يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نوې لار خپرونه ۲۰۱۷-۱۰-۱ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

یو شمېر ګوندونه او سیاسي جریانونه انتقاد کوي، چې د ملي وحدت حکومت محسوسې لاسته راوړنې نه لري د میزان په اومه نېټه د ملي وحدت د حکومت پوره درې کاله پوره شول، خو ډېری هېواد وال یې له کړنو راضي نه دي. که څه هم افغان حکومت ادعا کوي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې د هغې له ډلې د اداري فساد سره د مبارزې، د سولې پروسې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې ښه کارونه کړي خو یو شمېر سیاسي جریانونه په دې باور دي چې د حکومت مشران حتی نه دي توانېدلي تر څو سیاسي اختلافونو ته د پای ټکی کېږدي. موږ د نوې لار په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو کارپوه نصر الله حقپال او د چارو شنونکی سید محمد روحاني.

د خپرونې کوربه نور ولي خپلواک دی.

Addthis

 




مل پاڼې