ژور خپګان؛ نښې او درملنه

ژور خپګان؛ نښې او درملنه

ژور خپګان پراخېدونکې ناروغي ده چې په درېيمه نړۍ، په ځانګړي ‌‌ډول افغانستان کې ګڼ شمېر خلک پرې اخته دي. د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په حواله پر ژور خپګان د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی او لا هم د ډېرېدو په حال کې دی. ژور خپګان کومه ځانګړې ناروغي نه ده چې په یوې خاصې ډلې، عمر او جنس پورې اړه ولري؛ بلکې د هر عمر لرونکي خلک زاړه، ځوانان نر او ښځې پرې اخته کېدای شي. ژور خپګان خطرناکه ناروغي ده ځکه د وخت په تېرېدو سره ترې ډېرې خطرناکې ناروغۍ پيدا کېدای شي. دا ناروغي په هغو سیمو او کورنیو کې چې د فقر، بېوزلۍ، شخړو، جنجالونو، ټولنیزو محرومیتونو او داسې نورو پېښو له کبله اغېزمن شوي وي، ډېره وي. د روغتیا د نړیوالې ادارې په خبره، اوسمهال په افغانستان کې یو میلیون افغانان د ژور خپګان او ۱.۲ میلیونه نور د وېرې (اضطراب) له ناروغۍ کړېږي.  اصلاً ژور خپګان په ټولنه کې د بېلابېلو ستونزو، مشکلاتو او کړاوونو پر وړاندې د بدن عکس العمل دی چې په بېلابېلو ډولونو ښکاره کیږي.

د ژور خپګان نښې

د ژور خپګان ناروغۍ ډېرې عامې نښې په لاندې ډول دي:

• د ژور خپګان ناروغان غالباً زړه وهلي وي، دوی ته هېڅ څه په زړه پورې نه وي؛ ان هغه خواړه چې پخوا يې ډېر خوښېدل پر ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته خوند نه ورکوي.

• د نهیلۍ احساس ورسره مل وي او د خپل راتلونکي په اړه تت انځور لري.

• فکري تمرکز يې له منځه ځي او په پرېکړو کې له ستونزو سره مخ وي.

• د درد احساس کوي خو داسې درد چې په درملو سره نه ښه کیږي.

• بې قراره وي، په هره خبره قهر او غوسه ورځي.

• وړه خبره لویوي او داسې فکر کوي چې هېڅ خواخوږی نه لري.

• تل ژړا ورځي.

• شک او بدګوماني کوي.

• کله ډېره ډودۍ خوري، خو کله بيا هېڅ اشتها نه لري.

• تل د مرګ او ځانوژنې په اړه فکر کوي.

• ځان بې ارزښته ګڼي او داسې فکر کوي چې ټولنې ته هېڅ په درد نه خوري.

• تل د ستړيا احساس کوي.

• غم، خپګان، اندېښنه، بې ځایه فکرونه او چورتونه يې مله وي.

• په خوب کولو کې جدي ستونزه لري، کله ډېر زیات ویده کيږي او کله بیا هېڅ خوب نه لري.

• د ورځنیو فعالیتونو او کار لپاره کافي انرژي نه لري.

• د ګناه احساس کوي او ځان پړ ګڼي.

• د تېر وخت غمجنې کیسې، ستونزې او کړاوونو یادوي.

 

پر دې سربېره، ژور خپګان له ځینو جسماني نښو څخه هم تشخيص کېدای شي لکه د ګېډې ستونزې، سوء هاضمه، د اشتها کمښت، د زړه غير عادي ضربان، له سینې سره جوخت د ناراحتۍ احساس، سر دردي، د اوږو او شا تختې درد او داسې نور.

که په ځان کې یادې نښې وينی، نو پوه شئ چې پر ژور خپګان اخته ياست. ځینې مهال ژور خپګان عادي او معمولي وي (ناروغ ژر ترې روغېږي) خو په ډېرو حالاتو کې شدید یا مزمن وي چې د درملنې لپاره يې روغتون او ډاکټر ته تګ اړين دی. د ژور خپګان درملنه خورا مهمه ده ځکه، که یې درملنه ونه شي کېدای شي ناروغ ان ځانوژنې ته هم مخه کړي.

