شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نشنل انټرسټ: په افغانستان کې به د امریکا د انتقام جګړه ژر پای ته و نه رسېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 04:13

په افغانستان کې به روانه جګړه ژر پای ته و نه رسېږي. نشنل انټرسټ نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، دا خبرې تکرارې شوې، چې جګړه به ګټو، ترهګر کمزوري شوي دي او دغه جګړه به ژر تر ژره پای ته رسېږي؛ ځکه په افغانستان کې د امریکا جګړه د انتقام جګړه ده او دا جګړه ډېره اوږده شوه. نشریه په یوه مطلب کې چې پر افغانستان یې د امریکايي یرغل په اړه لیکلی دی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه شوه او درې ولسمشران یې په اوږدو کې بدل شول. سرچینه زیاتوي، چې په دې منځ کې دامریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي دغه جګړه د وسلو او بریدونو په زور وګټي چې ښايي پایلې و نه لري. نشنل انټرسټ وايي، امریکا جګړه کوي، خو تر ډېره یې جګړه د ترهګرو په ځپلو کې ګټوره تمامه شوې نه ده. په مطلب کې وړاندې راغلي، امریکایانو تمه درلوده، چې په یوه یا دوو میاشتو کې به د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو عاملین له منځه ولاړ شي، خو دا جګړه خپل شپاړسم کال ته ننوته. د نشریې په باور جګړه به لا هم روانه وي، ځکه د امریکا نظامي چارواکو دغه جګړه ډيزاین کړې ده، زرګونه امریکايي ځواکونه افغانستان ته ولېږل شول، هوايي بریدونه ډېر شوي دي او د سرتېرو د اېستلو نېټه هم نه ده په ډاګه شوې.

Addthis

 




مل پاڼې