يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغان حکومت له شانګهای سازمان نوې غوښتنې لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 11:46

د روسیې پلازمېنه د شانګهای همکاریو تړون د افغانستان د تماس غونډې کوربه دی. په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی هم له یوه لوړپوړي پلاوي سره مسکو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند شکېب مستغني وايي، د غونډې ګډونوال په افغانستان کې پر روان وضعیت او د اوسني کړکېچ او ننګونو په هکله پر حل لارو او د افغانستان او شانګهای پر خپلمنځي همکارۍ خبرې کوي. مستغني زیاته کړې، چې افغان پلاوی له دې غونډې څوغوښتې هم لري، چې په یاد سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب سربیره د امنیت، سولې راوستلو او د هیواد په ټيکاو کې شانګهای سازمان له افغانستان سره مرسته وکړي. تېره ورځ روسي چارواکو ویلي و، چې په دې ناسته کې به د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو خبرې وشي. د دوی په خبره چې په یاده ناسته کې ۲۵۰ سازمانونه او هیوادونه ګډون کوي.

Addthis

 




مل پاڼې