پر پاکستان فشارونه؛ حقیقت که تمثیل

پر پاکستان فشارونه؛ حقیقت که تمثیل

په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ لومړني ټوېټ په سیمه کې رسنیو او خلکو ته نوې موضوع جوړه کړه. ټرمپ د پاکستان په اړه د خپلو تېرو څرګندونو په دوام دا ځل له اسلام اباد سره د امریکا مرستې احمقانه بللې دي. د ده په وینا امریکا پاکستان ته څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره ورکړي، څو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو پاکستان په دې برخه کې دوه مخیتوب کړی دی.
د امریکا د ولسمشر دغو څرګندونو په پاکستان او افغانستان کې غبرګونونه لرل. د پاکستان کابینه یې بېړنۍ ناستې ته اړ کړه او د ملي یووالي حکومت بیا د امریکا دغه څرګندونې خپله لاس ته راوړنه وبلله. د حکومت ویاندویانو وویل، زموږ پر له پسې هڅو ټرمپ په دې باوري کړ، چې په سیمه کې روانې ناندرۍ د پاکستان له امله دي او باید ټرمپ پر دغه هېواد خپل فشارونه ډېر کړي. تر ولسمشر ټرمپ وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمې استازې نېکي هېلي هم د ټرمپ خبرې تایید کړې او دې موضوع لا قوت واخیست. د همدې په دوام یې له پاکستان سره څه باندې ۲۲۵ میلیونه نظامي مرسته هم وځنډوله.
له دې سره سره د پاکستان په اړه د ټرمپ د وروستیو پرېکړو په اړه بېلابېل نظرونه دي. خو په ټوله کې دوه نظرونه وړاندې کېدلی شي، یا دا چې امریکا نور په سیمه کې له جګړو او میلیونونو ډالرو لګښتونو ستړې شوې ده او غواړي په رښتیا دغه جګړه پای ته ورسوي او یا شک دا دی، چې ښايي امریکا تمثیل کوي، د خلکو اذهان پر خپلو څرګندونو بوختوي خو تر څنګ یې د سیمې لپاره نور پلانونه لري.
اوسمهال د پاکستان خاوره د امریکايي ځواکونو او امریکايي وسلو یا تجهيزاتو د تګ راتګ لاره ده. په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان پر مټ او مرسته مخ ته ځي. نو ځکه داسې شک کېږي چې د پاکستان پر وړاندې د امریکا اقدامات تمثیلي بڼه لري او حقیقت نه دی. د پاکستان کراچۍ بندر یو له هغو بندرونو دی، چې د رسمي شمېرو له مخې د امریکايي ځواکونو نږدې ۹۰ سلنه اکمالات له دې ځایه تر سره کېږي. که امریکا په رښتیا د پاکستان پر وړاندې اقدامات کوي، نو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو یا افغان سرتېرو د تجهیز لپاره بله هېڅ لاره نه لري.
د افغانستان په شمال کې له روسي پلوه هېوادونو سره په روان حالت کې امریکا ته د دې هوکړې کول سخت کار دی، چې د دوی په مرسته په افغانستان کې خپل سرتېري تجهیز کړي. تر کراچۍ بندر وروسته له سترو سمندرونو سره د افغانستان تر ټولو مهم نښلوونکی بندر چابهار دی، چې امریکا له دې لارې هېڅ وخت خپل اکمالات نه شي کولی؛ ځکه دمګړۍ عملاً د ایران او امریکا تر منځ لفظي ناندرۍ روانې دي او دواړه هېوادونه تقریباً په لفظي جګړه بوخت دي. همدا اوس هم تر ۷۰۰ ډېر زغروال امریکايي ګاډي په کراچۍ بندر کې دي او افغانستان ته یې د راوړلو تابیا نیول کېږي.
نړیوالې رسنۍ او نړیوال شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان له مرستې پرته امریکا په افغانستان کې خپله جګړه مخ ته نه شي وړلی او په افغانستان کې د جګړې د بریا لپاره اړ ده، چې له پاکستان سره خپلې مالي مرستې وکړي.
