لیکنې

Latest News

پر پاکستان فشارونه؛ حقیقت که تمثیل

یکشنبه, 17 جدی 1396 04:03

په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ لومړني ټوېټ په سیمه کې رسنیو او خلکو ته نوې موضوع جوړه کړه. ټرمپ د پاکستان په اړه د خپلو تېرو څرګندونو په دوام دا ځل له اسلام اباد سره د امریکا مرستې احمقانه بللې دي. د ده په وینا امریکا پاکستان ته څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره ورکړي، څو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو پاکستان په دې برخه کې دوه مخیتوب کړی دی.
د امریکا د ولسمشر دغو څرګندونو په پاکستان او افغانستان کې غبرګونونه لرل. د پاکستان کابینه یې بېړنۍ ناستې ته اړ کړه او د ملي یووالي حکومت بیا د امریکا دغه څرګندونې خپله لاس ته راوړنه وبلله. د حکومت ویاندویانو وویل، زموږ پر له پسې هڅو ټرمپ په دې باوري کړ، چې په سیمه کې روانې ناندرۍ د پاکستان له امله دي او باید ټرمپ پر دغه هېواد خپل فشارونه ډېر کړي. تر ولسمشر ټرمپ وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمې استازې نېکي هېلي هم د ټرمپ خبرې تایید کړې او دې موضوع لا قوت واخیست. د همدې په دوام یې له پاکستان سره څه باندې ۲۲۵ میلیونه نظامي مرسته هم وځنډوله.
له دې سره سره د پاکستان په اړه د ټرمپ د وروستیو پرېکړو په اړه بېلابېل نظرونه دي. خو په ټوله کې دوه نظرونه وړاندې کېدلی شي، یا دا چې امریکا نور په سیمه کې له جګړو او میلیونونو ډالرو لګښتونو ستړې شوې ده او غواړي په رښتیا دغه جګړه پای ته ورسوي او یا شک دا دی، چې ښايي امریکا تمثیل کوي، د خلکو اذهان پر خپلو څرګندونو بوختوي خو تر څنګ یې د سیمې لپاره نور پلانونه لري.
اوسمهال د پاکستان خاوره د امریکايي ځواکونو او امریکايي وسلو یا تجهيزاتو د تګ راتګ لاره ده. په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان پر مټ او مرسته مخ ته ځي. نو ځکه داسې شک کېږي چې د پاکستان پر وړاندې د امریکا اقدامات تمثیلي بڼه لري او حقیقت نه دی. د پاکستان کراچۍ بندر یو له هغو بندرونو دی، چې د رسمي شمېرو له مخې د امریکايي ځواکونو نږدې ۹۰ سلنه اکمالات له دې ځایه تر سره کېږي. که امریکا په رښتیا د پاکستان پر وړاندې اقدامات کوي، نو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو یا افغان سرتېرو د تجهیز لپاره بله هېڅ لاره نه لري.
د افغانستان په شمال کې له روسي پلوه هېوادونو سره په روان حالت کې امریکا ته د دې هوکړې کول سخت کار دی، چې د دوی په مرسته په افغانستان کې خپل سرتېري تجهیز کړي. تر کراچۍ بندر وروسته له سترو سمندرونو سره د افغانستان تر ټولو مهم نښلوونکی بندر چابهار دی، چې امریکا له دې لارې هېڅ وخت خپل اکمالات نه شي کولی؛ ځکه دمګړۍ عملاً د ایران او امریکا تر منځ لفظي ناندرۍ روانې دي او دواړه هېوادونه تقریباً په لفظي جګړه بوخت دي. همدا اوس هم تر ۷۰۰ ډېر زغروال امریکايي ګاډي په کراچۍ بندر کې دي او افغانستان ته یې د راوړلو تابیا نیول کېږي.
نړیوالې رسنۍ او نړیوال شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان له مرستې پرته امریکا په افغانستان کې خپله جګړه مخ ته نه شي وړلی او په افغانستان کې د جګړې د بریا لپاره اړ ده، چې له پاکستان سره خپلې مالي مرستې وکړي.
بله خبر چې د امریکا پر پرېکړو شک پيدا کولی شي، هغه له کلونو راهیسې په پاکستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه او له دغو ډلو سره د پاکستان د ښکاره او یا پټو مرستو دوام دی. سره له دې چې افغان جګړې ۱۶ کاله دوام وکړ، افغان حکومت نارې وکړې، چې ترهګر په پاکستان کې دي. خو د امریکا د بې پروایۍ له امله جګړې په افغانستان کې د زرګونه انسانانو ژوند واخیست. نو د امریکا ځواک ته په کتو، هېڅ وخت دا خبره نه شي منل کېدای، چې ګواکي امریکا دې پر دغو مرکزونو، مرستو او یا مشورو بې خبره وه، خو ښايي د خپلو موخو لپاره یې پر هر څه سترګې پټولې. خو اوس څه پېښ شول چې امریکا په هر څه پوهه شوه.
له دې ښکاري، چې تر هغه وخته د امریکا ګټې په همدې کې نغښتې وې، څو پر دغو مسایلو سترګې پټې کړي او په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره په اګاهانه توګه دغه جګړه وغځوي. له دې سره داسې انګېرل کېږي چې امریکا به تر طالب وروسته بله پروژه پیل کړي او د دې موخه به نه یوازې افغانستان وي بلکې په ټوله سیمه کې به نورو ناخوالو ته لار هواره کړي. ښايي په دې کې پاکستان هم ورسره ملګری وي او په نړیواله کچه د رسنیو پر وړاندې به روان تمثیل یو پلان شوی کار وي. همدا تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس وویل، چې له پاکستان سره د همکاریو خبرې روانې دي. د هغه په وینا موږ د پاکستان له خاورې خپل اکمالات کوو، نو مرستې ته یې اړتیا لرو. اوس که پاکستان ته امریکا دومره ستره اړتیا لري، نو بیا د فشارونو خبره څومره عملي ده؟ ښايي ځواب همدا وي چې دا هر څه یو تمثیل دی او د امریکا د راتلونکو پلانونو لپاره اوس د سیمې هېوادونه بوخت ساتل کېږي.
بل لور ته داسې نظر هم شته، چې ښايي امریکا په رښتیا له جګړو او میلیاردونو ډالرو لګښت ستړې شوې وي، نو غواړي پر پاکستان فشار راوړي. ځکه د امریکا اوسنی ولسمشر تر سیاسي او نظامي، ډېر سوداګريز فکر لري او تر ډېره د پیسو مینه وال دی؛ نو ښايي غواړي نور په امریکا د یوې داسې جګړې بوج سپک کړي چې ۱۶ کاله یې دوام کړی دی.
خو سره له دې ټولو که د امریکا اقدامات واقعیت وي یا تمثیل پاکستان په سیمه کې یوه سرطاني دانه ده. که امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر هم کړي، نو د خپل ځان د ساتلو او ژغورلو لپاره به د نورو لمنې ته ځان واچوي. دمګړۍ په سیمه کې د پاکستان ستر ملګری چین بلل کېږي، خو تر څنګ یې له ایران او روسیې سره هم د اړیکو پر جوړولو کار پيل کړی دی. دا خبره باید له یاده و نه باسو، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی، خو تر څنګ یې د خپل ځان د ساتنې لپاره پر مهمو اقداماتو لاس پورې کړی دی. د مک ماسټر په خبره له ترهګرۍ د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کار اخلي، له همدې ځایه د همدې شبکو په مرسته ځان ساتي او د نورو پام ځان ته اړوي.
امریکا د ځان لپاره د پاکستان په ارزښت سترګې نه شي پټولی. ځکه همدې هېواد دوی ته زمینه برابره کړه، چې په افغانستان کې شوروي اتحاد ته شکست ورکړي، د طالبانو پر نظام هوايي بریدونه وکړي او اوس یې اکمالاتو او ترانزیت ته لار ورکړې ده.
تر ټولو خطرناکه دا ده، چې افغان حکومت ځان ته کاذب باور ورکوي او فکر کوي، چې پاکستان د انزوا په حالت کې دی یا د انزوا پر لور روان دی، خو پاکستان د خپلو پښو د قوت لپاره د پښو لا قوي ځای پیدا کوي. ښايي له دې وروسته، له امریکا، چین او روسیې په ګډه امتیازونه واخلي، خو افغانستان به بیا هم د پردیو د جګړو میدان وي او ګټې به یې نورو ته رسېږي. افغان حکومت ته اړتیا ده، چې د امریکا تر څنګ له روسیې او چین سره هم په پاکستان کې د ترهګرو د موجودیت او منابعو په اړه موثق او کره اسناد شریک کړي، څو وکړی شي، د سیمې دغه مهم هېوادونه خپل کړي.

