Spogmai FM http://www.spogmairadio.af/component/content/frontpage Sun, 25 Jun 2017 12:09:38 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir ارګ: راتلونکو ټاکنو ته د بودجې د چمتو کولو هڅې پيل شوې http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12600-2017-06-24-11-50-57 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12600-2017-06-24-11-50-57 ارګ وايي هڅې يې پيل کړې، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره بودجه چمتو کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال وايي، د بودجې د چمتو کولو لپاره يو مالي کميسيون ټاکل شوی او خپل کارونه يې هم پيل کړي دي. مينه پال نه دي ويلي، چې د ټاکنو بودجه به له کومو سرچينو څخه تر لاسه کوي، خو ټينګار يې کړی چې حکومت به په دې برخه کې خپل مسئوليت ادا کړي. د ټاکنو خپلواک کميسيون د تېرې پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو نېټه اعلان کړه. د کميسيون مشر نجيب الله احمدزي وويل، چې که حکومت ورته بودجه چمتو کړي، امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړي او مرستندوی ارګانونه يې لوجسټيکي چارې پر خپل وخت تر سره کړي، نو د راتلونکي کال د سرطان مياشتې په ۱۷ نېټه به ټاکنې وکړي. د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې په وينا يې ۶۳ ميلیونه ډالره بايد تر راتلونکې يوې مياشتې پورې په واک کې ورکړل شي. حکومت وايي خپل مسئوليت به تر سره کړي او د بودجې د چمتو کولو تر څنګ به د امنيت د ټينګښت لپاره هم اړين تدابير ونيسي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 11:49:30 +0000
يوناما: د جګړې غاړې دې د اختر په ورځو کې له زغم څخه کار واخلي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12596-2017-06-24-11-28-25 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12596-2017-06-24-11-28-25 يوناما وايي، د افغانستان په جګړه کې ښکېلې غاړې دې د اختر په ورځو کې له جګړو لاس واخلي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړو استازي تاداميچي ياماماتو له خوا افغان ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله مبارکي ويل شوې ده. په خبرپاڼه کې ويل شوي، د دې لپاره چې افغانان د اختر خوشالۍ په ښه ډول ونمانځي، نو په جګړه کې ښکېلې غاړې بايد له جګړې لاس واخلي. ياماماتو هيله ښوودلې، چې په افغانانو کې د ملي يووالي روحيه په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازي تاداميچي ياماماتو په داسې حال کې د اختر په ورځو کې د جګړې پر ښکېلو غاړو له جګړې د لاس نيولو غږ کيږي، چې د روژې د مبارکې مياشتې له پيله بيا تر اوسه وسله والو طالبانو په بريدونو کې تر ۱۰۰۰ ډيرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 11:26:59 +0000
بهرنيو ځواکونو کونړ کې د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12595-2017-06-24-09-29-12 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12595-2017-06-24-09-29-12 د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ قوماندان امان الله له خپلو شپږو نورو وسله والو سره يو ځای وژل شوی دی. پېښه تېره شپه د درې نيمو بجو په شاوخوا کې شوې ده. د کونړ امنيه قومنداني وايي چې قومندان امان الله د شيګل ولسوالۍ په لاحسين دره کې وژل شوی دی. د حزب اسلامي دغه قوماندان په دې وروستیو کې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې له افغان حکومت سره د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پر شوې سوله راضي نه دی. ده ويلي وو، چې حکمتيار د سولې د هوکړې د لاسليکولو پر مهال له دوی سره مشوره نه ده کړې. له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې تر هوکړې وروسته دا د حزب اسلامي لومړی قوماندان دی چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کېږي. حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 09:26:57 +0000
