سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



جان الن: د ټرمپ تګلاره به د لسیزو لپاره امریکایان په افغانستان کې پاتې کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 03:22

د ټرمپ نوې تګلاره به په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د لسیزو لپاره وغځوي. پخواني امریکايي پوځي چارواکي جان الن ویلي، د ټرمپ تګلاره په زمان پورې نه بلکې په شرایطو پورې تړلې ده، چې په دې توګه به دغه نظامي حضور په افغانستان کې د لسیزو لپاره وغځېږي. نوموړي همدا راز د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بللې ده او ټینګار یې کړی، چې د پای ته رسولو لپاره یې باید هڅې وشي. الن دا هم ویلي، چې زموږ بریا په جګړه کې بریا نه ده، بلکې د سولې په برخه کې بریا زموږ د بریا په مانا ده. ددغه امریکايي چارواکي په خبره امریکا ته په کار ده، چې په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. نوموړي ویلي، چې د زمان له مخې په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو حضور د اوباما تګلاره وه او ښه وه، چې د خپلو سرتېرو حضور مقید کړو. پرون د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان باس هم ویلي وو، چې دوی له افغانستانه خپل سرتېري نه وباسي او دلته به له ترهګرۍ سره خپلې جګړې ته ادامه ورکوي.

Addthis

 




مل پاڼې