړنځی (Mess) شته چې محصلانو ته په ارزانه بیه درې وخته ډوډۍ ورکوي. له یوه محصل څخه په میاشت کې لږ تر لږه درې زره کلدارې پر ډوډۍ خوړلو مصرفېږي. په پوهنتون کې د محصل یوازېنی مصرف همدا ډوډۍ او یوه اندازه قرطاسیه او د درسي موادو چاپ یا کاپي کول دي.

۳. د نوملیکنې پروسه
د نوملیکنې پروسه ډېره ساده ده. د www.sau.int وېب پاڼې ته ورشئ. د پاڼې ښي لاس ته یوه ځانګړې کړکۍ جوړه شوې، هلته پر ADMISSIONS FOR THE 2018 - 19 ACADEMIC SESSION باندې کلیک وکړئ، بیا ورپسې ښي لاس ته د پاڼې په منځنۍ برخه کې پر سور رنګ لیکل شوي Apply باندې کلیک وکړئ، بیا د Apply پر آپشن کلیک وکړئ او ځان ته یو حساب یا اکونټ پرانیزئ، د اکونټ تر جوړولو وروسته د فورمې ډکولو لپاره Log in شئ، په فورمه کې خپل شخصي او تحصیلي معلومات درج کړئ او په وروستۍ برخه کې د راجسترېشن فیس په نامه در نه لس ډالره پیسې غواړي. که چېرته انلاین بانکي خدمتونو ته لاسرسی لرئ، نو له همدې لارې یې تحویل کړئ او که نه وي، نو څومره فورمه مو چې ډکه کړې هغه save as draft کړئ او لاړ شئ د پوهنتون بانک اکونټ را واخلئ، د وېسټرن یونین خدمتونو له لارې یاد اکونټ ته پیسې ولېږئ او هغه سلېپ یا تعرفه سکن کړئ او د پوهنتون رسمي ایمېل ته یې ولېږئ، د ایمېل تر استولو وروسته به تاسو ته د فورمې د finish اپشن روښانه شي او په دې توګه خپله فورمه واستوئ. د نورو معلوماتو لپاره دغه لینک پرانیزئ:
http://sau.int/admissions/admission-notice-2018.html
۴. اړین اسناد
د نوملیکنې پر مهال د لاندې اسنادو سکن کاپي له ځان سره ولرئ:
۱. پاسپورټ
۲. تذکره
۳. د خپل لاسلیک سکن شوې کاپي
۴. عکس
د یادونې ده چې د اسنادو سکن کاپي مو له ۳ اېم بي زیات وزن ونه لري.