د سویډن د ماسټرۍ سکالرشیپونه

یکشنبه, 17 جدی 1396 04:02

د سویډن حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د (The Swedish Institute Study Scholarships) په نامه د ۱۴۰ هېوادونو لپاره د ماسټرۍ وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي دي چې افغانستان هم پکې دی. دغه سکالرشیپونه د بېلابېلو ساینسي او ټولنیزو علومو په برخو کې دي. د (سي. آی. اېس. اېس) سکالرشیپونو پروګرام په چوکاټ کې شاملو پوهنتونونو لپاره د غوښتنلیک د استولو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پنځلسمه، سکالرشیپ ته د نوملیکنې یا اپلای کولو وروستۍ نېټه د فبرورۍ نهمه او د اعلان نېټه یې د اپرېل ۲۶ مه ټاکل شوې ده.
د سکالرشیپ اسانتیاوې او ګټې:
- د داخلې یا ټوېشن فیس؛
- میاشتنی جېب خرڅ چې ۹۰۰۰ سویډنۍ پیسې کيږي؛
- د تګ راتګ لپاره ۱۵۰۰۰ سویډنۍ سېک؛
- د SI الومېني او د راتلونکو رهبرانو د شبکې غړیتوب؛
- روغتیايي او د پېښو بیمه.
شرایط:
۱. د (SISS) سکالرشیپونونو ته یوازې د هغو هېوادونو اتباع وړاندیز کولای شي چې د دغه پروګرام غړیتوب ولري. د سایس سکالرشیپ غړي هېوادونه پر دريو کټګوریو وېشل شوي دي:
لومړۍ کټګوري: په دې کټګورۍ کې پنځوس سکالرشیپونه شامل دي چې د افغانستان، بنګله دېش، بورکینا فاسو، کمبودیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، ایتوپیا، کینیا، لایبیریا، مالي، موزمبیق، میانمار، رونډا، سوېلي سوډان، سوډان، تانزانیا، یوګندا، زمبیا او زمبابوې هېوادونو اتباعو ته ورکول کيږي.
دویمه کټګوري: دویمه ډله سکالرشیپونه چې ټولټال شپېته سیټه کيږي، د برازیل، کولمبیا، ګانا، اندونیزیا، ایران او ویتنام اتباعو ته په پام کې نیول شوي دي.
درېیمه کټګوري، ځانګړی نوښت: شاوخوا لس سکالرشیپونه دي چې یوازې د سوېلي افریقا وګړو ته د سویډن او سوېلي افریقا تر منځ د یوه ځانګړي تړون پر اساس ورکول کيږي.
د اړتیا وړ اسناد:
- د لېسانس سند چې په سویډن کې د لېسانس سند معادل وي (د خپل هېواد په رسمي ژبه او هم په انګلیسي ژبه)
- د دولسم ټولګي د فراغت او پوهنتون د څلور کلنې دورې د فراغت ټرانسکرېپټونه
- د انګلیسي ژبې یو سند چې ستاسو د ژبې د مهارت تصدیق وکړای شي
- سپارښتلیک
- د پروګرام په تړاو ستاسو د علاقې اړوند یو څو کرښې مقاله
- او د پاسپورټ کاپي.
پورتني اسناد مو د انلاین نوملیکنې پرمهال باید له ځان سره ولری او له فورمې سره یې ضمیمه واستوئ.
د نوملیکنې ډول:
نوملیکنه په انلاین بڼه په دې پته کيږي: https://www.universityadmissions.se/intl/start . د پورتني لېنک تر پرانیستلو وروسته به تاسو لومړی ځان ته یو حساب یا اکونټ پرانيزئ او بیا د لارښوونې مطابق فورمه ډکه کړئ. په فورمه کې ستاسو بشپړ شهرت، د خوښې وړ پروګرام او پوهنتون په نښه کړئ.

د زړه ناروغۍ او د مخنیوي لارې چارې یې!

یکشنبه, 17 جدی 1396 03:59

د زړه ناروغۍ هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ ميلیونو انسانانو د مړینې لامل کېږي. وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي.
له دې مړینو څخه شاوخوا ۶ میلیونه یې د مغزي سکتې یا ګوزڼ له امله بلل شوې دي او څه د پاسه ۷ میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدو له کبله پېښېږي.
له بده مرغه نن سبا د ماشومانو، ځوانانو او زړو وګړو، غذایي رژیم د دې لامل شوی، چې د زړه خطرناکو ناروغيو ته لار هواره شي. همدا ناوړه غذایي رژیم دی، چې له دېرش کلنۍ د کم عمر کسان هم د زړه د درېدو پر ناروغۍ اخته کېږي.
د زړه ناروغيو لاملونه کوم دي؟
ډاکټران چاغوالی، د نشه يي توکو کارول، د هوا ککړوالی، د کبانو د غوښې او فیبرو نه کارول، غیر صحي خواړه، شکرې ناروغي او د وینې لوړ فشار د زړه ناروغيو اصلي لاملونه بولي. له دې ډلې ځینې ګواښونه یو له بل سره تړلي دي او یو ګواښ د بل شونتیا لوړولی شي. دغه راز د فزیکي فعالیت نه کول او عمر ته په کتو د غذایي رژیم تر منځ د توپیر نشتوالی هغه څه دي، چې د زړه پر حملې سربېره ځینې نورو وژونکو ناروغیو ته هم لاره هوارولی شي.
څېړنو ښودلې، چې نن سبا په نړۍ کې ډېر کم کسان سالم او بې خطره ژوند لري. دوی د ښه ژوند او سالمې روغتیا او دغه راز د زړه حملو څخه د خوندیتوب لپار ځینې سپارښتنې کړې دي.
لومړی- وزن مو کنټرول کړئ
هڅه وکړئ چې وزن مو ټاکلې اندازې ته راښکته کړئ. ځکه کله، چې د انسان وزن زیات شي، په څنګ کې یې ور سره د وینې غوړ هم زیاتېږي، چې دغه څه د زړه حملو او درېدو ته لاره هواروي. کولېسټرول یا د وینې غوړ یو ډول کیمیاوي مواد دي چې د انسان د بدن لپاره ډېر اړین بلل کېږي. خو که کولېسټرول په وینه کې تر ټاکلې کچې لوړ شي نو د انسان د روغتیا لپاره ځوروونکې پایلې درلودلی شي. د وینې د غوړو د کچې لوړېدل د زړه د رګونو د تنګېدو یا ان بندېدو سبب کيږي او دا په خپل وار د زړه حملې ته لاره هواروي.
۲- فیبر لرونکي خواړه وخورئ
د دې لپاره چې د زړه له حملو په امن کې وی، هڅه وکړئ چې په خپل غذایي رژیم کې له فیبر لرونکو خوړو لکه فیبر لرونکو مېوو، فیبر لرونکو سبزیو او د غنمو له سبوسو څخه ګټه واخلئ. د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د اوو کلونو په موده کې په یوه څېړنه کې ثابته کړې چې هره ورځ په لږه اندازه مېوه خوړل د زړه او دماغي سکتې په کمېدو کې مثبت تمامېږي. په دې څېړنه کې نږدې پنځه زره چينايانو برخه اخيستې وه. ياده څېړنه دغه راز ښيي، هغه کسان چې هره ورځ د اړتیا په اندازه مېوه خوري، دوی ډېر لږ د زړه، د وينې رګونو او د دماغي سکتې پر ناروغیو اخته کېږي. د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغه درملو د جانبي اغېزو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي. څېړونکي وايي، هغه څوک چې د ډوډۍ خوړو پر مهال مېوه خوري، د زړه او د وينې رګونو ناروغۍ کچه یې ۲۷ سلنه او د دماغي سکتې ناروغۍ کچه یې ۴۰ سلنه کمېږي.
دغو پايلو ته په کتو سره، ډاکټران سپارښتنه کوي چې هره ورځ باید لږ تر لږه ۱۵۰ ګرامه تازه مېوه وخوړل شي. دغه راز فیبر په وینه کې د غوړو کچه نورمال حالت ته را ټیټوي، چې دغه چاره د زړه د حملې او درېدو مخه نیسي.
۳- سګرېټ مه څکوئ
د سګرېټو څکول د وینې مضر غوړ (LDL) زیاتوي او په بدل کې یې سالم غوړ (HDL) له منځه وړي، چې د ځیګر د غوړېدو او د زړه د حملې لامل کېږي.
۴- د کبانو غوښه وکاروئ
د کبانو په غوښه کې شته غوړ اسیدونه اومېګا درې د بدن لپاره ګټور دي او په وینه کې د مضرو غوړو د زیاتوالي مخه نیسي.
۵- الکولي مشروبات مه څښئ
دا چې موږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او الکولي مشروبات پکې څه باندې ۱۴۰۰ کاله د مخه حرام ګڼل شوي، نو له څښلو یې باید په جدي ډول ډډه وشي؛ ځکه الکولي مشروبات د زړه پر ناروغۍ سربېره د ګڼو نورو ناوړه ناروغیو لامل هم کېدای شي.
د فزیکي فعالیت او سپورت ارزښت ګڼو څېړنو ثابت کړی دی. له ورزش او فزیکي فعالیت پرته د انسانانو روغتیا له بېلابېلو ګواښونو سره مخ ده. د زړه روغتیا ته دا ګواښ تر نورو ډېر نږدې دی.

