يكشنبه, 04 چنګاښ 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



وکیلان: خیمه دروونکي دې نور د ولس ځورونه بنده کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 07:02

د ولسي جرګې غړو یو ځل بیا پر خیمه دروونکو کسانو غږ وکړ، چې نور دې د کابل ښاریانو ته ستونزې نه جوړوي او خپله وروستۍ خیمه دې ټوله کړي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازې ساعت کې د اعتراض کوونکو دغه کار وغانده او هغه یې له اساسي قانون سره په ټکر کې وباله. وکیلانو ټينګار کړی، چې همدا نن دې دغه خیمه ټوله شي او کابل ښاریان دې له دغه عذابه خلاص شي. د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي وویل، چې که د اعتراض کوونکو موخه د ستونزو حل وي نو خیمه دې ټوله کړي او که یې موخه د خلکو ځورول وي بیا دې د مدني اعتراض نوم نه ورکوي. دده په وینا د مدني خوځښتونو او ولس ځورونې ترمنځ ډېر توپيرونه شته دي.

Addthis

 




مل پاڼې