ځيرکې عينکې چې مجرمين ترې خلاصون نه لري

چهارشنبه, 25 دلو 1396 09:00

ژباړه: حمیدالله حمیدي-


ټکنالوژي ورځ تر بلې په بشري ژوندانه کې اسانتیاوې رامنځته کوي. انسانان اوس پر هغه څه برلاسي شوي دي چې پخوا یوازې یو خیال او د ځینو لپاره غیر ممکن ښکارېدل. نوې ټکنالوژي اوس د ژوند په هره برخه کې د لمس وړ ده چې پر مټ یې انسانان کولی شي د کلونو کارونه یوازې په یوه ورځ او یا له دې هم په کمه موده کې ترسره کړي. کمپیوټر، طبي عصري وسایل، ځیرک موبایلونه او زرګونه دې ورته نور وسایل چې پر نوې ټکنالوژۍ سمبال دي، نننی انسان ترې د ژوند د اسانتیا لپاره ګټه اخلي.
اوس تازه د چین ځانګړو پولیسو له داسې عینکو څخه ګټه اخیستل پیل کړي چې په ډېرې اسانۍ او اتومات ډول هغه مجرمین پېژني چې دوی یې په لټه کې دي. دغه عینکې د ثانیې په نیمه برخه کې مجرم کس سکن کوي او ټول معلومات یې له پولیسو سره د شته معلوماتو سره پرتله کوي.
دغه ډول عینکې د لومړي ځل لپاره په هغو تمځايونو کې وکارول شوې چې ګڼ شمېر خلک پکې د تګ راتګ لپاره را ټولېدل. پولیس توانېدلي چې یوازې په یوه ورځ کې د اتو لویو پېښو مجرمین له دې لارې وپېژني. دغه راز دوی توانېدلي چې په همدې ورځ ۲۶ هغه کسان هم ونیسي چې له جعلي هویتونو څخه یې ګټه اخیسته.
دا ډول عینکې په نوې ټکنالوژۍ تجهيز دي چې چینایي پولیس ترې په امنیتي چارو کې ګټه اخلي. که څه هم چې د دې ډول عینکو کارونه تر اوسه په چین کې ډېره محدوده ده، خو ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به د چین په ګڼو هغو ښارونو کې هم ترې کار واخيستل شي چې د مجرمینو تګ راتګ پکې ډېر محسوسېږي. دغه راز ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۰ زېږديز کال پورې به د چین په ښارونو کې له ۶۰۰ میلیونو داسې ځېرکو کمرو ګټه واخیستل شي چې وکولی شي په اتومات ډول مجرمین تشخيص کړي.
د والسټرېټ ژورنال د راپور له مخې دغه ځیرکې عینکې یوه چینایي شرکت (LLVision Technology) طرحه او جوړې کړې دي. عینکې د یوه ځانګړي سافټوېیر له لارې له ځیرک موبایل سره داسې تړل شوې دي چې اخیستونکي معلومات د امنیتي ادارو له معلوماتو سره په ډېرې چټکۍ سره پرتله کوي او د ثانیې په نیمه برخه کې یې پایله را وباسي. که اخیستونکي معلومات د امنیتي ادارو له معلوماتو سره، چې د مجرم کس په اړه لیکل شوي سر وخوري، د ځانګړي زنګ په کولو سره پولیسو ته خبر ورکول کېږي او جزئيات يې د هغه د موبايل پر سکرين ښودل کېږي.
د دې عینکو بیه ۶۳۵ ډالره ده، خو د څېرې د پېژندلو د دقت له پلوه یې بیې بیا توپیر کوي. د دغو عینکو ډيزاينونه هم ډېر ښکلي دي. یو څه چې باید وویل شي، د عامو وګړو لپاره دغه عینکې یوازې د دې لپاره دي چې د فېشن په توګه یې وکاروي کومه بله ګټه نه کوي، خو اصلي کمال یې بیا په دې کې دی چې باید د ځانګړې موخې لپاره وکارول شي چې هغه بیا یوازې د پولیسو او امنیتي ادارو دنده ده.
د راپور پر بنسټ د دې عینکو جوړوونکی شرکت وایي، دغه عینکې کولی شي له سلو میلي ثانیو څخه په کمه موده کې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان تر سترګو تېر کړي. دې شمېرې ته په کتو سره که په ټوله ورځ کې له دې عیکنو کار واخیستل شي، د سکن شویو کسانو شمېر به لایتناهي وي.
له دې سره په څنګ کې ځینو چینایي وګړو د پولیسو له خوا د دې ډول عینکو په کارولو غبرګون هم ښودلی دی. دوی وایي، له دې وروسته د هېڅ چینایي وګړي شخصي حریم خوندي نه دی، بلکې پولیس کولی شي د هر وګړي شخصي معلومات، پانګه، بانکي اکونټ، پخواني او اوسني جرمونه، ناروغۍ او دې ته ورته نور هغه څه چې چینایي وګړي یې له یوه او بل پټ ساتي معلومات تر لاسه کړي. خو چینایي امنیتي چارواکي بیا وایي، دوی دومره وزګار نه دي چې د خلکو شخصي حریم ته د ننه شي او نه به هم کوم داسې څه تر سره کړي، ځکه دا یې د دندې کومه برخه نه ده، بلکې موخه یې له دې کار څخه یوازې د خپل هېواد او وګړو د امنیت خوندي کول دي.