طالبان، له کندهاره تر مزاره؛ پر نږدې تاریخ بیاکتنه

پنجشنبه, 30 قوس 1396 10:55

افغانستان چې د خپل ځانگړي جیوپولیټیکي وضعيت له کبله د تاریخ په اوږدو کې تل د زبرځواکونو د ټکر او سیالۍ محوري ټکی و، دغسې د نړیوالو خبریالانو او څېړونکو لپاره د څېړنې او ځیرنې په زړه پورې سکالو هم ده. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي تاړاک نیولې، بیا تر کورنیو جگړو او د یوويشتمې پېړۍ له پیل سره چې د یوازېني زبرځواک (متحده ایالاتو) د نوې او پېچلې جگړې ډگر دی، د افغانانو په پرتله پرې تر ډېره بهرنیانو لیکنې وکړې. هغوی د خپلو لیدټکیو او موخو په پام کې نیولو سره زموږ د وطن وضعیت څېړلی. موږ چې د ناورینونو قربانيان او لومړني شاهدان یو، ایله مو د هغوی روایتونه لوستي. ډېری وخت مو د ځان په اړه ان د هغوی درواغ هم رښتیا گڼلي!

په دې وروستیو کې یو ښه فرهنگي پرمختگ دا هم شوی، چې افغان سیاستوالو له لیکنو سره لېوالتیا پیدا کړې. د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، رنگین دادفر سپنتا کتاب به همدا گړۍ هم د ډېرو تر مطالعې لاندې وي او دغه کتاب لا هم د کتاب لوستونکي کهول تر منځ د تودو بحثونو موضوع ده. د ملي امنیت پخواني مشر، عارف سروري لا پخوا د سترگو لیدلې پېښې په کتابي بڼه خپرې کړې دي. امرالله صالح هم د پېښو په تړاو د مقالو ټولگه خپره کړې او لا هم لیکل کوي. د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس، عبدالکریم خرم او د کورنیو چارو پخوانی وزیر، عمر داوودزی هم پر کتاب لیکلو بوخت دي. د خلق ډیموکراټیک گوند د حکومت د بهرنیو چارو وروستي وزیر، عبدالوکیل د یادښتونو کتاب کال وړاندې خپور کړ. په طالبانو کې چې د کتاب لیکلو کلتور لا هم تت دی، د ملا عبدالسلام ضعیف د کتابونو تود هرکلی شوی. له زندانه تر خلاصېدو وروسته یې په لنډه موده کې د «گوانتنامو انځور» ولیکه، چې د نړۍ گڼو ژبو ته وژباړل شو. «طالبانو سره زما ژوند» يې د انگلیسي او عربي په گډون تر ۱۵ په زیاتو بهرنیو ژبو خپور شو. وروستی کتاب یې «طالبان، له کندهاره تر مزاره» دی، چې دمگړۍ لاس په لاس کيږي. دلته یې د همدې کتاب پر ځینو ټکو بحث کوو.

د ضعیف صېب وروستي کتاب کې د طالبانو د تحریک پر پیل، حکومتولۍ، د اسامه بن لادن ژوند او معما، او د امریکا د یرغل په پایله کې د سقوط په باب په زړه پورې تحلیلي بحث شوی. د شوروي پر ضد د جهاد پرمهال یې د هغو جبهاتو په اړه بحث کړی چې د طالبانو په نامه مشهورې وې. د جهاد له بریا وروسته د جهادي تنظیمونو تر منځ د کابل پر جگړو مفصل بحث شوی. په دغه بحث کې يې هغه لاملونه په گوته کړي چې د طالبانو د تحریک د راپورته کېدو لامل شول. دا چې د طالبانو تحریک په لومړیو کې څه ډول خپلې چارې تنظیمولې، کندهار ولایت یې څنگه تر خپلې ولکې لاندې راووست، د کندهار د قول اردو قومندان ملا نقیب الله اخوند ولې تسلیم شو، د حزب اسلامي قومندان عطا محمد سرکاتب ولې جگړې ته لومړیتوب ورکړ او داسې نور... دا ټول مسایل څېړل شوي. له دې وروسته تر ډېره ولایت په ولایت د طالبانو پر پرمختگونو بحث شوی، طالبانو څنگه د جهادي تنظیمونو له خپلمنځي اختلافاتو گټه واخیسته او کابو له ټول افغانستانه یې د مجاهدینو تنظیمي واکمني ټوله کړه، په دې اړه هم مفصل بحث شوی دی. په دغه بحث کې لوستونکي ته جوتېږي، چې څنگه احمد شاه مسعود وتوانېد د گلبدین حکمتیار جنگیالي په طالبانو ووهي او حزب تر فشار لاندې راولي او د حزب مشرتابه د وضعیت د ناسم تحلیل په پایله کې په لوی لاس خپل جنگیالي له یوې بلې داسې جگړې سره مخامخ کړل، چې د دوی لپاره وروستۍ شوه. ضعیف صېب د غزني د نیولو په بحث کې لیکي «د حکمتیار صاحب وسله ‌وال او جنگیالي که څه هم چې ډېری کسانو یې د طالبانو سره جگړه نه غوښتل، خو د حکمتیار صاحب په فشار سره اړ وه چي د خپل مقاومت کرښي د تحریک د خوځښت په وړاندي ټینگي کړي» (۹۴مخ).

د طالبانو د حکومتولۍ بحث بل هغه ټکی دی چې په دې کتاب کې پرې نسبتاً ښه بحث شوی. په ۱۴۸م مخ کې پر دې بحث کيږي چې ولې طالبانو په لومړیو کې د کابینې شورا ته د «سرپرستې شورا» نوم غوره کړ. ښاغلی ضعیف لیکي: «علت دا و چې طالبان په هغه وخت کي په دې تمه وه چي یوه ملي حکومت ته لاره اواره سي، او یا کېدای سي د تفاهم د لاري یو ښه څرک پیدا سي او د کابل له وتلو ځواکونو سره جوړې او روغې ته لاره اواره سي». د دې روایت له مخې ښيي چې طالبانو خپل حکومت د یوه ملي او ټولمنلي حکومت پر لور یو انتقالي حکومت باله؛ خو دا چې ستونزه ولې د تفاهم له لارې حل نه شوه، طالبانو څومره په دې تړاو د یوه مسوول حکومت په توگه هڅې وکړې، بحث نه دی شوی.

د حکومتولۍ په بحث کې بله مهمه موضوع ملا محمد عمر مجاهد ته د «امیر المؤمنین» د لقب ورکول دي. په دې کتاب کې لولو «په اول کې یواځي د «امیر» خبره مطرح سوه؛ خو کله چې مولوي احسان الله احسان د «امیرالمؤمنین» ږغ پورته کړ، سمدستي د علمای کرامو لخوا په تکبیرونو سره بدرگه سو او هېچا هم د اعتراض ږغ پورته نه کړ» (۱۳۸ مخ).  د ملا عبدالسلام ضعیف له روایته جوتېږي، چې په سر کې د دولت د مشر لپاره د «امیر» پر لقب بحث کېده؛ خو وروسته د مولوي احسان الله احسان له خوا د «امیر المؤمنین» غږ پورته کېږي او ټول یې مني. دلته څو ټکي پاموړ دي:

• لومړی دا چې په دې اړه جدي او تخصصي بحث نه دی شوی چې «امیر المؤمنین» د لقب له کارونې به موخه څه وي. د دې لقب کارونې پایلې به څه وي. یا که دا لقب ونه کارول شي، کومه ستونزه به راولاړه کړي؟ دا مسایل واضح نه دي؛

• دا چې د مولوي احسان الله احسان له خوا د «امیر المؤمنین» د وړانديز په باب چا بحث نه دی کړی، ښايي لامل یې هغه باور وي چې په «اسلامي» حکومت کې د مسلمانانو مشر ته د «امیرالمؤمنین» د لفظ کارونه حتمي گڼل شوې ده؛

• وروسته ښايي د همدې لقب له مخې د اسلامي نړۍ له گڼو سیمو څخه ځوانان په دې موخه افغانستان ته راتلل، چې گواکې داسې نظام رامنځ ته شوی چې هېڅ پولې او د نورو دولتونو ملي حاکمیتونو ته درناوی نه لري؛

• دغه لقب وروسته طالبانو ته هم ډېرې ستونزې راولاړې کړې. که څه هم طالبانو څو څو ځلې څرگنده کړې چې یوازې افغانستان پورې راټوله اجنډا لري؛ خو بیا هم ونه توانېدل چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو باور ترلاسه کړي.

