بيت المقدس ولې د اسرائيلو پلازمېنه نه شي کېدای!؟

بيت المقدس ولې د اسرائيلو پلازمېنه نه شي کېدای!؟

لیکوالانې: زینا تهان او فرح نجار

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده او د بهرنيو چارو وزارت ته يې سپارښتنه وکړه چې له تل ابيب څخه دغه ښار ته د امريکا د سفارت د لېږدولو لپاره اړين تدابير ونيسي.

د ټرمپ دغه پرېکړه د نړۍ د اکثریت مشرانو، سازمانونو او هېوادونو له خوا غندل شوې او لا هم غندل کيږي.

اسرایلو په ۱۹۶۷ زېږديز کال کې له سوریې، اردن او مصر سره د جګړې په پای کې ختیځ بیت المقدس اشغال کړ. د دغه ښار لویدیځه برخه په ۱۹۴۸ زېږديز کال کې د عربو او اسرائیلو په جګړه کې اسرائیلو لاندې کړې وه.

د  اسرائیلو له لوري د ختیځ بیت المقدس تر اشغال کېدو وروسته ټول بيت المقدس په نامنل شوې توګه د اسرائيلو تر کنټرول لاندې راغی؛ خو د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول نړیوالې ټولنې د اسرائیلو هغه دعوه نه وه تایید کړې چې وايي، بیت المقدس د دوی ملکیت دی.

بیت المقدس، په ځانګړې توګه ختیځ بیت المقدس، چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي په سیمه کې د اوږده کړکېچ اصلي ټکی او همدارنګه د سولې د خبرو پر وړاندې مهم خنډ دی.

د بیت المقدس په اړه د نړیوالې ټولنې دریځ

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷ زېږديز کال د وېش د پلان له مخې چې تاریخي فلسطین د یهودي او عرب دولتونو تر منځ وېشي، بیت المقدس ته ځانګړی موقف ورکړل شوی او ویل شوي چې دا تاریخي ښار به نړیوال ملکیت وي او د نړيوالو تر کنټرول لاندې به وی.

ملګرو ملتونو بیت المقدس ته دا ځانګړی دریځ او موقف د دې لپاره ورکړی دی چې دغه ښار د دريو ادیانو پیروانو ته مذهبي ارزښت لري. هلته هم د مسلمانانو، هم د یهودانو او هم د عیسویانو تاریخي مذهبي اماکن موجود دي.

د فلسطین د وېش په اړه د ملګرو ملتونو له سپارښتنې وروسته، د ۱۹۴۸ زېږديز کال په جګړه کې، صهيونیستي ځواکونو د بیت المقدس پر لویدیځه برخه کنټرول ترلاسه کړ او دا برخه یې له خپل دولت سره الحاق شوې سيمه اعلان کړه.

د ۱۹۶۷ زېږدیز کال په جګړه کې اسرائیلو د بیت المقدس ختیځ هم، چې هغه مهال د اردن په کنټرول کې و، ونیو او د نړیوالو قوانینو خلاف یې د بیت المقدس ختیځ د یهودي دولت برخه وګرځوله.

په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې اسرائیلو د بیت المقدس په اړه یو قانون تصویب کړ چې وايي، بشپړ او متحد بیت المقدس د اسرایلو پایتخت دی او په دې توګه یې له اسرائیلو سره د ختیځ بیت المقدس الحاق هم رسمي کړ.

په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې 478 شمېره پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ يې د اسرائيلو دغه قانون پوچ او بې معنا قانون بللی و او ختيځ بيت المقدس ته پکې د اشغال شوې سيمې خطاب شوی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول نړیواله ټولنه لا هم ختیځ بیت المقدس د اسرائیلو له خوا یوه اشغال شوې سیمه بولي.

پر دې سربېره د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د بیت المقدس هېڅ برخه د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې. روسیه په دې برخه کې استثنا وه ځکه روسیې د دغه کال په پیل کې لویدیځ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ. همدارنګه تر اوسه پورې د اسرائیلو لپاره د ټولې نړۍ سفارتونه په تل ابیب کې موقعيت لري.

