افغانستان؛ ګوندونه او قومي سیاستونه

افغانستان؛ ګوندونه او قومي سیاستونه

د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې په افغانستان کې ډېر بدلونونه لیدل کېږي. د لومړي وزیر شاه محمود خان د لومړي وزارت پر مهال د محدود مهال لپاره رامنځته شوې ډيموکراسۍ کې خلکو ته د سیاسي ډلو د جوړولو اجازه ورکړل شوه؛ خو دا اجازه او فعالیت ژر بند شول او د ګوندونو مخه ونیول شوه.
د پاچا ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې چې د اساسي قانون او ډيموکراسۍ د لسیزې په نامه یادېږي، سیاسي ګوندونو ته یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوه. سره له دې چې د ګوندونو قانون جوړ شوی و؛ خو پاچا د نامالومو لاملونو پر بنسټ تر پایه لاسلیک نه کړ.
د دې لسیزې پېښو او بیا په ځانګړي ډول د سیاسي -ايډيالوژيکي ګوندونو منځته راتګ د افغانستان پر وروستیو څلوېښتو کلونو ژور اغېز پرېيښی دی.
که څه هم د چپي ایډيالوژۍ لرونکو کسانو په پنځوسمه لسیزه کې په پټه خپل فعالیتونه پيل کړي وو؛ خو په څرګنده يې خپل شتون په ۱۹۶۵ زېږديز کال کې اعلان کړ. د دوی په مقابل کې بیا د جوانان مسلمان ډلې (اخوانیانو) منځته راتګ د هغوی پر ضد غبرګون و.
پورته دوه یادې شوې ډلې هغه دي چې د هېواد د وروستیو څلورو لسیزو په سیاست کې ښکېلې پاتې شوې دي.
د خلق ډيموکراتیک ګوند له جوړېدو ژر وروسته په دوه ډلو ووېشل شو. د نور محمد تره کي په مشرۍ د خلق ډله چې اکثریت غړي يې کلیوال پښتانه وو او بله د ببرک کارمل په مشرۍ د پرچم ډله شوه چې اکثریت غړي يې ښاري؛ خو غير پښتانه و.
خلق او پرچم په ۱۹۷۷ زېږديز کال کې د یو شمېر بهرنیو کمونېستو ګوندونو په منځګړيتوب د محمد داود پر ضد سره یو ځای شول؛ خو د ثور له کودتا او شوروي یرغل وروسته، که څه هم په حکومت کې شریک وو؛ خو په بشپړ ډول سره جوړ نه وو. د امین په مشرۍ حکومت زیاتره پرچمیان له حکومت څخه وشړل.
د نجیب د حکومت په وروستیو کلونو کې د دوی تر منځ قومي تمایلات دا ځل بیا په شدت راڅرګند شول. په حکومت کې د کارمل او بریالي ملاتړي پرچمیان د شمال له مجاهدینو سره یو ځای او یا هغوی جذب کړل. د رباني او مسعود پر ضد د حکمتیار د جګړې یو دلیل هم همدا و چې هغوی په حکومت کې د پخواني رژيم چارواکي راوستي یا ورسره یو ځای شوي وو او دا هغه کسان وو چې حکمتیار ورسره کلونه جګړه کړې وه.
سره له دې چې د خلق او پرچم ايډیالوژي د قومي – ژبنيو توپيرونو خلاف وه؛ خو هغه ډول چې د دوی د ايډيالوژۍ غوښتنه وه، ورته ژمن پاتې نه شول.
بل خوا، د جوانان مسلمان ډله چې د پاکستان د وخت د حکومت په هڅونه يې د محمد داود پر ضد وسله راخیستې وه، هم د اختلافاتو او قومي تمایلاتو ښکار شوه.
د دوی دوه لوی ګوندونه چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او د برهان الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي وو، د دوی د ايډيالوژۍ خلاف پکې قومي چلندونه لیدل شوي دي. مؤرخ حسن کاکړ په خپل یوه کتاب (افغان – شوروي جګړه) کې دغو قومي تمایلاتو ته لنډه اشاره کړې ده.
د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په جهادي ګوندونو کې تر ټولو لوی ګوند و او داسې فکر کېده چې نږدې د ټولو قومونو څخه جوړ دی. که څه هم جمعیت ګوند کې یو کم شمېر پښتانه وو خو په دې اړه تر ډېره داسې فکر کېده چې جمعیت یوازې د تاجکو دی.
