يكشنبه, 04 چنګاښ 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ځانګړو ځواکونو په تخار کې د سقوط شويو پوستو د نيولو عمليات پيل کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 12:11

چارواکو منلې چې وسله والو طالبانو د تخار پر دوو سرحدي ولسواليو (خواجه غار او خواجه بهاوالدين) ډله ييز بريدونه کړي او ۶ امنيتي پوستې يې نيولې دي. د دې پوستو په سقوطېدو سره د خواجه بهاوالدين او درقد ولسواليو لارې هم تړل شوې دي. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د سقوط شويو پوستو د نيولو په موخه عمليات پيل کړي او اوسمهال په سيمه کې سخته جګړه روانه ده. ده ويلي، چې په جګړه کې تر دې مهاله د خواجه غار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د مرستيال قومندان نورعلي په ګډون د امنيتي ځواکونو ۵ منسوبين وژل شوي دي. د تيمور په خبره په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره ارقامو په اړه يې معلومات نه دي وړاندې کړي. خواجه بهاوالدين او خواجه غار ولسوالۍ له تاجکستان سره پر پوله پرتې دي، چې ويل کيږي د نشه يي توکو ډير قاچاق له همدې لارو کيږي. يوه سيمه ييز چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته ويلي، چې افغان ځواکونه د جګړې د مديريت وړتيا نه لري او که دې مسئلې ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي، خواجه غار، خواجه بهاوالدين، ينګي قلعه او درقد ولسوالۍ به د طالبانو لاسونو ته پرېوزي.

Addthis

 




مل پاڼې