کرغېړن ډيورنډ او ناولې برېټانیا

چهارشنبه, 25 دلو 1396 08:56

لیکوال: لمر افغان-


ډیورنډ هغه فرضي کرښه ده چې یو ملت یې دوه ځایه کړی دی او له لسیزو راهیسې یې په سیمه کې ناندرۍ جوړې کړې دي. دلته یې د یوې ژبې او فرهنګ خلک په دوو برخو ووېشل او له کلونو مبارزې سره سره دغه کرښه له منځه یو نه وړل شوه. دا کرښه داسې وخت رامنځ ته شوه چې د ننه په افغانستان کې حاکم نظام ستونزې لرلې. د امیر ناروغ زوی له زندان را و ایستل شو، د ختیځ په لور روان کړل شو او داسې یوه مسئله له ولس سره تر مشورې پرته د هغه پر وړاندې کېښودل شوه چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یې حیاتي ارزښت درلود. له حقوقي اړخه هم دغه سند باطل دی ځکه د امیر زوی له زندانه ایستل شوی و، اکثریت افغانانو بیعت نه و ورسره کړی او د سیمې د روان وضعیت په اړه یې هېڅ ډول معلومات نه درلودل.
بله موضوع دا ده چې هغه وخت دا فرضي کرښه یوازې او یوازې د ځينو مهالنیو مسایلو لپاره رامنځ ته شوه د دایمي پولې ارزښت او مقام یې نه درلود. له برېټانوي هند سره دا هوکړه شوې وه او اوس له پاکستان سره د دې هوکړې هېڅ ډول قانوني ارزښت نه دی موجود. ځکه دغه کرښه رسمي نه ده او نه یې هم څوک رسمي ګڼلی شي. دا سمه ده چې په کور د ننه د پردیو ځينې جاسوسان شته او وخت ناوخت د دغه مهم ملي ارزښت په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کوي، خو حقوقي کارپوهان او نړیوال مبصرین په دې پوهېږي چې دغه کرښه حقوقي ارزښت نه لري او پر هغه د پاکستان اوسني اقدامات غیر حقوقي او غیر قانوني دي.
د دغه فرضي کرښې په رامنځ ته کېدو سره افغانانو په تېره پښتنو ته ستره ضربه واوښته. لومړی خو دا چې افغانستان خپله ستره برخه خاوره، چې هغه د اوسني وخت د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره خورا مهمه وه، له لاسه ورکړه. بله ضربه یې دلته پراته ستر پښتون ټبر ته ده. پښتون ټبر د لرغونې اریانا له پېره تر دې دمه په دې سیمه کې ژوند کوي. دغه لرغونی اریايي ټبر د ژبې او فرهنګ د رېښو له پلوه اریايي قومونو ته رسېږي او پر همدې بنسټ په دې سیمه کې له پېړیو راهیسې ژوند کوي. دوی د سیمې له هېوادونو سره د فرهنګونو په رامنځ ته کولو او همدا راز په سیمه کې د تمدن او فرهنګ په بنسټيز کولو کې هڅه کړې ده او د ټولو تېرو تاریخي پېښو په اوږدو او تکامل کې یې بنسټیز او مهم رول لرلی دی.
سره له دې چې دغه ستر او تاریخي ټبر د تاریخ په اوږدو کې له سترو تاړاکونو او ناخوالو سره مخ شوی دی، خو لا یې هم ژوند کړی دی او خپل تاریخي سیر یې وهلی دی. د مغولو له شپږو پېړيو پرله پسې ظلمونو وروسته دغه ټبر د انګرېزانو له سختو ظلمونو او زیاتي سره مخ شو. دوی یې په بېلو ډلو ووېشل، و یې وهل، و یې ټکول او زندانونه یې ورباندې ډک کړل. د پښتنو ستر داعي، د عدم تشدد د فلسفې سرلاری او د پښتنو د حقوقو ستر مبارز تر ۳۰ ډېر کلونه د انګریز او پاکستاني حکومت په زندانونو کې تېر کړل. هغه ځکه زندانونو ته لېږل کېده چې د دغه کرغېړنې کرښې مخالفت یې کاوه، د پښتنو یووالی یې غوښت، د پاکستان په نامه د یوه هېواد رامنځ ته کېدل یې، خطرناک ګام باله او هغه یې د انګرېز دسیسه بلله.