دا چې د «افغانستان اسلامي دولت» نوم څنگه د افغانستان پر «اسلامي امارت» بدل شو، ضعیف صېب لیکي: «د افغانستان اسلامي دولت نوم د افغانستان اسلامي امارت باندې هغه وخت تبدیل سو چې کله د ځینو مستقلو او په امارت کې د ننه افغان علمای کرامو لخوا د آمر او دولت پر دوو نومونو اعتراضونه وسول». دا چې دا اعتراضونه څه وو، په کتاب کې راځي: «د امیر المؤمنین لقب په کندهار کې ملا محمد عمر مجاهد ته ورکول سوی و، چې دغه نوم د اوسني دولت له نوم سره تضاد درلود او یا دا چې د مطلق امیر او د دولت د نامه تر منځ ښه مناسبت نه و. دولت هغه لفظ دی چې اکثره د جمهوري پلوه حکومتونو لپاره کارول کيږي» (۱۹۵ مخ).  د ضعیف صېب له بحث څخه ښکاري چې طالبانو لومړی د دولت مشرتابه ته د «امیرالمؤمنین» لقب غوره کړ، مخکې له دې چې د دولت پر نوم او څرنگوالي بحث وشي. دا هم د تأمل وړ ده چې ایا د «دولت» لفظ کارونه حتماً د «ډیموکراټیک» حکومت په معنا ده؟ یا په بله اصطلاح د «دولت» لفظ کارونه الزاماً له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده؟ دلته بیا هم هغه ټکی د غور وړ دی چې طالبانو دغه لفظونه د سیمې او نړۍ له حساسیتونو او له دغو نومونو د خپل دقیق فهم پرته غوره کړي وو.

«طالبان، له کندهاره تر مزاره» کتاب کې چې ماته تر ټولو په زړه پورې بحث و، هغه د اسامه بن لادن پر سر له متحدو ایالتونو سره د اسلامي امارت د ټکر او په پای کې د امریکا د یرغل بحث دی. کتاب کې لولو، چې اسامه بن لادن د جهاد له دورې وروسته د مجاهدینو د حکومت د ځینو لوړپوړو چارواکو له خوا له سوډانه افغانستان ته په داسې ډول راوستل کيږي، چې الوتکه یې د متحدو عربي اماراتو په شارجه هوايي ډگر کې ناسته هم کوي او بن لادن هلته خپله الوتکه هم بدلوي. ښاغلی ضعیف لیکي چې «اسامه او ځینو نورو عربو ته د وخت د کورنیو چارو وزارت لخوا د رباني په امر افغاني تذکرې او پاسپورټونه هم ورکول سوه» (۲۶۹ مخ). کله چې طالبان پر کابو ټول افغانستان خپله ولکه ټینگوي، د اسامه موضوع هم ورته د مجاهدینو له حکومته په میراث پاتې کېږي. وروسته بیا څرگنده ده چې د اسامه موضوع د افغانستان لپاره د څومره ستر ناورین لامل شوه.

د کتاب له روایت دوې خبرې جوتېږي:

لومړۍ دا چې اسامه بن لادن بې له دې چې د طالبانو مجبوریتونه او ستونزې په پام کې ونیسي او د دې پر ځای چې د یوه خواخوږي په توگه د افغانستان په ستونزه کې مثبتې هڅې وکړي، په لوی لاس یې داسې څرگندونې کولې چې د امریکایانو اندېښنې راوپاروي او د متحده ایالتونو او اسلامي امارت تر منځ د احتمالي جوړ جاړي امکان هم له منځه یوسي؛ د ښاغلي ضعیف کتاب کې له دې لیکې ښکاري چې طالب مشرتابه هم د اسامه له څرگندونو تنگ شوي وو «د اسامه خوله هم له واکه وتلي وه، ځیني وختونه به یې ځان د تلویزیون پر مخ ښکاره کاوه او امریکا به یي په مختلفو الفاظو سره تهدیدوله او له خبري رسنیو سره به یي ټلیفوني مرکي هم کولي، چې مسئله یي نوره هم پېچلي کوله، هر وخت به یې ویده ماران له خوبه راوېښوله» (۲۷۱مخ).  ‍

دویمه خبره ترې دا هم جوتېږي، چې د طالبانو حکومت د اسلامي احساس او پښتني دودونو له مخې پر اسامه ډېر فشارونه نه راوړل؛ که څه هم دا ژمنه یې ترې اخیستې وه چې په افغانستان کې به د یوه مهاجر په توگه ژوند کوي او د افغانستان خاوره به د نړیوالو پر ضد نه کاروي؛ خو داسې ښکاري چې بن لادن او جنگیالیو یې تر ډېره د طالبانو مجبوریتونه او ستونزې په پام کې نه نیولې.

په خلیج کې پر امریکايي بېړۍ له برید او د افریقا نایروبي او دارالسلام کې پر امریکايي سفارتونو له بمي بریدونو وروسته د اسامه بن لادن مسئله د امریکا او طالبانو ترمنځ پر یوې محوري ستونزې بدله شوه. دغه مهال لفظي او رسنیزې ناندرۍ لا روانې وې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا پر دفاع وزارت یا پنټاگون او نیویارک کې پر اسمانڅکو نړیوالو سوداگریزو مرکزونو بریدونه وشول. دغه مهال متحده ایالتونو د اسامه د نه تسلیمولو په حالت کې د پوځي یرغل گواښ هم مل کړ. په دې اړه د ضعیف صېب کتاب کې لولو چې طالبانو له امریکایانو غوښتل چې داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي چې د افریقا چاودنو او یا هم د سپټمبر یوولسمې پېښو کې د اسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي. اسلامي امارت متحده ایالتونو ته د مسئلې د اواري په موخه ځینې حل لارې وړاندې کوي: لومړۍ دا چې اسناد دې د افغانستان سترې محکمې ته وړاندې کړي، بن لادن به د وړاندې شوو شواهد پر بنسټ په افغانستان کې محاکمه شي؛ که دا د منلو نه وي، بیا دې د څو هېوادونو د قاضیانو گډه کمېټه جوړه شي او هغه دې بن لادن محاکمه کړي؛ درېیم وړاندیز دا شوی و چې له بن لادن څخه به د اړیکو ټول وسایل اخیستل کېږي او نظر بند کېږي به، خو د ښاغلي ضعیف په روایت امریکایان بې له دې چې له طالبانو سره په داسې کوم میکانېزم کار وکړي چې د اسامه مسئله اواره شي، یو مخ به یې د هغه د تسلیمولو غوښتنه کوله، چې دا چاره طالبانو ته له مذهبي او کلتوري اړخه ستونزمنه وه.

د سپټمبر یوولسمې د پېښو پر مهال چې ملا عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر و، د امریکایانو د یوه گواښ په ځواب کې د امارت پیغام داسې روایت کوي «موږ د امریکا او د امریکا له ولس سره د دښمنۍ نیت نه لرو، نو له همدې کبله موږ ډاډ درکوو، چې په تاسي باندې به زموږ لخوا کومه حمله نه کېږي او نه به بل چاته دا اجازه ورکړو، چې د افغانستان خاوره ستاسې پر ضد وکاروي». (۲۹۵ مخ)

ښاغلی ضعیف لیکي، امریکایانو له هر ډول څېړنې پرته دا کار له اسامه سره وتاړه «که څه هم اسامه بن لادن تر دغه وخته په دې اړه څه نه وو ویلي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت د دې پېښې غندنه وکړه او له غندنې سره یو ځای یې د دې کار عاملینو ته د محاکمې غوښتنه هم وکړه» (۲۷۹ مخ).

