چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



رانډ پل: د افغانستان جګړه له نظامي لارو پای ته نه رسېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 10:58

جمهوري غوښتونکی امریکايی سناتور رانډ پل وايي، افغانستان ته د جګړو پر مټ ثبات نه راوستل کېږي. د پل په باور د اوباما حکومت په تر سل زره ډېرو سرتېرو بریالی نه شو چې افغان جګړه وګټي نو پوښتنه دا ده، چې ټرمپ به څنګه وکولی شي د ۳ زرو په شاوخوا کې عسکرو په ډېرولو سره افغان جګړه وګټي. نوموړي ویلي موږ کلونه مخکې د افغانستان له کلیو خپل ځواکونه و ایستل نو ښه به وه، چې په بشپړه توګه مو له دغه هېواده خپل سرتېري ایستلي وای. دده په باور افغان ځواکونه پیاوړي دي او له ټولو ګواښونو سره مبارزه کولی شي. رانډ پل زیاته کړې چې امریکا پر افغان پوځ میلیاردونه ډالر لګولي دي نو ددې وخت دی، چې دوی هلته له شته ننګونو سره مبارزه وکړي، نه چې امریکایان تر دې لا ډېر د افغانستان لپاره جګړه وکړي. هغه ویلي ددې کار سخت پلوی دی، چې د افغان جګړې په اړه په امریکا کې ټولپوښتنه وشي او د نظامي اقداماتو په پرېکړه کې تعدیل راشي.

Addthis

 




مل پاڼې