ټرمپ لومړنی ولسمشر شو، چې ټول بیت المقدس یې د اسرائیلو پایتخت وباله.

د اسرایلو له خوا د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس له ځان سره یو ځای کول او خپله خاوره ګڼل د ګڼو نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني کړنه ده.

په بیت المقدس کې فلسطینیان

سره له دې چې اسرائیلو په يو اړخيز او غير قانوني ډول ختیځ بیت المقدس د خپلې خاورې برخه اعلان کړی، بيا هم هغو فلسطینیانو ته چې هلته اوسېږي اسرائيلي تابعيت نه ورکول کيږي.

دا مهال په ختیځ بیت المقدس کې مېشت نږدې نیم میليون فلسطینیان په خپله خاوره د دایمي اقامت کارتونه یا وېزې لري. دوی همدارنګه موقت اردني پاسپورټونه لري، خو د اردن تابعيت او د اردني وګړو د پېژندنې ټاکلې شمېرې نه لري.

دوی که غواړي اردن کې کار وکړي باید د کار جواز ولري او همدارنګه د اردن هغو حکومتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې اردن یې خپلو اتباعو ته برابروي، لکه روغتیايي، تعلیمي او نورې اسانتياوې .

د بیت المقدس فلسطیني اوسېدونکي دا مهال بې هېواده دي، دوی نه د اسرائيلو، نه د اردن او نه هم د فلسطین وګړي « اتباع» بلل کیږي.

اسرائیل په ختیځ بیت المقدس کې له مېشتو فلسطینیانو سره د بهرنیو اتباعو په توګه تعامل کوي. دغه خلک چې د همدې سیمې دي، د اصلي استوګنو له ټولو حقونو بې برخې دي. دوی باید یو لړ معیارونه پوره کړي څو هلته د خپل اقامت کاغذونه وساتلی شي، کنه اقامت یې لغوه کېدای هم شي.

د بیت المقدس فلسطیني استوګن که د ټاکلې مودې لپاره په کوم بهرني هېواد او يا د بيت المقدس په لويديځه غاړه کې و اوسي، نو په ختيځ بيت المقدس کې د استوګنې حق ترې سلبېږي او هلته د اوسېدو اقامه يې نه تمديدېږي؛ خو په ورته مهال «د اسرائيلو د ستنېدو قانون» پر بنسټ، د نړۍ د ګوټ ګوټ يهودان کولای شي چې په اسرائيلو کې و اوسي او د دغه هېواد تابعيت تر لاسه کړي.

د اسرائیلو د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا له 1967 زېږديز کال راهېسې اسرائیلو له شا و خوا ۱۴۰۰۰ فلسطینیانو څخه په اسرائیلو، په ځانګړې توګه بیت المقدس، کې د اوسېدو او اقامت اسناد بېرته اخیستي دي.

یهودي مېشت ځایونه

په ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو له خوا د یهودي مېشت ځایونو جوړول، چې په ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو د کنټرول د دایمي کولو هڅه ده، هم د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني کار دی.

ملګرو ملتونو په څو پرېکړه لیکونو کې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودي مېشت ځایونو جوړول غندلي او له اسرائیلو یې غوښتي چې د یو اشغالي ځواک په توګه دې خپلو خلکو ته په هغه سیمه کې چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي مېشت ځایونه نه جوړوي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې هم د دغو مېشت ځایونو په اړه له اسرائیلي چارواکو سره پرله پسې ناندرۍ درلودې او له همدې کبله د دواړو لورو اړيکې هم خرابې وې؛ خو اسرائیلي دولت د نړیوالو پر نيوکو او اندېښنو سربېره په ختیځ بیت المقدس کې زرګونه یهودي مېشت ځایونه جوړ کړي دي او دا مهال د اسرائیلو دوه سوه زره یهودي اتباع په ختیځ بیت المقدس کې اوسېږي.

Read 32 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App