شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



له ایرانه ۱۳۲ افغان زندانیان را لېږدول کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 10:51

د ایران په بندخونو کې پراته ۱۳۲ افغان زندانیان به هېواد ته راولیږدول شي. ایراني چارواکو ویلي، چې له افغان حکومت سره د شوې هوکړې پر بنسټ به هغه ۱۳۲ افغان زندانیان د کابل حکومت ته وسپارل شي، چې د ایران په یو شمېر بند خونو کې شپې تېروي. په تهران کې د بندخونو مدیر علیرضا ګرامي رسنیو ته ویلي، چې افغان بندیان به په نږدې راتلونکې کې د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د افغانستان حکومت ته سپارل کیږي. ایراني چارواکو دا نه دي ویلي، چې یاد کسان د کومو جرمونو په لرلو په ایران کې بندیان شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې