يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ګلبدین حکمتیار: ځينې کړۍ د جګړې د دوام او ټاکنو د مخنیوي هڅه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 04:14

د حزب اسلامي مشر پر رڼو ټاکنو د ټینګار تر څنګ وايي، چې ځينې کړۍ د جګړې ددوام او د ټاکنو د مخنیوي هڅې کوي. د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې پرون یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. حکمتيار د قومونو تر منځ پر يووالي ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانان سوله غواړي او بايد د سولې لپاره کار وشي. دده په وینا په افغانستان کې روانه جګړه ددیني او مذهبي ارزښتونو خلاف او د پردیو د ګټو جګړه ده، چې اهداف یې هم دوی ټاکي. هغه وايي چې رڼې او شفافې ټاکنې د ستونزې د حل ښه لار ده او په دې ټاکنو کې باید هېڅوک مداخله و نه کړي. هغه وايي چې ټولو افغانانو ته بايد زمينه مساعده شي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. دی وايي، دا مهال د افغانستان شپېته سلنه خاوره نا امنه ده او دا سيمه قصداً د دې لپاره نا امنه کړل شوې چې استوګن يې په ټاکنو کې له ګډونه بې برخې پاتې شي.

Addthis

 




مل پاڼې