شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



سني او شيعه عالمانو د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 03:42

کابل کې د الزهرا پر جومات د بريد په پايله کې د اهل سنت او تشيع عالمانو په دې اړه ګډ دريځ اعلان کړ او ويې ويل، وروستي ترهګريز بريدونه د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کولو په موخه شوي؛ خو دا ډول بريدونه د مذهبونو ترمنځ يووالى لاپسې غښتلى کوي. څلور ورځې وړاندې څو وسله والو د کابل په لوېديځ کې د الزهرا پر جومات بريد وکړ، چې له امله يې څلور کسان ووژل شول او اته نور ټپيان شول. د اهل سنت او اهل تشيع لسګونه عالمانو پرون په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، وروستۍ پېښې د قومونو او مذهبونو ترمنځ د بې اتفاقۍ په موخه ترسره شوې او دا ډول بريدونه د اسلام سپېڅلي دين خلاف دي. د افغانستان د عالمانو سراسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف په ياده غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې په هېواد کې د وروستيو بريدونو د غندلو ترڅنګ وويل، د افغانستان دښمنان په دې وروستيو کې هڅه کوي، چې د سني او شيعه ترمنځ اختلافونو ته لمن ووهي. نوموړي، وروستي بريدونه د دين، مذهب، انسانيت او بشريت خلاف وبلل او ويې ويل، ترهګرو د وروستيو بريدونو په ترسره کولو سره اسلامي نړۍ ولړزوله او ټولو ته يې وښوده چې دوى هيڅ دين او مذهب ته درناوى نه لري.

Addthis

 




مل پاڼې