شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



غني او عبدالله د سیاسي هوکړه لیک په اړه بیا خبرې پيل کړې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 03:44

اجراییه رییس د سیاسي هوکړه لیک د عملي کولو په هدف له ارګ سره تازه خبرې پیل کړې دې. په ولسي جرګه کې د جمعیت اسلامي غړي وايي، د لویې جرګې دایرېدل، د اساسي قانون تعدیل او یوشمېر نور مسایل هغه ټکې دي، چې د دواړو لوریو ترمنځ پرې خبرې شوې دي. د جمعیت اسلامي ګوند غړي وایي، چې اجراییه رییس د سیاسي هوکړه لیک د عملي کولو په هدف دغه خبرې له یوې اوونۍ راهیسې له ولسمشر سره پيل کړې دي. اجراییه ریاست له ارګ سره د سیاسي هوکړه لیک د عملي کولو په هدف مذاکرات تاییدوي. د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل وايي، د ملي یووالي حکومت دوام لپاره اړتیا ده چې دواړه مشران د سیاسي هوکړې په پلیتابه غور وکړي. جمعیت اسلامي د حکومت په امنیتي سکتور کې تغییرات غوښتي او له ډاکټر عبدالله نه یې د جمعیت او حکومت ترمنځ د یوه اړخ د انتخابولو غوښتنه کړې ده.

Addthis

 




مل پاڼې