له لسیزو زیاتي وروسته انګرېز له سیمې پښې سپکې کړې. خو په افغانستان کې یې باید د دریو پر له پسې ماتو غچ اخیستی وی. دوی د همدې غچ لپاره داسې یوه سرطان دانه د پښتون ټبر پر سینه پرېښوده، چې لا یې هم درد ټول پښتانه کړوي. سره له دې چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه خبرې کول او دغه ستونزه حل کول، منظمو او لویو غونډو یا کنفرانسونو ته اړتیا لري، خو واړه کوښښونه هم کولی شي په دې اړه ذهنیت ويښ وساتي او دا خبره په پښتنو کې ژوندۍ وساتي چې دغه کرښه رسمي نه ده او یوازې د یوه ملت د بېلولو او د برېټانیا د موخو د تر لاسه کولو لپاره رامنځ ته شوې ده.
ډیورنډ کرښه د افغانستان لپاره په یوه وير اوښتې ده. د اوسني پاکستان حکومت د افغانستان له هر رامنځ ته شوي حکومت سره خبرې کړې دي او ترې غوښتي یې دي چې دغه کرښه په رسمیت وپېژني. له مجاهدینو نیولې، تر طالبانو، د ښاغلي کرزي تر واکمنۍ بیا اوس د ملي یووالي په حکومت کې هم دغه مسئله مطرح شوې ده. پاکستان غوښتي چې دغه کرښه رسمي شي او په دې توګه افغانستان په وچه کې حصار هېواد پاتې شي. پاکستان یوازې له افغانستان سره نه بلکې له هند سره هم د پولو پر سر ستونزه لري او دا هر څه د برېټانیا میراث دی. ځکه دوی غوښتي چې د سیمې هېوادونه د ارام سا وا نه خیستی شي.
د ملي یووالي د حکومت له پیله تر دې دمه پر دغه کرښه مشکوک کارونه روان دي. کله کله د حکومت پر نیت هم شک کېږي او ډیری خلک په دې باور دي، چې ښایي د ملي یووالي حکومت د افغانانو له دې ملي داعیې دفاع و نه شي کړی. د حکومت د پیل پر مهال پاکستان پر دغه فرضي کرښه ځينې تحرکات پیل کړل. دوی پوستې جوړې کړې، په ځينو ځایونو کې را وړاندې شول، د تورخم دروازه یې جوړه کړه، په لومړي سر کې یې پاکستان ته د اوښتو لپاره پاسپورت او بیا د پاکستان وېزه جبري کړل. سره له دې چې افغان حکومت د دغو کړنو په اړه غبرګون وښود، خو دا یوازې د خبرو تر چوکاټه محدود و او نور یې هېڅ و نه کړل. ان تر دې چې په ملګرو ملتونو کې د ملي یووالي حکومت استازي د ډیورنډ په اړه په خبرو کې دغه کرښه فرضي و نه بلله او هغه یې د پولې په نامه یاده کړې وه.
په دې وروستیو کې بیا برېټانیا څو ځله د دې کرښې په اړه څرګندونې کړې دي. په افغانستان کې د برېټانیا سفیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ډیورنډ په اړه زموږ خبرې سل کاله وړاندې وې اوس که افغان او پاکستانی حکومت غواړي چې دغه ستونزه حل کړي د دوی خپل کار دی او برېټانیا پکې مداخله نه کوي.
برېټانویان وايي چې په دې کار کې مداخله نه کوي، خو حقیقت دا شی نه دی، دوی تل د پاکستان دفاع کړې ده او د دغه هېواد ملاتړ کوي. پاکستان په سیمه کې د غربي هېوادونو د پلانونو د عملي کولو لپاره یو کرايي کارګر دی، چې د خپلو بادارانو خولې ته یې غوږ نیولی دی او لاس و پښې یې د دوی په اشاره حرکت کوي.
ډیورنډ فرضي کرښه هم همداسې ده، تر هغه چې پر دې کرښه عملي او رسمي خبرې و نه شي، افغانان خپلو حقوقو ته و نه رسېږي، نو په افغان خاوره کې به د پاکستان کرغېړنې کړنې پای ته و نه رسېږي. دوی به د ترهګرو ملاتړ کوي، دوی به ترهګرې ډلې روزي، دوی به پر دغه کرښه اغزن سیم تېروي او په ځينو برخو کې به له فرضي کرښې هم را اوړي.
د افغان حکومت مسوولیت هم په دې برخه کې خورا دروند دی. دوی باید له ولسونو سره واضحې او رښتینې خبرې وکړي او څه چې روان دي هغه ورسره شریک کړي. که چېرې حکومت د پاکستان پر وړاندې غږ نه شي اوچتولی نو پر پښتنو دې غږ وکړي، ملت دا وړتیا لري چې خپل حق خوندي کړي. ځکه د دوی ځمکې دوه ځایه شوې دي، دوی دوستان لري، هغه دوه ځایه شوي دي، طبيعي زېرمې، کورنۍ او دې ته ورته څيزونه یې بېل شوي دي او افغانان باید له خپلې تاریخي او ملي داعیې دفاع وکړي.