د طالبانو د حکومت د نسکورېدو په وروستیو ورځو کې د حامد کرزي او ځینو مهمو طالب چارواکو ترمنځ په کندهار کې یو مهم ملاقات کيږي. د دې ملاقات په باب په لومړي ځل د طالبانو له ادرسه د ضعیف صېب په کتاب کې لولم. د طالبانو د تحریک د زېږېدو ځای، کندهار لا سقوط نه و کړی، چې د سرپرستې شورا مرستیال، ملا محمد حسن اخوند، د کندهار والي ملا محمد حسن رحماني، ملا عبیدالله اخوند، ملا برادر، د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، د مالیې وزیر اغاجان معتصم او سید محمد طیب اغا په گډون د ملا عبیدالله په مشرۍ د طالبانو پلاوي په شاه ولي کوټ کې له حامد کرزي سره وکتل. ضعیف صېب لیکي «له کرزي سره په دې سلا سوه، چې د ده اداره به طالبان نه ځوروي، کورونو ته به یې نه پسې ورځي، مشرانو ته به یې یو موټر او مناسبه اندازه وسلې د هغوی د امنیت لپاره ورپرېږدي. حامد کرزی به د طالبانو د سر، مال، ضمانت کوي، په دغو شرطونو به طالبان له مقاومت څخه لاس اخلي او د کندهار ښار به و سیمه ییز قومندان، ملا نقیب الله اخوند ته ورسپاري» (۳۲۴ مخ). خو د ملا محمد عمر په اړه بل ځای ضعیف صېب لیکي چې هغه ټولو طالب مشرانو ته خپل پېغام واوراوه او ويې ویل چې هغه به کله هم امریکا او د هغوی ملگرو ته تسلیم نه شي،‌ له خپلو ملگرو سره به چریکې جگړې ته مخه کړي. دا د طالبانو د سقوط په وروستیو ورځو کې هغه ناسته وه چې که یې پر سلاوو عمل شوی وای، طالبان به بیا جگړې ته نه وای مجبور شوي. هغه مهال د امریکایانو ستراتيژي لکه اوس د ټرمپ هغه  یو مخیز جگړه ‌ییزه وه او د سولې او خبرو اترو په نامه پکې څه نه و. له هغې راهیسې تر ننه په دواړو لوریو کې افغانان د جگړې قربانیان دي. امریکایان اوولس کاله وروسته یو ځل بیا جگړه د حل لار بولي، یو ځل بیا بي ۵۲ جگړه مارې الوتکې کاروي.

وروستۍ څېړنې هم ښيي چې طالبانو لکه د ځینو نورو افراطي جریانونو په څېر له امریکا سره د دښمنۍ تگلاره نه درلوده او نه هم طالبان د نورو امریکا ضد توندلارو اسلامي جریانونو له افکارو اغېزمن وو، خو د امریکا د جگړه‌ ییزو سیاستونو پایله دا شوه چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ جگړې ونښلي او د زرگونو انسانانو د تلف او میلیاردونو ډالرو د خساري لامل شي. داسې جگړه چې اوس اوس اوولسم کال ته داخله شوه او لا یې هم د اواري کوم څرک نه لگېږي. د دې ټکر او اوږدې جگړې مطالعه دا تحلیل هم حقیقت ته نږدې ښيي چې امریکا په سیمه کې د سولې او ثبات کومه ستراتيژي نه لري. د امریکا له پراخ پوځي او استخباراتي حضور سربېره د نوو ترهگرو او ورانکارو ډلو رامنځ ته کېدل بل هغه دلیل دی چې د سولې او ثبات لپاره د امریکا پر تگلارې شکونه یقین ته نږدې کوي. موږ یو ځل بیا لکه د ۲۰۰۱ کال وروستۍ میاشتې، د سولې پر ځای د جگړې شعارونه اورو، یو ځل بیا د جگړه ‌ییزې بریا تکراري ژمنې وینو.

د ضعیف صېب د نورو کتابونو په څېر په دې کتاب کې هم پر دغسې ډېرو نورو مسئلو هم په زړه پورې بحثونه شوي چې لوستل یې بې گټې نه دي. په پای کې ملا عبدالسلام ضعیف صېب ته د کتاب د خپرېدا مبارکي وایم او لوستونکي د کتاب لوستو ته رابولم. دغه کتاب اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی.

Popular News

افغانستان چې د خپل ځانگړي جیوپولیټیکي وضعيت له کبله د…
ژور خپګان پراخېدونکې ناروغي ده چې په درېيمه نړۍ، په…
رحمت الله جمالزی دا څه ډول منطق دی؟ وايي افغانستان…
د اسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم…

ژور خپګان؛ نښې او درملنه

یکشنبه, 19 قوس 1396 05:38

ژور خپګان پراخېدونکې ناروغي ده چې په درېيمه نړۍ، په ځانګړي ‌‌ډول افغانستان کې ګڼ شمېر خلک پرې اخته دي. د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په حواله پر ژور خپګان د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی او لا هم د ډېرېدو په حال کې دی. ژور خپګان کومه ځانګړې ناروغي نه ده چې په یوې خاصې ډلې، عمر او جنس پورې اړه ولري؛ بلکې د هر عمر لرونکي خلک زاړه، ځوانان نر او ښځې پرې اخته کېدای شي. ژور خپګان خطرناکه ناروغي ده ځکه د وخت په تېرېدو سره ترې ډېرې خطرناکې ناروغۍ پيدا کېدای شي. دا ناروغي په هغو سیمو او کورنیو کې چې د فقر، بېوزلۍ، شخړو، جنجالونو، ټولنیزو محرومیتونو او داسې نورو پېښو له کبله اغېزمن شوي وي، ډېره وي. د روغتیا د نړیوالې ادارې په خبره، اوسمهال په افغانستان کې یو میلیون افغانان د ژور خپګان او ۱.۲ میلیونه نور د وېرې (اضطراب) له ناروغۍ کړېږي.  اصلاً ژور خپګان په ټولنه کې د بېلابېلو ستونزو، مشکلاتو او کړاوونو پر وړاندې د بدن عکس العمل دی چې په بېلابېلو ډولونو ښکاره کیږي.

د ژور خپګان نښې

د ژور خپګان ناروغۍ ډېرې عامې نښې په لاندې ډول دي:

• د ژور خپګان ناروغان غالباً زړه وهلي وي، دوی ته هېڅ څه په زړه پورې نه وي؛ ان هغه خواړه چې پخوا يې ډېر خوښېدل پر ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته خوند نه ورکوي.

• د نهیلۍ احساس ورسره مل وي او د خپل راتلونکي په اړه تت انځور لري.

• فکري تمرکز يې له منځه ځي او په پرېکړو کې له ستونزو سره مخ وي.

• د درد احساس کوي خو داسې درد چې په درملو سره نه ښه کیږي.

• بې قراره وي، په هره خبره قهر او غوسه ورځي.

• وړه خبره لویوي او داسې فکر کوي چې هېڅ خواخوږی نه لري.

• تل ژړا ورځي.

• شک او بدګوماني کوي.

• کله ډېره ډودۍ خوري، خو کله بيا هېڅ اشتها نه لري.

• تل د مرګ او ځانوژنې په اړه فکر کوي.

• ځان بې ارزښته ګڼي او داسې فکر کوي چې ټولنې ته هېڅ په درد نه خوري.

• تل د ستړيا احساس کوي.

• غم، خپګان، اندېښنه، بې ځایه فکرونه او چورتونه يې مله وي.

• په خوب کولو کې جدي ستونزه لري، کله ډېر زیات ویده کيږي او کله بیا هېڅ خوب نه لري.

• د ورځنیو فعالیتونو او کار لپاره کافي انرژي نه لري.

• د ګناه احساس کوي او ځان پړ ګڼي.

• د تېر وخت غمجنې کیسې، ستونزې او کړاوونو یادوي.

 

پر دې سربېره، ژور خپګان له ځینو جسماني نښو څخه هم تشخيص کېدای شي لکه د ګېډې ستونزې، سوء هاضمه، د اشتها کمښت، د زړه غير عادي ضربان، له سینې سره جوخت د ناراحتۍ احساس، سر دردي، د اوږو او شا تختې درد او داسې نور.

که په ځان کې یادې نښې وينی، نو پوه شئ چې پر ژور خپګان اخته ياست. ځینې مهال ژور خپګان عادي او معمولي وي (ناروغ ژر ترې روغېږي) خو په ډېرو حالاتو کې شدید یا مزمن وي چې د درملنې لپاره يې روغتون او ډاکټر ته تګ اړين دی. د ژور خپګان درملنه خورا مهمه ده ځکه، که یې درملنه ونه شي کېدای شي ناروغ ان ځانوژنې ته هم مخه کړي.

د ژور خپګان لاملونه

ژور خپګان بېلابېل لاملونه لري چې په جسمي او بیولوژیکي عواملو، کیمیاوي عواملو، رواني عواملو او ټولنیزو عواملو يې وېشلی شو. دا چې رواني او ټولنیز عوامل یې تر نورو هغو ډېر معمول دي نو موږ يې هم د همدې عواملو مطالعې ته تم کيږو:

• د مور، پلار او داسې نورو نږدې خپلوانو له لاسه ورکول.

• په کورنۍ کې د ژور خپګان د جنیټیکي یا وراثتي مخینې شتون.

• روحي فشارونه.

• تهدیدونه، وهل ټکول.

• فقر، بېوزلي او ورته نورې ناخوالې.

د مخنيوي لارې چارې

لاندې د هغو لارو چارو يادونه کوو چې پر ژور خپګان د اخته کېدو مخنيوی کوي:

• له فکر کولو مه ډارېږئ، له واقعیتونو سره مخامخ شئ، واقعیتونه ومنئ او په دې باور اوسئ، تر هغو درواغو چې تاسې ته سملاسي خوښي در بښي هغه رښتیا ډېر ښه دي چې اوس مو خپه کوي ځکه د وخت په تېرېدو سره همدا خپګان په خوښۍ اوړي.

