شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په ايران کې د افغان کډوالو تازه ارقام اعلان شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 12:10

د ایران د احصائيې ادارې له يوې تازه سرشمېرنې وروسته په هغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر يو ميليون، ۵۳۸ زره او ۹۷۹ تنه اعلان کړی دی. د ايران د احصائيې ادارې پر وېبپاڼه په همدې اړه خپاره شوي مطلب کې ويل شوي، چې په ايران کې ډيری افغاني کډوال په ښاري سيمو کې مېشت دي. دې اداري ويلي چې په ايران کې د استوګنو افغان کډوالو له ډلې ۱ ميليون، ۲۴۲ زره او ۳۳۲ تنه په ښاري او ۳۴۰ زره او ۹۶۸ تنه نور په کليوالو سيمو کې مېشت دي. د ايران پلازمينې تر ټولو ډيرو (درېيمې برخې) افغان کډوالو ته پناه ورکړې، په داسې حال کې چې کردستان ولايت يې بيا يوازې ۱۸ تنو افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی.

Addthis

 




مل پاڼې