د کابل ورانوونکې کورنۍ جګړې، سره له دې چې قومي رنګ يې درلود، ولې ګوندونه پکې داسې وو چې جوړښت او چلند يې تر ډېره قومي و.
جمعیت ګوند د کابل جګړې د رباني په مشرۍ د (دولت اسلامي افغانستان) پر ضد جګړې بولي؛ خو د مشرانو په اړه يې داسې لیکلې او باوري اورېدلې خبرې شته چې قومي چلند يې ترې څرګندېږي. د کابل په جنګونو کې د ځینو ګوندونو قومي چلند د هغوی د هغې ايډيالوژۍ څخه ښکاره انحراف دی چې دوی يې په نوم له افغان کمونېستانو او شوروي پوځ سره جګړه کوله او په نوم يې خلک خپل ملاتړ ته وربلل.
د طالبانو له پرځولو وروسته چې جمعیت ګوند د امریکایانو لپاره د ځمکنیو پوځیانو په توګه دنده ترسره کوله، په نوي حکومت داسې واکمن شول، لکه د شوروي له پرځېدو وروسته چې نړۍ امریکا ته پاتې او یوه قطبي شوه. همدغه ډول جمعیت ګوند هم د سیاسي سیال ګوند د نه شتون په پایله کې نږدې پنځلس کاله، یا سیاسي صحنې ته د حکمتیار تر راتګ پورې، په حکومت او د کابل په سیاسي فضاء واکمن پاتې شو.
د کابل سیاسي سټېج ته د حکمتیار په ورننوتلو سره د دغو دوه لویو ګوندونو تر منځ، د پخوا په څېر، یو ځل بیا لوبه ګرمه ښکاري؛ خو که پخوا يې د جهاد او کمونېزم شعارونه زمزمه کول او د خلکو ملاتړ يې پرې جذباوه، نن ورځ داسې ښکاري چې په څرګنده او غېر شعوري ډول او یا هم د پردې تر شا د قوم – ژبې او سمت غږونه زمزمه کوي او په دې وسیله غواړي د ولس ملاتړ ور خپل کړي.
د افغانستان په څېر په (کثیر الملیتي) ټولنه کې د قوم او ژبې په نوم غږونه او یا کنايې کارول هېڅ د دې هېواد په ګټه نه دي او نه اوس هغه پخوانی وخت دی چې عام خلک د ايډيالوژيکو احساساتي شعارونو په ورکولو دوکه شي او نه هم ولس هغه ډول بې سواده او داسې دی چې له ګوندي تړاو لرلو پرته به له سیاسي-اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
اوس چې د راتلونکو ټاکنو او ائتلافونو خبرې کېږی، د ګوندونو او ډلو له لوري په ښکاره او یا د پردې تر شا د ملي ګټو پر ځای قومي او ګوندي ګټې په نظر کې نیول او یا د قوم او ګوند د ګټو په اړه پلانونه جوړول به د دې ځورېدلي او له لسیزو په جګړه کې ښکېل ولس لپاره خورا خطرناک وي.
ټولو، بیا په ځانګړي ډول یادو دوو لویو ګوندونو ته په کار ده چې خپل قومي چلندونه او ګوندي ګټې له نظره وغورځوي او د ټول ولس د ژوند او ګټو په تړاو فکر وکړي.
افغان ولس چې د نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته د همدې ګوندونو د ناوړو او وطن ورانوونکو سیاستونو قرباني شو، له دې وروسته دې نور دغه ولس د نورو قومي – سمتي بلاوو په خوله کې نه ورکوي او په دې نومونو دې نه سره ښکېلوي، دوی دې د قومي او ګوندي سياستونو پر ځای ملي سیاست ته مخه کړي او ملي ګټې دې په نظر کې ونیسي.
د شرقي نړۍ او بیا په ځانګړي ډول د افغانستان تاریخ راښودلې چې هره (کثیرالملیتي) ټولنه کې چې د قوم او ژبې په نوم سیاستونه شوي، پایله يې د هېواد او سیاسي ګوندونو له ویجاړۍ، ناکامۍ او سیاسي بې ثباتۍ پرته بل څه نه وه.

Read 157 times Last modified on دوشنبه, 18 جدی 1396 05:45

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App