يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په افغانستان کې د ټرمپ په غوښتنه هوايي برېدونه ډېر شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 04:13

د ټرمپ په امر په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېر شوي دي. د امریکا د پوځ د هوايي قومندې ادارې د معلوماتو له مخې په تېره میلادي میاشت کې په افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه په بې ساري توګه ډېر شوي دي. معلومات ښيي چې په دې میاشت کې پر افغان خاوره ۷۵۱ بمونه غورځول شوي دي. په دې توګه نو د مخکینۍ میاشتې په پرتله په تېره اګسټ میاشت کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه ۵۰ سلنه ډېر شوي دي. سرچینه وايي، چې بریدونه د نوې تګلارې له مخې د ټرمپ په امر ډېر شوي دي او اصلي موخه یې هم دا ده، چې په افغانستان کې د ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې د امریکا د مبارزې رښتینولي وښيي. په راپور کې دا نه دي راغلي، چې په دغه هوايي بریدونو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وايي چې دغه بریدونه به نور هم ډېر شي او د وسله والو پر ضد جګړه کې به ډېر تمرکز پر هوایي بریدونو کېږي. په راپور کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د بي ۵۲ الوتکو ماموریت هم ډېر کړل شوی دی. امریکايي ادارې په داسې حال کې په افغانستان کې د هوايي بریدونو د ډېرولو خبره کوي، چې ډېری افغان شنونکي او عام افغانان ددغه کار مخالف دي او په وینا دغه بریدونه به یوازې عام افغانان ووژني او کرکه به خپره کړي.

Addthis

 




مل پاڼې