شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پر پاکستان د چین فشار د افغانستان د ثبات لپاره د هیلې څراغ کېدای شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:39

شنونکي په افغانستان کې د سولې لپاره پر پاکستان د چین فشار ګټور بولي او ټینګار کوي چې په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د دوام په صورت کې چین خپلو اقتصادي ګټو ته نه شي رسېدلی. دوی د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه، چې ټاکل شوې په روان کال کې جوړه شي، د افغان لوري لپاره مناسب فرصت بولي څو چین ته قناعت ورکړي چې له ترهګرو د پاکستان ملاتړ د سیمې پر نورو هېوادونو سربېره د چین اقتصادي ګټې هم ګواښي.

د اقتصاد کارپوه محب الله شریف وايي افغان حکومت باید د پياوړې ډیپلوماسۍ پر مټ د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره وتړي او چین ته قناعت ورکړي، چې د افغانستان بې ثباتي چين او د چين اقتصاد ته هم ګواښ پېښولی شي او د دغه ګواښ د مخنیوي لاره دا ده چې پر پاکستان فشار راوړل شي.

شریف ادعا کوي چې پاکستان له چین سره هم دوه مخې لوبه کوي؛ له یوه لوري له دغه هېواده د سیپیک په څېر سترې اقتصادي پروژې ترلاسه کوي او له بل لوري د ترهګرو د ملاتړ له لارې نه یوازې په سیمه کې د لوېدیځ لاسوهنې ته چې د چین ګټې ګواښلی شي زمینه برابروي، بلکې عملاً د داسې وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې په چین کې ترهګریز فعالیت کوي. شریف وویل:« مثلا ابوالحمد ترکستانی په پاکستان کې دی او هغه عملا د چین پر وړاندې جنګېږي.»

د ښاغلي شریف په باور چین باید د سیپيک په څېر پروژو په نظر کې نیولو سره قانع شي، چې پر پاکستان فشار، یوازېنۍ لاره ده چې په سیمه کې د دوی لویې اقتصادي پروژې له خطره بچ کولای شي.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې باید دا پيغام هم ورسول شي، چې د ترهګرو د ملاتړ له امله په سیمه کې عملاً د چین لویې اقتصادي پروژې د ناکامۍ پر لور ګامونه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي، د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې باید پر هغه واقعیتونو خبرې وشي چې تر دې وړاندې په وضاحت نه دي مطرح شوي.

نوموړي مسير ورځپاڼې ته وویل، د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده او که په دې برخه کې د هرې اجماع لپاره اقدام کېږي، د سولې لپاره لږ تر لږه د هیلو یوه نوې دروازه پرانیزي.

د ځاځي په وینا که په جوړېدونکې درې اړخیزه ناسته کې افغان لوری چین ته قناعت ورکړای شي، چې پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله فشار راوړي او پاکستان په تدریجي ډول له دغه کاره لاس واخلي، د افغانستان له ثبات سره مرسته کولی شي.

دی وايي، اوس چې پاکستان له امریکا سره یو څه واټن پیدا کړی نو لاس یې چین او روسیې ته غځولی له همدې کبله چین اوس د پاکستان لپاره د امریکا په څېر ارزښت پیدا کړی، نو ځکه یې فشار هم پر پاکستان اغېزناک دی.

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې کره نېټه نه ده معلومه خو ویل کېږي چې د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو وړاندې به جوړه شي. په رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دې غونډې د جوړېدو ژمنه د شانګهای سازمان په وروستۍ غونډه کې د ولسمشر غني او د چین د ولسمشر شي جين پينګ تر منځ شوې ده.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې