شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د کابل نننیو ورځپاڼو ته کتنه: پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 04:56

سرخط:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وایي، چې د زابل والي بسم الله افغانمل هره میاشت یو میلیون افغانۍ خپل جېب ته اچوي. همدا راز یې په سرلیکنه کې په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفیر عمر زاخیلوال نېوکې کړې دي چې ګواکي د پاکستان پر وړاندې قوي او توند دریځ نه لري.

مسیر:

ورځپاڼې ته په لومړني خبر کې شنونکو ویلي دي، چې پر پاکستان د چین فشار په افغانستان کې د ثبات سبب کېدای شي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، چې پاکستان د افغانستان او هند د اړیکو له نږدې کېدو وېره لري. لیکوال وايي، پاکستان د همدې وېرې له کبله په افغانستان کې یوه خونړۍ نیابتي جګړه مخ ته وړي.

هارټ آف ایشیا:

ورځپاڼې هم په خپل لومړني خبر کې، پر پاکستان د چین د فشار خبره کړې ده. ورځپاڼه وايي پر پاکستان به د چین فشار ددې سبب شي چې افغانستان ته امنیت راشي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، چې پاکستان د کومو ترهګرو پر وړاندې اقدام کوي؟ د لیکوال په وینا دا سمه ده چې پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کړې ده، خو هغه ترهګر یې ځپلي دي، چې پاکستان ته ګواښ دي، هغه یې بیا پاللي دي چې هند او افغانستان ته خطرونه جوړوي.

ویسا:

ورځپاڼې ګڼ خبرونه او لیکنې را اخیستې دي. په یوه خبر کې لیکي، چې د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو د امریکايي ځواکونو پر ضد لاریون کړی دی. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، چې د امریکا نوې تګلاره او جګړې یوازې د امریکا او ارګ په ګټه دي خو عامو افغانانو ته ستر زیانونه لري او د افغانستان په زیان دي.

۸ صبح:

ورځپاڼې په کابل کې د افغانستان د شفافیت د څار شبکې خبري غونډې ته اشاره کړې، چې ویلي یې و، په افغانستان کې فساد د تېر حکومت په پرتله ډېر شوی دی. ورځپاڼې همدا راز په سرلیکنه کې ویلي، چې په ملي دفاع وزارت کې وروستیو یادوو شوو اصلاحاتو ته جدي اړتیا ده او ټولو ته په کار ده، چې د حکومت ددغه اقدام هر کلی وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې