زموږ ګټې؛ د وکیلانو څټې

زموږ ګټې؛ د وکیلانو څټې

د سړي زړه درد وکړي. د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې بودجه یې تر ډېره د نورو هېوادونو په مرستو او یا پورونو چلېږي، د ولسي جرګې غړي د لویو امتیازاتو غوښتنه کوی. په دې ورځو کې ټولنیزو رسنیو کې د وکیلانو د مصئونیت او امتیازاتو کمېسیون یو مکتوب هسک او ټيټ کيږي. په دغه مکتوب کې یاد کمېسیون له مالیې وزارته غوښتي چې د وکیلانو په امتیازاتو او حقونو کې دې ډېروالی راشي.
دا لومړی ځل نه دی، چې وکیلان ورته غوښتنه کوي. تر دې دوه کاله وړاندې چې کله د ولسي جرګې د غړو قانوني دوره پای ته رسېده، نو ځينو وکیلانو د امتیازاتو غوښتنه کوله. د دوی په خبره حکومت باید د هغو وکیلانو خیال وساتي، چې په ټاکنو کې ماتې خوري او بیا ځلې ولسي جرګې ته لاره نه شي پيدا کولی. دوی به ویل، حکومت دې ساتونکي ورکړي، ساتونکو ته دې معاشونه ورکړي، کور دې ورته کرایه کړي او دې ته ورته نور امتیازونه چې یادول یې دلته بې ګټې دي. د دوی دلیل دا و، چې د خپل ماموریت په دوره کې یې د مافیا، غلو، مفسدینو او نورو ناخوالو پر وړاندې مبارزه کړې ده، نو امنیتي تهديدونه ورته متوجه کيږي. هغه وخت د وکیلانو دغه غوښتنه د ملت له توند غبرګون سره مخ شوه او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو وکیلان پر خپلو ګټو مین خلک وبلل.
دا دی اوس بیا چې بودجه پارلمان ته رسېدلې ده او ولسي جرګه باید د تایید رایه ورکړي، وکیلانو ته خدای ورکړه خپله خبره پر مالیې وزارت مني. دوی وايي اوسني امتیازات کفایت نه ورته کوي او باید په حقونو او امتیازاتو کې یې دوه برابره زیاتوالی راشي. د رسنیو د معلوماتو له مخې د وکیلانو د مصئونیت او امتیازاتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د حکومت له لوري ورکول کېدونکي اوسني امتیازات کفایت نه کوي او باید د راتلونکي کال به بودجه کې د دوی لپاره بېل شوي لګښتونه دوه برابره لوړ شي. د دغه کمېسیون د پرېکړې پر اساس، پر اوسنۍ تنخوا سربېره دې د وکیلانو پنځه څلوېښت زره افغانۍ اصافي امتیازات نوي زرو ته لوړ شي، د کرېډېټ کارت لګښت دې له پنځه زرو لسو زرو ته لوړ شي او د کور لپاره ورکول کېدونکې کرایه دې له پنځه ویشت زرو څخه پنځوس زرو افغانیو ته لوړه شي.
یوه یادونه باید وکړم، چې د ولسي جرګې ټول غړي په دغه نظر نه دي. په ولسي جرګې کې داسې خلک هم شته دي، چې دوی د ملي ګټو لپاره مبارزه کوي، د ولس غږ منعکسوي او د دې خاورې خدمتګاران دي. خو هلته داسې کسان هم شته، چې یوازې خپل امتیازات پېژني او د خپلو ګټو لپاره یې نارې سورې جوړې کړې وي.
اوس خبره دا ده، چې ځينې وکیلان په کومو سترګو د دې ملت له جېبونو پیسې اخلي او پر ځان یې لګوي. دوی د دې خوار ولس په وینو ډېرې مزې کړې دي. ډېری وکیلان، کورنۍ یې، څو نږدې کسان یې سیاسي پاسپورتونه لري. د ماموریت نیمه موده یې له هېواده بهر تېرېږي، په تفریح او چکر بوخت وي، غیر حاضرۍ یې تر حده تېرې وي، د ولسي جرګې نصاب نه وي پوره، د همدې ملت له پیسو او معاشاتو د ملي ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره په پارلمان کې نارې سورې جوړوي.