بله خبر چې د امریکا پر پرېکړو شک پيدا کولی شي، هغه له کلونو راهیسې په پاکستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه او له دغو ډلو سره د پاکستان د ښکاره او یا پټو مرستو دوام دی. سره له دې چې افغان جګړې ۱۶ کاله دوام وکړ، افغان حکومت نارې وکړې، چې ترهګر په پاکستان کې دي. خو د امریکا د بې پروایۍ له امله جګړې په افغانستان کې د زرګونه انسانانو ژوند واخیست. نو د امریکا ځواک ته په کتو، هېڅ وخت دا خبره نه شي منل کېدای، چې ګواکي امریکا دې پر دغو مرکزونو، مرستو او یا مشورو بې خبره وه، خو ښايي د خپلو موخو لپاره یې پر هر څه سترګې پټولې. خو اوس څه پېښ شول چې امریکا په هر څه پوهه شوه.
له دې ښکاري، چې تر هغه وخته د امریکا ګټې په همدې کې نغښتې وې، څو پر دغو مسایلو سترګې پټې کړي او په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره په اګاهانه توګه دغه جګړه وغځوي. له دې سره داسې انګېرل کېږي چې امریکا به تر طالب وروسته بله پروژه پیل کړي او د دې موخه به نه یوازې افغانستان وي بلکې په ټوله سیمه کې به نورو ناخوالو ته لار هواره کړي. ښايي په دې کې پاکستان هم ورسره ملګری وي او په نړیواله کچه د رسنیو پر وړاندې به روان تمثیل یو پلان شوی کار وي. همدا تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس وویل، چې له پاکستان سره د همکاریو خبرې روانې دي. د هغه په وینا موږ د پاکستان له خاورې خپل اکمالات کوو، نو مرستې ته یې اړتیا لرو. اوس که پاکستان ته امریکا دومره ستره اړتیا لري، نو بیا د فشارونو خبره څومره عملي ده؟ ښايي ځواب همدا وي چې دا هر څه یو تمثیل دی او د امریکا د راتلونکو پلانونو لپاره اوس د سیمې هېوادونه بوخت ساتل کېږي.
بل لور ته داسې نظر هم شته، چې ښايي امریکا په رښتیا له جګړو او میلیاردونو ډالرو لګښت ستړې شوې وي، نو غواړي پر پاکستان فشار راوړي. ځکه د امریکا اوسنی ولسمشر تر سیاسي او نظامي، ډېر سوداګريز فکر لري او تر ډېره د پیسو مینه وال دی؛ نو ښايي غواړي نور په امریکا د یوې داسې جګړې بوج سپک کړي چې ۱۶ کاله یې دوام کړی دی.
خو سره له دې ټولو که د امریکا اقدامات واقعیت وي یا تمثیل پاکستان په سیمه کې یوه سرطاني دانه ده. که امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر هم کړي، نو د خپل ځان د ساتلو او ژغورلو لپاره به د نورو لمنې ته ځان واچوي. دمګړۍ په سیمه کې د پاکستان ستر ملګری چین بلل کېږي، خو تر څنګ یې له ایران او روسیې سره هم د اړیکو پر جوړولو کار پيل کړی دی. دا خبره باید له یاده و نه باسو، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی، خو تر څنګ یې د خپل ځان د ساتنې لپاره پر مهمو اقداماتو لاس پورې کړی دی. د مک ماسټر په خبره له ترهګرۍ د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کار اخلي، له همدې ځایه د همدې شبکو په مرسته ځان ساتي او د نورو پام ځان ته اړوي.
امریکا د ځان لپاره د پاکستان په ارزښت سترګې نه شي پټولی. ځکه همدې هېواد دوی ته زمینه برابره کړه، چې په افغانستان کې شوروي اتحاد ته شکست ورکړي، د طالبانو پر نظام هوايي بریدونه وکړي او اوس یې اکمالاتو او ترانزیت ته لار ورکړې ده.
تر ټولو خطرناکه دا ده، چې افغان حکومت ځان ته کاذب باور ورکوي او فکر کوي، چې پاکستان د انزوا په حالت کې دی یا د انزوا پر لور روان دی، خو پاکستان د خپلو پښو د قوت لپاره د پښو لا قوي ځای پیدا کوي. ښايي له دې وروسته، له امریکا، چین او روسیې په ګډه امتیازونه واخلي، خو افغانستان به بیا هم د پردیو د جګړو میدان وي او ګټې به یې نورو ته رسېږي. افغان حکومت ته اړتیا ده، چې د امریکا تر څنګ له روسیې او چین سره هم په پاکستان کې د ترهګرو د موجودیت او منابعو په اړه موثق او کره اسناد شریک کړي، څو وکړی شي، د سیمې دغه مهم هېوادونه خپل کړي.

Read 655 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App