چین: د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول مرستې ته تیار یو http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12594-2017-06-24-08-50-47 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12594-2017-06-24-08-50-47 چین وايي د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅه و نه سپموي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه، د سولې له پروسې سره مرسته، د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا ده. د وانګ په وینا، هېواد یې د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروسې سره هر ډول مرستې ته تیار دی، ځکه په سیمه کې امن افغانستان د ټولو په ګټه دی. نوموړي د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د سولې په برخه کې د افغان حکومت بشپړ ملاتړی دی. هغه همدا راز د ترهګرو په ځپلو کې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي او د سیمې د ثبات لپاره یې ددواړو هېوادونو تر منځ پر لا همغږۍ ټینګار کړی دی. په دې لیدنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم چین په سیمه کې د افغانستان ښه متحد په ګوته کړی او ددغه هېواد رول یې د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم بللی دی. د رباني په وینا چین کولای شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې د سولې زمینه برابره کړي او د افغانستان په وده کې خپله ونډه واخلي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 08:49:12 +0000
احدي: د ټاکنو کمېسیون خپلواک نه دی، لومړی باید خپلواک شي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12593-2017-06-24-08-29-18 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12593-2017-06-24-08-29-18 د افغانستان نوې ملي جبه وايي، د ټاکنو خپلواک کميسیون اړ دی، چې افغانانو ته د شفافو ټاکنو د تر سره کولو زمینه برابره کړي. د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي وايي، چې د ټاکنو کميسیون، دې تر ټاکنو وړاندې د شفافو ټاکنو لپاره له سیاسي اړخونو، ګوندونو او مدني ټولنو سره ناستې ولري او د شفافو ټاکنو لپاره دې زمینه برابره کړي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د ټاکنو د ګډونکوونکو الکترونیکي لیست کولای شيؤ د ټاکنو شفافیت تضمین کړي او د درغلیو مخه ونیسي. انورالحق احدي وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او افغان حکومت دې په دې پوه شي، چې له ټاکنو پرته حکومت مشروعیت نه لري او د ټاکنو کمېسیون بې پروايي د روانو ټولو ناخوالو اصلي علت دی. احدي همدا راز ویلي، چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسیون دواړو قانون تر پښو لاندې کړی دی او نېټه یې د قانون خلاف ټاکلې ده. هغه همدا راز ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت دواړه د افغان ولس پر ځای تر ډیره د ټاکنو د تمویل کوونکو بنسټونو فرمایشونو او نظریانو ته ارزښت ورکوي. هغه همدا راز ویلي، چې کمېسیون خپلواک نه دی او باید پخپله د ټاکنو په کمېسیون کې تر هر څه وړاندې شفافیت رامنځ ته شي؛ ځکه اوس دغه کمېسیون وېشل شوی دی او د حکومت کسان پکې دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 08:24:30 +0000
د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12592-2017-06-24-07-50-42 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12592-2017-06-24-07-50-42

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به نن د خپل دغه سفر په لړ کې له ولسمشر غني سره وویني او د سولې د هڅو په تړاو به بحث او خبرې وکړي. ښاغلی يي به له اجرايه رييس عبدالله عبدالله ، د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني او د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر سره وګوري. تر دې وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له افغانستان او پاکستانه لیدنه وکړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به هڅه وکړي. کابل تل ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رېښتینی نه دی، خو پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د يادونې وړ ده چې ښاغلی وانګ يي له کابل نه اسلام آباد ته ځي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 07:48:02 +0000