په دې وروستیو کې پارلمان یوه لوبغالي ته ورته دی. په ټولنیزو رسنیو کې خو کاروونکي ډېر سپک نومونه ورته کاروي، چې زه یې دلته له راوړلو ډډه کوم او یا ښه ده ووایم، چې د دې نومونو په یادولو شرمېږم. دوی ډېری وکیلانو ته د پردیو د جاسوسانو خطاب کوي. وکیلان هم په خپلو څرګندونو کې کله، یو د پاکستان جاسوس بولي، کله بل د ایران جاسوس بولي، کله یوه ژبه نه مني، کله بل د ملت پر سر ناندرۍ وهي.
اوس ورځو کې د ولسي جرګې په تالار کې د پېژندپاڼو مسئله ډېره جدي او ګرمه ده. ډېری وکیلان پر همدې ناندریو بوخت دي. د یو چا دا خبره مې ډېره خوښه شوه، چې وايي ځینې وکیلان د اروپايي یا امریکايي هېوادونو د تابعیت اخیستو لپاره کلونه انتظار کوي، شپې ورځې د دروغو دوسیې جوړوي، ګډې وډې نخرې کوي، څو د دوی باور خپل کړي، خو د خپل تابعیت د اخیستو پر وړاندې ولاړ دي او په پېژندپاڼو کې د افغان له کليمې سره مخالفت کوي. اوس پوښتنه دا ده، چې افغانان ولې ځينو افغان ضد کسانو ته له خپله جېبه دومره امتیازات ورکړي؟ خیر که دا ملت د ځينو ناخوالو له امله وزګار نه دی، چې د خپلې ورکړې مالیې حساب کتاب واخلي، خو د روڼ اندو او په کارپوهو کسانو دنده دا ده، چې د پارلمان د ورته امتیاز غوښتنو او خپلسریو مخه ونیسي.
یو ښوونکی چې د یوې کورنۍ د اتو یا نهو کسانو سرپرستي په غاړه لري، سهار تر بېګا په ۱۲ زره افغانۍ کار کوي، د حکومت مالیه ورکوي، د برېښنا بېل پرې کوي، د کور کرایه ورکوي، منډې ترړې کوي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره یې په وروستیو دوو کلونو کې معاش یوازې ۲ زره افغانۍ لوړ شوی دی. بلخوا د پارلمان یو غړی بیا یوازې د کرېډېټ کارت لپاره ۱۰ زره افغانۍ غواړي. دا شمېره د یوه ښوونکي له ټول معاش سره برابره ده.
په حکومتونو کې دغه ډول بې عدالتۍ او دغه ډول ستونزې کرکې پارولی شي او د ستونزو د حل پر ځای د ستونزو پراختیا ته لار هواروي. ولسمشر سره له دې چې د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورینو د معاشونو د زیاتولو او نورو امتیازونو د ورکړې خبره کړې وه خو تر اوسه یې عمل نه دی ورباندې کړی.
دا چې د ماليې وزارت به د وکیلانو دغه غوښتنو ته څه ډول ځواب ووايي وخت به وښيي. خو اوس پارلمان د ۹۷ کال بودجه ځنډولې ده او مالیې وزارت ته یې ویلي، چې په بودجه کې دې د دوی امتیازات لوړ کړل شی. د بودجې نه تصویب هغه ستره ستونزه ده، چې هر کال د ملکي مامورینو ګرېوان نیسي. درې څلور میاشتې د دوی معاشونه ځنډېدلي وي او یو مامور چې د خپلې کورنۍ د چلولو لپاره په ۱۰ یا ۸ زره افغانۍ ګوزاره کوي د معاش تر راتګه د ژمي په یخ موسم کې له سلګونو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. زموږ ولس د لاس په تڼاکو پیسې ګټې، حکومت ته مالیه ورکوي، خو وکیلانو لویې څټې ورته اچولې دي، خولې یې خلاصې کړې دي او ترې ډکوي یې.
د حکومت مشرانو، وکیلانو، وزیرانو او بالاخره ټولو چارواکو ته په کار ده، چې یو ځل خپل سرونه په تکلیف او ګرېوانه ته یې ټيټ کړي، د دې مظلوم ملت حال، چې د دوی د مزو او چړچو لپاره د پاڼ او پړانګ تر منځ دی، وګوري او قضاوت دې وکړي. دوی دې د امتیازاتو د اخیستو پر ځای د هېواد د امنیت، سوکالۍ او بسیاینې لپاره کار وکړي او د شخصي ګټو پر ځای دې د افغانانو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

Read 283 times Last modified on دوشنبه, 18 جدی 1396 05:44

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App