• هېڅکله مو روحي او رواني ستونزې بابېزه مه ګڼئ، حل لاره ورته پیدا کړئ، ځکه همدا ستونزه په راتلونکې کې په لوی سرخوږي اوړي.

• وايي سلیم عقل په سالم بدن کې دی، نو تل هڅه وکړئ چې ښه غذايي رژیم ولری، ورزش وکړئ او په دې ډول د ژور خپګان مقابلې ته چمتو شئ. د ښه غذايي رژیم لپاره کولی شی له متخصصو ډاکټرانو سره مشوره وکړی.

• ښه دوستان وټاکئ. انسان یو ټولنیز موجود دی چې له نورو سره له اړېکې پرته یې ژوند ممکن نه دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلام فرمايي: ښه دوست د عطار په څېر دی که نور هېڅ ګټه در ونه رسوي ښه بوی خو يې درته پاتې کیږي او بد دوست د اهنګر په څېر دی که نور هېڅ بد در ونه رسوي د اور سپرغۍ خو یې در الوزي. نو ښه دوستان وټاکئ، داسې دوستان چې رښتیا درته وايي، ژوند کې اساني کوي، په مهربانۍ درسره چلند کوي، د یو مخلص او لوراند په څېر تعامل  لري. له درواغجنو، فرېبکارو او ناوړو دوستانو څخه لرې اوسئ.

• خپله ستونزه مه پټوئ. هېڅکله خبره په زړه کې مه غوټه کوئ، ستونزې، مشکلات او نورې ناخوالې مو له دوستانو سره شریکې کړئ. لومړی خپلې خبرې ور واوروئ، وروسته بيا د هغه خبرې واورئ. هره ستونزه حل لاره لري، هېڅکله خبره ځان ته مه غټوئ.

• له نورو د هغوی د وړتيا په تناسب هيله کوئ. په ژوند کې د غم، خپګان او اندېښنې یو لامل له نورو د لوړو هیلو لرل دي. خپلې هیلې صفر ته ورسوئ. تل کوښښ کوئ چې له نورو سره مرسته وکړئ. له نورو ډېره توقع مه لرئ. د توقع لرل مو ځوروي، روحي او رواني ځور درته پیدا کوي.  نو په ژوند کې متوازن اوسئ مه له چا ډېره هیله لرئ او مه هم چاته ډېره مینه ورکوئ. عربي مقوله ده: خیر الامور اوسطها.

• واقع بین اوسئ. تل هڅه کوئ چې په صداقت او راستۍ سره ژوند وکړی. که چا درباندې نیوکه وکړه او پوه شوی چې خبره یې سمه ده ویې منئ.  اعتراف وکړئ، د ستونزې د رفع کېدو کوښښ وکړئ او که داسې نه وي په کیسه کې یې مه کیږئ.

• ښې خاطرې مو در په یاد کړئ. کله چې له ځان سره کېنی او یوازې کیږی نو هغه صحنې در يادوی چې خوند ترې اخلی او ښه اغېز درباندې کوي.

بيت المقدس ولې د اسرائيلو پلازمېنه نه شي کېدای!؟

یکشنبه, 19 قوس 1396 05:36

لیکوالانې: زینا تهان او فرح نجار

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده او د بهرنيو چارو وزارت ته يې سپارښتنه وکړه چې له تل ابيب څخه دغه ښار ته د امريکا د سفارت د لېږدولو لپاره اړين تدابير ونيسي.

د ټرمپ دغه پرېکړه د نړۍ د اکثریت مشرانو، سازمانونو او هېوادونو له خوا غندل شوې او لا هم غندل کيږي.

اسرایلو په ۱۹۶۷ زېږديز کال کې له سوریې، اردن او مصر سره د جګړې په پای کې ختیځ بیت المقدس اشغال کړ. د دغه ښار لویدیځه برخه په ۱۹۴۸ زېږديز کال کې د عربو او اسرائیلو په جګړه کې اسرائیلو لاندې کړې وه.

د  اسرائیلو له لوري د ختیځ بیت المقدس تر اشغال کېدو وروسته ټول بيت المقدس په نامنل شوې توګه د اسرائيلو تر کنټرول لاندې راغی؛ خو د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول نړیوالې ټولنې د اسرائیلو هغه دعوه نه وه تایید کړې چې وايي، بیت المقدس د دوی ملکیت دی.

بیت المقدس، په ځانګړې توګه ختیځ بیت المقدس، چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي په سیمه کې د اوږده کړکېچ اصلي ټکی او همدارنګه د سولې د خبرو پر وړاندې مهم خنډ دی.

د بیت المقدس په اړه د نړیوالې ټولنې دریځ

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷ زېږديز کال د وېش د پلان له مخې چې تاریخي فلسطین د یهودي او عرب دولتونو تر منځ وېشي، بیت المقدس ته ځانګړی موقف ورکړل شوی او ویل شوي چې دا تاریخي ښار به نړیوال ملکیت وي او د نړيوالو تر کنټرول لاندې به وی.

ملګرو ملتونو بیت المقدس ته دا ځانګړی دریځ او موقف د دې لپاره ورکړی دی چې دغه ښار د دريو ادیانو پیروانو ته مذهبي ارزښت لري. هلته هم د مسلمانانو، هم د یهودانو او هم د عیسویانو تاریخي مذهبي اماکن موجود دي.

د فلسطین د وېش په اړه د ملګرو ملتونو له سپارښتنې وروسته، د ۱۹۴۸ زېږديز کال په جګړه کې، صهيونیستي ځواکونو د بیت المقدس پر لویدیځه برخه کنټرول ترلاسه کړ او دا برخه یې له خپل دولت سره الحاق شوې سيمه اعلان کړه.

د ۱۹۶۷ زېږدیز کال په جګړه کې اسرائیلو د بیت المقدس ختیځ هم، چې هغه مهال د اردن په کنټرول کې و، ونیو او د نړیوالو قوانینو خلاف یې د بیت المقدس ختیځ د یهودي دولت برخه وګرځوله.

په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې اسرائیلو د بیت المقدس په اړه یو قانون تصویب کړ چې وايي، بشپړ او متحد بیت المقدس د اسرایلو پایتخت دی او په دې توګه یې له اسرائیلو سره د ختیځ بیت المقدس الحاق هم رسمي کړ.

په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې 478 شمېره پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ يې د اسرائيلو دغه قانون پوچ او بې معنا قانون بللی و او ختيځ بيت المقدس ته پکې د اشغال شوې سيمې خطاب شوی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول نړیواله ټولنه لا هم ختیځ بیت المقدس د اسرائیلو له خوا یوه اشغال شوې سیمه بولي.

پر دې سربېره د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د بیت المقدس هېڅ برخه د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې. روسیه په دې برخه کې استثنا وه ځکه روسیې د دغه کال په پیل کې لویدیځ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ. همدارنګه تر اوسه پورې د اسرائیلو لپاره د ټولې نړۍ سفارتونه په تل ابیب کې موقعيت لري.

ټرمپ لومړنی ولسمشر شو، چې ټول بیت المقدس یې د اسرائیلو پایتخت وباله.

د اسرایلو له خوا د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس له ځان سره یو ځای کول او خپله خاوره ګڼل د ګڼو نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني کړنه ده.

په بیت المقدس کې فلسطینیان

سره له دې چې اسرائیلو په يو اړخيز او غير قانوني ډول ختیځ بیت المقدس د خپلې خاورې برخه اعلان کړی، بيا هم هغو فلسطینیانو ته چې هلته اوسېږي اسرائيلي تابعيت نه ورکول کيږي.

دا مهال په ختیځ بیت المقدس کې مېشت نږدې نیم میليون فلسطینیان په خپله خاوره د دایمي اقامت کارتونه یا وېزې لري. دوی همدارنګه موقت اردني پاسپورټونه لري، خو د اردن تابعيت او د اردني وګړو د پېژندنې ټاکلې شمېرې نه لري.

دوی که غواړي اردن کې کار وکړي باید د کار جواز ولري او همدارنګه د اردن هغو حکومتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې اردن یې خپلو اتباعو ته برابروي، لکه روغتیايي، تعلیمي او نورې اسانتياوې .

د بیت المقدس فلسطیني اوسېدونکي دا مهال بې هېواده دي، دوی نه د اسرائيلو، نه د اردن او نه هم د فلسطین وګړي « اتباع» بلل کیږي.

