يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ارګ: امریکا به د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د پاکستان پر وړاندې اقدام کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 09:41

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله آزاد رسنیو ته ویلي، چې امریکا پخپله نوې ستراتيژۍ کې غواړي پر پاکستان فشارونه ډیر کړي، نو له همدې امله افغان حکومت پخوا هم د پاکستان پر ضد کره اسناد او شواهد وړاندې کړي وو او اوس یې هم وړاندې کولای شي. آزاد همدا راز ویلي، چې مخکې هم پر پاکستان د امریکا له لوري ځینې فشارونه راوړل شوي وو، خو ځکه یې پایله نه لرله، چې د افغان حکومت نظر نه و پوښتل شوی. دده په وینا امریکا پخپله نوې ستراتيژۍ کې د افغان حکومت نظر اخیستی دی او د اسنادو پر بنسټ به د پاکستان پر وړاندې اقدام کوي. آزاد ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې اقدام کول د امریکا د نوې ستراتېژۍ یوه برخه ده.

Addthis

 




مل پاڼې