چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستان: د افغانستان د سولې مسئله موږ ته مهمه ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 03:22

پاکستان وايي د افغانستان له سولې او ثبات سره مرستې ته تیار دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال ویلي، چې د افغانستان سوله پاکستان ته مهمه مسئله ده او هڅه کوي په دې برخه کې تر خپلې وسې مرسته وکړي. احسان همدا راز ویلي، چې افغانستان هڅه کوي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان هڅې سبوتاژ کړي. دده په وینا پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کړې ده او چا ته به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د نورو پر وړاندې وکارول شي. احسان زیاته کړې، چې افغان او پاکستاني چارواکي دې غونډې جوړې کړې او پر دې مسئلې دې خبرې وکړي، چې د سولې د لارې خنډ څه شی دی. اقبال زیاته کړې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کړې او زرګونه افغانانو ته یې په پاکستان کې د اوسېدو امکانات په لاس ورکړي دي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې پاکستان د امریکا له لوري د ترهګرو ملاتړی هېواد معرفي شوی او افغان حکومت هم ترې غوښتي چې د وسله والو له ملاتړه دې لاس واخلي او له افغان حکومت سره دې سولې ته کیني.

Addthis

 




مل پاڼې