د بلخ امپراتور؛ ولس د خپلې شتمنۍ د ساتلو لپاره تېر باسي

دوشنبه, 23 دلو 1396 06:20

لیکوال: لمر افغان

\
شتمني او پانګه هغه څه دي چې د نړۍ په کچه یې ستر کشمکشونه او جګړې رامنځ ته کړي دي. ښايي ډېر مو اورېدلي وي چې نن په نړۍ کې اقتصادي جګړه روانه ده. یا په اصطلاح جګړه د پیسو، تېلو، اوبو او طبیعي زېرمو پر سر روانه ده. دا د هېوادونو تر منځ مسئله ده خو دغه ډول جګړې له هېوادنۍ کچې نیولې، تر ښاري سطحې، کلیوالي او بالاخره تر افرادو پورې رسېږي. د افرادو تر منځ د پانګې پر سر کشمکشونه دي او د جګړو او ویرونو سبب شوي دي. هغه هېوادونه چې لوی اقتصادونه لري هلته پانګوالو ته خورا ډېر ارزښت ورکول کېږي، له دوی په ډېری سیاسي مسایلو کې مشوره اخیستل کېږي. حکومتونه دوی ته حق ورکوي چې په نړیوالو هوکړو او قراردادونو کې خپل نظر شریک کړي او په یو ډول ویلی شو چې دوی مستقل خلک دي خو په حکومت کې په یو ډول شریکان دي او د چارو په اداره کې لوی لاس لري.
د نورې نړۍ ډېری پانګوالو پیسې په تدریجي توګه ګټلې دي او له همدې پیسو نه یوازې دا چې د خپل هېواد په ښيرازۍ کې کار اخلي، بلکې هغه یې په کار اچولې، د خیر ښېګڼې کارونه ورباندې کوي او خپل ولس ته یې د کار زمینه هم ورباندې برابره کړې ده. بلخوا دغه پانګوال او شتمنۍ حکومتونو ته د سر په درد اوړي او سرطاني ناروغۍ جوړوي. پانګه وال ډېر کله د خپلې پانګې د ساتنې لپاره په خطرناکو کړنو لاس پورې کوي، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه، په سوله ییزه یا جګړه ییزه بڼه د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره ځينې فعالیتونه کوي. دوی د خپلو ګټو لپاره لاریونونه را وباسي، اعتصابونه کوي، په پارلمانونو کې ګوتې وهي، کابینه کې لاس وهي او بالاخره هڅه کوي خپلې موخې تر لاسه کړي.
له دې ټولو چې ورهاخوا شي د خپلې پانګې د ساتنې لپاره له عامو خلکو استفاده کوي. دوی پر حکومت د فشار لپاره، د هویتونو مسئله، د عامو وګړو د خوندیتوب مسئله، د دوی د حقوقو د تر پښو لاندې کېدو او نور مسایل رامنځ ته کوي او هڅه کوي د دوی په مرسته د حکومت له لوري رامنځته شوی فشار پر شا وتمبوي.
په افغانستان کې هم چې په دې وروستیو کلونو کې د امریکا میلیاردونو ډالرو، ځینې خلک یو په یو له تختې، تخت ته پورته کړل، شتمني سور اور شوه. هغو کسانو چې پیسې یې په تدریجي توګه نه وې پیدا کړې او د امریکا له برکته یې هر څه تر لاسه کړل، ځانونه ورک کړل او فکر یې وکړ چې دوی د نړۍ میلیونران دي او باید پر حکومت د فشارونو له لارې لا ډېر امتیازات واخلي. دغه ډله پانګه والو چې هر کله ځان په خطر کې لیدلی، لومړی یې هڅه کړې چې له حکومتي مشرانو سره خپله ستونزه پخپله حل کړي، بیا یې منځګړي پیدا کړي، بیا یې ولس ته مخه کړې په دوی کې یې احساسات راپارولي، بیا یې ښایي د وسله والو ډلو ملاتړ کړی وي او په ناندریو یې لاس پورې کړی وي.
د بلخ والي عطا محمد نور هم د حکومت له فشارونو سره مخ دی. د هغه د شتمنۍ او په اداره کې یې له خلکو د پیسو او جزیو اخیستو په اړه سلګونه ځله ګنګوسې او ان کله کله موثق راپورونه خپاره شوي دي. ویل کېږي چې هغه میلیونونه ډالر لري، خو حکومت ته یې مالیات نه دي ورکړي او په اصطلاح د جرمي اقتصاد له لارې شتمن شوی دی. هغه خپله چاړه په اوبو کې ویني او د خپلې شتمنۍ د ساتلو لپاره ان د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي.