د ژور خپګان لاملونه

ژور خپګان بېلابېل لاملونه لري چې په جسمي او بیولوژیکي عواملو، کیمیاوي عواملو، رواني عواملو او ټولنیزو عواملو يې وېشلی شو. دا چې رواني او ټولنیز عوامل یې تر نورو هغو ډېر معمول دي نو موږ يې هم د همدې عواملو مطالعې ته تم کيږو:

• د مور، پلار او داسې نورو نږدې خپلوانو له لاسه ورکول.

• په کورنۍ کې د ژور خپګان د جنیټیکي یا وراثتي مخینې شتون.

• روحي فشارونه.

• تهدیدونه، وهل ټکول.

• فقر، بېوزلي او ورته نورې ناخوالې.

د مخنيوي لارې چارې

لاندې د هغو لارو چارو يادونه کوو چې پر ژور خپګان د اخته کېدو مخنيوی کوي:

• له فکر کولو مه ډارېږئ، له واقعیتونو سره مخامخ شئ، واقعیتونه ومنئ او په دې باور اوسئ، تر هغو درواغو چې تاسې ته سملاسي خوښي در بښي هغه رښتیا ډېر ښه دي چې اوس مو خپه کوي ځکه د وخت په تېرېدو سره همدا خپګان په خوښۍ اوړي.

• هېڅکله مو روحي او رواني ستونزې بابېزه مه ګڼئ، حل لاره ورته پیدا کړئ، ځکه همدا ستونزه په راتلونکې کې په لوی سرخوږي اوړي.

• وايي سلیم عقل په سالم بدن کې دی، نو تل هڅه وکړئ چې ښه غذايي رژیم ولری، ورزش وکړئ او په دې ډول د ژور خپګان مقابلې ته چمتو شئ. د ښه غذايي رژیم لپاره کولی شی له متخصصو ډاکټرانو سره مشوره وکړی.

• ښه دوستان وټاکئ. انسان یو ټولنیز موجود دی چې له نورو سره له اړېکې پرته یې ژوند ممکن نه دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلام فرمايي: ښه دوست د عطار په څېر دی که نور هېڅ ګټه در ونه رسوي ښه بوی خو يې درته پاتې کیږي او بد دوست د اهنګر په څېر دی که نور هېڅ بد در ونه رسوي د اور سپرغۍ خو یې در الوزي. نو ښه دوستان وټاکئ، داسې دوستان چې رښتیا درته وايي، ژوند کې اساني کوي، په مهربانۍ درسره چلند کوي، د یو مخلص او لوراند په څېر تعامل  لري. له درواغجنو، فرېبکارو او ناوړو دوستانو څخه لرې اوسئ.

• خپله ستونزه مه پټوئ. هېڅکله خبره په زړه کې مه غوټه کوئ، ستونزې، مشکلات او نورې ناخوالې مو له دوستانو سره شریکې کړئ. لومړی خپلې خبرې ور واوروئ، وروسته بيا د هغه خبرې واورئ. هره ستونزه حل لاره لري، هېڅکله خبره ځان ته مه غټوئ.

• له نورو د هغوی د وړتيا په تناسب هيله کوئ. په ژوند کې د غم، خپګان او اندېښنې یو لامل له نورو د لوړو هیلو لرل دي. خپلې هیلې صفر ته ورسوئ. تل کوښښ کوئ چې له نورو سره مرسته وکړئ. له نورو ډېره توقع مه لرئ. د توقع لرل مو ځوروي، روحي او رواني ځور درته پیدا کوي.  نو په ژوند کې متوازن اوسئ مه له چا ډېره هیله لرئ او مه هم چاته ډېره مینه ورکوئ. عربي مقوله ده: خیر الامور اوسطها.

• واقع بین اوسئ. تل هڅه کوئ چې په صداقت او راستۍ سره ژوند وکړی. که چا درباندې نیوکه وکړه او پوه شوی چې خبره یې سمه ده ویې منئ.  اعتراف وکړئ، د ستونزې د رفع کېدو کوښښ وکړئ او که داسې نه وي په کیسه کې یې مه کیږئ.

• ښې خاطرې مو در په یاد کړئ. کله چې له ځان سره کېنی او یوازې کیږی نو هغه صحنې در يادوی چې خوند ترې اخلی او ښه اغېز درباندې کوي.

Read 27 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App