شنبه, 27 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



هند د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې ګډون کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 04:14

هندي رسنۍ وايي د هېواد حکومتي پلاوی یې د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې ګډون کوي. د افغانستان په اړه د تماس ډلې غونډه نن په مسکو کې جوړېږي. په دغه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د ستونزو پر حللارو خبرې کېږي. هندي رسنۍ وايي، چې هندي پلاوی په دغه غونډه کې ګډون کوي او هڅه یې دا ده، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو په اړه خبرې وکړي. رسنیو ته سرچینو ویلي، هند غواړي له روسیې او امریکا سره په ګډه افغانستان ته یو تلپاتې ثبات راولي او ددې موخې لپاره هڅه کوي. د سرچینې په وینا هندي پلاوی به د تماس په غونډه کې د پاکستان پر ناسمو سیاستونو بحث کوي او همدا راز به دا هم وايي، چې دغه هېواد د حقاني شبکې، طالبانو، لشکر طیبه او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، څو په سیمه کې خپلو ستراتيژيکو موخو ته ځان ورسوي. د راپور له مخې پاکستان غواړي د ترهګرۍ پر مټ په سیمه کې خپلې موخې تر لاسه کړي او هند به د تماس ډلې په غونډه کې وغواړي چې یاد هېواد له خپلو دغو فعالیتونو لاس په سر شي. د افغانستان په اړه د تماس ډلې غونډه نن په مسکو کې جوړېږي چې په هغه کې به افغانستان ته د ثبات راوستو په اړه خبرې وشي.

Addthis

 




مل پاڼې