پنټاګون: امریکا په افغانستان کې له یوه سخت ازمون سره مخ ده http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12591-2017-06-24-07-22-17 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12591-2017-06-24-07-22-17 د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون یوه ویاند له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له داعش او نورو ډلو سره د مبارزې په برخه کې په یوه سخت ازمون کې راګیر ده. د پنټاګون یوه ویاند دانا وایټ ویلي، په افغانستان کې دداعش موجودیت لا هم پر خپل ځای دی او امریکا باید دغه ډله له منځه یوسي. نوموړي همدا راز ویلي، چې افغانستان ته لېږل کېدونکو امریکايي عسکرو کره شمېره لا نه ده معلومه، خو دغه هېواد ته به له داعش سره د مبارزې لپاره تازه دمي سرتیري لېږل کېږي. نوموړي به داسې حال کې دغه څرګندونې کړې، چې تېره ورځ د امریکا د پوځ یوه متقاعد جنرال دنیل دیویس د افغانستان د جګړې کلۍ د پاکستان په لاس کې بللې وه. د نوموړي په وینا پاکستان په خپله خاوره کې هغو ترهګرو ډلو ته د فعالیت، روزنې او مالي ملاتړ زمینه برابره کړې چې په افغانستان کې جګړه کوي. د یویس په خبره که امریکا غواړي چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي نو پر پاکستان دې فشارونه ډیر کړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 07:18:24 +0000
امریکا په افغانستان او پاکستان کې د خاص استازي ماموریت پای ته ورساوه http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12583-2017-06-24-04-26-17 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12583-2017-06-24-04-26-17 د والستریت ژورنال د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي لارل مېلر ماموریت پای ته رسېدلی دی، خو د ټرمپ اداره د نوموړي ځای ناستی نه ټاکي او په دې توګه دغه ماموریت ته د پای ټکی اېږدي. په روان حالت کې چې امریکا د سیمې لپاره د پلانونو خبرې کوي دغه ډول اقدام پوښتنې راولاړې کړې دي. ځکه په دې سره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ماموریت پای ته رسېږي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د نظامي ماموریت د غځولو هڅه کوي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 04:25:46 +0000
روسیه: امریکا په افغانستان کې له داعش سره رښتینې مبارزه نه کوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12579-2017-06-24-03-56-51 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12579-2017-06-24-03-56-51 روسیه وايي، په افغانستان کې دداعش ډلې پر وړاندې د امریکايي ځواکونو له لوري عملي مبارزه نه تر سترګو کېږي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیه په افغانستان کې دداعش پر وړاندې مبارزه کې جدي او رښتینې نه ده او نه هم له دغه ډلې سره د عملي جګړې کوم څرک تر سترګو کېږي. نوموړي همدا راز ادعا کړې، چې امریکا په غیر مستقیم ډول هغه کسان ځپي چې دداعش پر وړاندې جګړه کوي. د نوموړي په وینا، که د امریکا دښمن وي، نو بیا طالب او داعش دواړه د امریکا دښمنان دي، خو امریکایي ځواکونه د افغانستان په ختیځ کې یواځې پر هغو طالبانو بریدونه کوي، چې دداعش پر وړاندې جګړه کوي. نوموړي همدا راز ویلي، چې په توره بوړه کې، امریکایانو د بمونو مور بم استعمال کړ، ادعا یې وکړه چې لسګونه داعشیان یې وژلي دي، خو دا خبرې ناسمې دي. دده په خبره وسله وال لا مخکې له دغه ځایه ایستل شوي وو او یواځې د دوو کسانو جسدونه هلته لیدل شوي دي. ده یو ځل بیا هم په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې امریکا له داعش سره د مبارزې په برخه کې رښتینې نه ده او نه یې هم د مبارزې کوم څرک لګېږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 24 Jun 2017 03:56:02 +0000
ډنمارک افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو پرېکړه ځنډولې ده http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12574-2017-06-23-07-58-48 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/12574-2017-06-23-07-58-48 ډنمارک وايي افغانستان ته یې د سرتېرو د لېږلو پرېکړه ځنډولې ده. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت پرون ددغه هېواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې افغانستان ته یې د خپلو سرتېرو د لېږلو پرېکړه ځنډولې ده. تر دې وړاندې ډنمارک د امریکا په غوښتنه پرېکړه کړې وه، چې افغانستان ته به ۵۵ نور سرتېري لېږي، خو پرون یې ویلي، چې دغه پرېکړه د ناټو د نورو غړو هېوادونو تر پرېکړې پورې ځنډېدلې ده. سرچینې همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره هېڅ هیله نشته ده، خو ډنمارک به بیا هم د افغانانو د امنیت د ساتنې لپاره په دې برخه کې همکاري کوي. ددغه هېواد چارواکو همدا راز ویلي، ډنمارکي سرتیري که افغانستان ته ولاړ هم شي، نو په جګړه کې برخه نه اخلي بلکې په کابل کې به د ځينو سیمو په امنیت کې مرسته کوي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Fri, 23 Jun 2017 07:58:22 +0000