اسرائیل په ختیځ بیت المقدس کې له مېشتو فلسطینیانو سره د بهرنیو اتباعو په توګه تعامل کوي. دغه خلک چې د همدې سیمې دي، د اصلي استوګنو له ټولو حقونو بې برخې دي. دوی باید یو لړ معیارونه پوره کړي څو هلته د خپل اقامت کاغذونه وساتلی شي، کنه اقامت یې لغوه کېدای هم شي.

د بیت المقدس فلسطیني استوګن که د ټاکلې مودې لپاره په کوم بهرني هېواد او يا د بيت المقدس په لويديځه غاړه کې و اوسي، نو په ختيځ بيت المقدس کې د استوګنې حق ترې سلبېږي او هلته د اوسېدو اقامه يې نه تمديدېږي؛ خو په ورته مهال «د اسرائيلو د ستنېدو قانون» پر بنسټ، د نړۍ د ګوټ ګوټ يهودان کولای شي چې په اسرائيلو کې و اوسي او د دغه هېواد تابعيت تر لاسه کړي.

د اسرائیلو د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا له 1967 زېږديز کال راهېسې اسرائیلو له شا و خوا ۱۴۰۰۰ فلسطینیانو څخه په اسرائیلو، په ځانګړې توګه بیت المقدس، کې د اوسېدو او اقامت اسناد بېرته اخیستي دي.

یهودي مېشت ځایونه

په ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو له خوا د یهودي مېشت ځایونو جوړول، چې په ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو د کنټرول د دایمي کولو هڅه ده، هم د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني کار دی.

ملګرو ملتونو په څو پرېکړه لیکونو کې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودي مېشت ځایونو جوړول غندلي او له اسرائیلو یې غوښتي چې د یو اشغالي ځواک په توګه دې خپلو خلکو ته په هغه سیمه کې چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي مېشت ځایونه نه جوړوي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې هم د دغو مېشت ځایونو په اړه له اسرائیلي چارواکو سره پرله پسې ناندرۍ درلودې او له همدې کبله د دواړو لورو اړيکې هم خرابې وې؛ خو اسرائیلي دولت د نړیوالو پر نيوکو او اندېښنو سربېره په ختیځ بیت المقدس کې زرګونه یهودي مېشت ځایونه جوړ کړي دي او دا مهال د اسرائیلو دوه سوه زره یهودي اتباع په ختیځ بیت المقدس کې اوسېږي.

ښه وینا د بریالیتوب ستر عامل

پنجشنبه, 16 قوس 1396 08:21

د اسلام ستر پیغمبر  محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمايي: ځینې ویناوې لکه جادو اثر لري. واقعیت دی چې وینا د انسان د بریالیتوب مهم عامل دی، ښه جذابه وینا مو خپل هدف ته رسولی شي، د نورو درناوی را ماتولی شي، ارزښت او اعتبار مو لوړولی شي او نور ستاسې د وړتیاوو منلو ته تیارولی شي. فصیحو ویناوو د ډېرو مبارزینو، سیاستوالو او سوداګرو په بریالیتوب کې مهم رول لرلی دی. د امریکا د ۲۰۰۸ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د بارک اوباما د بریالیتوب مهم راز د هغه فصیحه او جذابه وینا ښودل شوې ده. نو که غواړئ چې وځلېږی، نور تر اغېز لاندې راولی او په اسانۍ خپلې موخې ته ورسېږی، د غوره وینا کولو هنر زده کړئ. لاندې مو یو شمېر هغه مهم ټکي را اخیستي چې در سره د ښې او اغېزناکې وینا په وړاندې کولو کې مرسته کوي:

1. وینا ته بشپړ تیاری ولرئ

کله چې غواړی وینا و کړی، مخکې ورته پروګرام جوړ کړئ. قلم او کاغذ را واخلئ، د وینا موخې مو ولیکئ، مقدمه ورته تیاره کړئ، په مطالبو کې مو لومړيتوبونه په نښه کړئ، په ترتیب د همدې لومړیتوبونو پر بنسټ مخکې لاړ شئ او په پای کې د خپلو خبرو غورچاڼ وړاندې کړئ.

2. په پوره جرئت سره خبرې وکړئ

د خبرو پر مهال پر ځان باور خورا مهم دی. که پر ځان باور ونه لری هېڅکله به مو مخاطبین په دقت سره خبرو ته غوږ نه شي. د وینا پر مهال داسې حرکات وکړئ چې د جرئت او پیاوړتیا څرګندونه مو وکړي. په پوره باور او ډاډ خبرې وکړئ، هر ډول وېره او ترهه له ځانه لرې کړئ.

3. په خپلو خبرو باور ولرئ

که پر خپلې وینا ټینګ باور ونه لری هېڅکله به نور د هغو منلو ته حاضر نه شي. ټولې هغه خبرې چې په خپله يې نه شی منلی له وينا لرې کړئ. مه هېروئ، که په خپله پر يو څه باور و نه لری نور به هم په دې قانع نه کړی چې خبره مو ومني.

4. شمېرلې خبرې وکړئ

له شمېرلو خبرو موخه دا ده چې څرګند، واضح او فصیح وغږېږئ. داسې وینا وکړئ چې مخاطبین یې په ټولو کليمو پوه شي او ابهام ته پکې ځای پاتې نه شي. که پوه شوی چې اورېدونکي مو په کوم ټکي نه دي پوه شوي، یا یې ترې سم مطلب نه دی اخیستی؛ خپله خبره بيا تکرار کړئ څو اورېدونکي ترې بشپړ مطلب واخلي. شمېرلې خبرې یعنې څرګندې او واضحې خبرې چې اورېدونکي ترې په ټوله معنا مطلب واخیستلی شي.

5. د خبرو پر مهال ادب او عاطفه مراعات کړئ

د انسان فطرت داسې دی چې مؤدب، مهربانه او خیر غوښتونکی فرد خوښوي. نو که جذابه او اغېزناکه وینا کول غواړی باید د وینا په ترڅ کې خپل دروندوالی، ادب او نرمي وساتی.

6. له ځان ستاينې ډده وکړئ

ځینې ویناوال داسې وي چې د خبرو ډېره برخه يې ځان ستاينې ته بېله وي. ځان ستاینې ته یې کار ویلی وي او د ځان مطرح کولو هڅه کوي. که اورېدونکي پوه شول چې ستاسې موخه د ځان مطرح کول دي، نو په هېڅ وجه به مو خبرې د زړه په غوږونو وا نه وري. تر وسه وسه هڅه وکړئ چې د وینا پر مهال ځان ته ډېره اشاره ونه کړی. یوازې په هغه صورت کې چې مهم وي او یا د کوم ابهام لرې کولو لپاره وي د ځان يادونه هم کولی شی. مګر له دې ټولو سره سره بايد ويناوال د موضوع حساسيت له پامه و نه غورځوي.

7. لنډه وینا وکړئ

د وینا لنډول یا په لنډو جملوکې خپل مطلب بیانول ستونزمن کار دی خو تر وسه وسه هڅه وکړئ چې لنډه وینا وکړئ. که نه شي کېدای نو بیا داسې کليمې، جملې، کیسې، مقولې، شعرونه او نور خواږه مطالب په خپلې وینا کې ځای کړئ چې اورېدونکي له خبرو خسته نه شي او تر پایه مو وینا ته په غور سره غوږ کېږدي.

8. اصلي موضوع بيا بيا تکرار کړئ

ځینې وخت یوه خبره مهمه وي، که غواړی چې همدا مهمه خبره د اورېدونکي په ذهن کې پخه کېنوی نو د وينا په لومړیو، منځ او وروستیو کې يې تکرار کړئ. تکرار باید په داسې ډول نه وي چې اورېدونکي ترې ستړي شي.

9. د وينا پر مهال تمرکز ولرئ

که د وینا پر مهال تمرکز ونه لری مخاطبین پر تاسې پوهېږي او له خبرو سره مو يې دلچسپي کمېږي. کله چې خبرې کوی، ټول فکرونه، سوچونه او نورې ذهني بوختیاوې مو یوې خوا ته کړئ، یوازې او یوازې مخاطبینو او وینا ته پام و کړئ، تر پایه له اورېدونکو سره واوسئ. ښايي تمرکز کول درته ستونزمن وي او تاسې پوښتنه وکړی چې څنګه خپلې ذهني مشغولاوې یوې خوا ته کولی شو، ځواب یې څو کلیمې دی: تمرین، تمرین، تمرین او بیا هم د تمرکز تمرین!

10. انسجام مراعات کړئ

انسان فطرتاً داسې دی چې منطق او انسجام خوښوي. ټول طبیعت یو ځانګړی انسجام لري نو ځکه له دې شي سره مینه هم فطري ده. وینا هم همداسې ده او باید انسجام ولري. د مسلکي ویناوال خبرې منسجمې وي، کله چې د وینا یوه برخه ختمه او بله پیلوی، باید دواړې سره په منطقي لحاظ اړیکه ولري او منسجمې وي. که مو خبرې انسجام ونه لري اغېز یې له منځه ځي.