نوموړی دوې مياشتې کېږي چې د بلخ له ولایته لرې کړل شوی دی، خو لا هم هره ورځ غونډې کوي او ځان د بلخ والي بولي. عطا محمد نور ته پیسې ډېرې ګرانې دي او د هغو د ساتلو لپاره په دومره بې شرمانه توګه غیر قانوني پر څوکۍ ناست دی او ان افراد له څوکیو بدلوي را بدلوي. عطا محمد نور هم د پورته یادو شوو مواردو په څېر د خپل مقام د ساتلو لپاره لومړی له حکومت سره مخامخ خبرې وکړې. نور د حکومت له پیله له ولسمشر سره لیده کاته لرل تر دې چې میاشتې وروسته دوی یوې پایلې ته ورسېدل او عطا محمد نور د شانداره مراسمو په ترڅ کې د بلخ والي وټاکه.
ولسمشر لا هم هغه نه پرېښودو، د شتمنیو په اړه یې ښايي ترې حساب کتاب غوښت، خو د ځینو ناندریو له ترسره کېدو وروسته هغه د ولسمشر له فشارونو سره مخ و، نو اړ شو چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مرسته له ولسمشر سره خبرې وکړي. عبدالله هم د عطا محمد نور په مسئله کې مداخله وکړه، تر هغه چې ولسمشر پر نور د باور لپاره له هغه سپینه استعفا پاڼه وغوښته او عطا محمد نور هم ورکړه. دوی ویلي وو چې که عطا محمد نور پر خپلو ژمنو وفا و نه کړي د هغه استعفا به لاسلیک کوي. عبدالله هم په دې مسئله کې منځګړی و، خو عطا محمد نور بالاخره له دندې ګوښه کړل شو او اوس د بلخ والي نه دی، خو چارې د والي په توګه تر سره کوي.
عطا محمد نور دا ټول کارونه نه د جمعیت ګوند لپاره کوي، نه یې د بلخ د امنیت لپاره کوي او نه هم د کوم قوم له غمه مړ دی. د هغه پانګه او شتمني له خطر سره مخ ده، یوازې د همدغه خطر د لرې کولو لپاره د خلکو غوږونه خوري. عطا محمد نور ته اوس ټولې لارې تړل شوې دي، هغه ته یوازېنۍ خلاصه لاره دا ده چې د خلکو له احساساتو ګټه واخلي او پر حکومت فشار راوړي. هڅه کوي په خلکو کې هغه مسئلې را برسېره کړي چې دوی ورسره حساس دي. په لومړي سر کې یې د هویت مسئله رامنځ ته کړه، ځکه دغه مسئله ډېره حساسه ده او پر حکومت د فشار لپاره ښه وسیله کېدای شي. دې ناندریو میاشتې وخت ونیو اوس یې د اسلام مسئله رامنځ ته کړې ده. هغه ځينې حکومتي مشران غیر مسلمان بولي. خلکو ته په خپلو ویناوو کې وايي چې ولسمشر مسلمان نه دی، «الم ترکیف» یې نه ده زده، د جنازې لمونځ یې نه دی زده، نو تاسې ته یې اطاعت په کار نه دی.
عطا محمد نور د اسلام له غمه مړ دی؟ که مړ وی یو عادي وسله وال قومندان دومره شتمني له کومه کړه؟ که د اسلام له غمه مړ وی، په اسلام کې د یوه مړي له جسد د هغه د غړو پرېکول ناروا دي، ده د ژوندي بنیادم غوږ پرې کړ. هغه نه د هویت له مسئلې سره دومره دلچسپي لري، نه افغانان ورته مهم دي او نه هم د مزار یا کوم بل ښار امنیت. یوازېنی شی چې دی یې په اور کېنولی دی، د ده شتمني ده چې له خطر سره مخ ده او دی یې ځان د ساتلو مسوول بولي. هغه به وروسته لاریونونه کوي، د وسله والو نښتو خبرداری به ورکوي، تشدد به کوي خو دا هر څه به د ملي ګټو لپاره نه بلکې د فردي ګټو لپاره وي.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App