11. د اواز لوړوالی او  ټیتوالی په پام کې ونیسئ

ښه ویناوال په وینا کې د خپلو خبرو لوړوالی او ټیټوالی په پام کې نیسي او د اړتیا پر مهال یې لوړوي یا یې ټیټوي. که غواړی تکړه او مسلکي ویناوال شی دغه ټکی هم مه هېروئ.

12. ځان چمتو کړئ

ورزشکاران چې کله ځان سیالیو ته جوړوي نو مخکې ترې ځان ګرموي، دوه درې ساعته د ځان ګرمولو تمرین کوي څو سیالۍ ته برابر شي. وینا هم همدا ډول ده، باید ځان ورته چمتو کړی. هر سهار د آواز تمرین وکړئ، غونډې ته تر تلو د مخه خپله جوړه کړې وينا له ځان سره په لوړ اواز تکرار کړئ.

13. د بریالیو وینا والو پېښې و کړئ

د نړۍ د بریالیو او اغېزناکو ویناوالو ویډیوګانې وګورئ، که ممکنه وي په غونډو کې یې کېنئ، د هغوی حرکات او سکنات کاپي کړئ، ځان سره یې نوټ کړئ او بیا یې هره ورځ سهار وختي او عادي خبرو کې پېښې کوئ. داسې به په ډېرې اسانۍ سره یو بریالی ویناوال شی.

14. د وينا غوړچاڼ وړاندې کړئ

د وينا غورچاڼ مو له یاده ونه وځي، تر وسه هڅه وکړئ په پای کې د خپلو خبرو لنډیز واوروئ.

15. تمرین وکړئ

که غواړی چې مسلکي او اغېزناک ویناوال شی نو تمرین وکړئ. دوامدار تمرین. داسې تمرین چې موخې ته تر رسېدو هېڅکله ترې په شا نه شی.

ځان څنګه ارزولی شو؟

پنجشنبه, 16 قوس 1396 08:20

ښايي له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې پرمختګ څنګه کیږي؟ څنګه ځان پرمختګ ته جوړولی شو؟ او هغه کومې نیمګړتیاوې او خنډونه دي چې پرمختګ ته مو نه پرېږدي.  له ځان سره محاسبه تر هر څه مهمه ده. پوهان وايي: هوښیار او پوه خلک هر وخت له ځان سره محاسبه کوي، خپلې نیمګړتیاوې او کمبودۍ له ځان سره لیکي او د ښه والي لپاره یې هڅه کوي. واقعیت همدا دی، هغوی چې د بریالي او له لاسته راوړنو ډک ژوند هیله لري باید تل ځان و ارزوي. ځان ارزونه او لوړو بریالیتوبونو ته ځان جوړول هغه مهال ممکن دي چې له ځان سره رښتیني محاسبه ولرو. اوس پوښتنه دا ده چې دا محاسبه به څنګه کوو؟ طریقه یې څه ده؟ (SWOT) داسې تحلیل دی چې د ارزونې لپاره کارول کیږي.

(SWOT)  له څلورو تورو اخیستل شوی چې S یې د Strengths  يا د قوت ټکي، W یې د Weakness  يا کمزورۍ ټکي، O یې د Opportunities يا فرصتونو او T یې د Threats یا ننګونو د ټکي په مانا دي. دا تحلیل چې په نړیواله کچه کارول کیږي نه یوازې د کمپنیو، سازمانونو او اداراتو لپاره مهم او اړین دی بلکې افرادو ته هم لوړ ارزښت لري. په دې تحلیل کې تاسې د خپل قوت په ټکو باندې پوهېږئ او دا امکان درکوي چې ترې ښه ګټه واخلی. په دويم قدم کې مو د ضعف په ټکو باندې پوهېږی او کېدای شي پرې کار وکړی او په قوت یې واړوئ. په درېیم ګام کې فرصتونه دي چې کولی شی په لوړه کچه ترې ګټه واخلی او په څلورم قدم کې تهدیدات یا ګواښونه دي چې کېدای شي حل لارې ورته پیدا کړی. یاد تحلیل خورا اړین دی، هڅه وکړئ په چارو کې ترې استفاده وکړئ.

ښايي اوس درسره پوښتنه وي چې دا تحلیل د ځان ارزونې په موخه څنګه کارولی شو؟ نو قلم او کاغذ را واخلئ، د (ځان ارزونې) فورمه جوړه کړئ او لاندې پوښتنو ته په ترتیب سره ځوابونه ورکړئ:

د قوت ټکي

په لومړي ګام کې د خپل قوت د ټکو پېژندلو په موخه لاندې پوښتنې ځواب کړئ:

1. تر نورو څه ښېګڼي لرئ؟ (د مثال په ډول مهارتونه، شهادتنامې، لوړې زده کړې، اړیکې، لیکوالي...)

2. څومره او کومې سرچینې مو په واک کې دي؟

3. کوم عادتونه مو خلک خوښوي؟

4. په کومو چارو کې ډېر بریالي یاست؟

5. په کومو لاسته راوړنو د ویاړ احساس کوئ؟

6. کومې ځانګړې وړتیاوې لری؟

دا او دې ته ورته پوښتنې له ځانه وپوښتئ او په پوره بې طرفۍ یې ځواب کړئ، په ځوابولو کې له رښتینولۍ کار واخلئ.

کمزورتیاوې

په دويم ګام کې خپلې کمزورتیاوې لېست کړئ. لاندې او دې ته ورته نورې پوښتنې چې درته مهمې برېښي له ځانه وپوښتئ او ځواب یې کړئ:

1. د کومو چارو په ترسره کولو کې پر ځان باور نه لری؟

2. ملګري، انډیوالان او نور همکاران مو کوم عادتونه د کمزورۍ نښې بولي؟

3. له خپلو زده کړو او نورو مهارتونو بشپړ راضي یاست؟

4. کوم منفي عادتونه لرئ؟ (لکه بې صبري، بې حوصله ګي او نور...)

5. څه مو د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي؟

6. هغه کومه لویه نیمګړتیا ده چې له کبله يې نه ځلېږی؟

یاد لېست هم په پوره صداقت د ځان او نورو له نظره ځواب کړئ. په دې برخه کې ملګري، همکاران او نور دوستان پوښتلی شئ او ترې د خپلو منفي عادتونو او ځانګړتیاوو په اړه نظر اخيستلی شی.

فرصتونه

د ضعف او قوت ټکو له لیکلو وروسته مو په درېیم ګام کې فرصتونه و ارزوی. فرصتونه د قوت او ضعف ټکو له پرتلنې وروسته ولیکئ. په دې برخه کې له ځانه لاندې پوښتنې مطرح کړئ:

1. ایا چارې مو په ښه ډول پر مخ ځي او د لا ښه والي لپاره یې څه کولی شی؟

2. د پرمختګ لپاره کوم فرصتونه او امکانات لری چې نور ترې بې برخې دي؟

3.  له شته امکاناتو مو څومره استفاده کړې ده؟

4. کومې چارې دي چې يوازې تاسو يې ترسره کولی شی.

په دې برخه کې ټول هغه فرصتونه لېست کولی شی چې تر دې دمه مو نه دي کارولي. دغه راز له هغو فرصتونو چې عملاً ترې استفاده کوی د لا ډېرې استفادې امکانات هم سنجولی شی.

ګواښونه

په پای کې ټول هغه ګواښونه یا تهدیدات چې د پرمختګ پر وړاندې مو خنډونه جوړوي، پرمختګ ته مو نه پرېږدي او یا مو یو نه یو ډول بریالیتوب ګواښي په نښه کړئ. په دې برخه کې له ځان سره لاندې پوښتنې مطرح او ځواب کړئ:

1. د چارو په ترسره کولو کې له کومو ننګونو سره مخ یاست؟

2. ایا د کومې ځانګړې پروژې په پلي کولو کې له ملګرو سره سيالي لری؟

3. ایا کاروبار مو په اوسني موقعيت کې له خنډونو سره مخ دی؟

4. ایا د معاصرې ټکنالوژۍ ودې مو چارې اغېزمنې کړې او د کار بازار یې در خراب کړی؟

5. ولې مو د کمزورۍ ټکي د قوت پر ټکو نه شی بدلولی؟

تر دې پوښتنو وروسته له ځان سره یوازې کښېنئ، هره پوښتنه او ځواب له نظره تېر کړئ، وروسته یې حل لارو ته ورشئ. که د حل او هواري امکانات مو په لاس کې لرل سمدلاسه لاس پر کار شئ، که نه ول له کورنۍ، دوستانو، ملګرو او نورو مرسته وغواړئ. که هلته هم څه لاس ته درنغلل نو مستقیماً خپله لاس پر کار شئ او ستونزې له مخې لرې کړئ.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App