يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغانستان د شانګهای سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 04:16

له اووه کاله دمې وروسته د شانګهای سازمان غړيو هيوادونو د افغانستان په اړه د تماس ناسته د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په کوربه توب جوړه شوه. په غونډه کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو برخه اخیستې وه. افغانستان د دې سازمان ناظر غړی دی او د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو افغان پلاوي هم په تماس غونډه کې ګډون درلود او د افغانستان د بشپړ غړيتوب غوښتونه یې کړې ده. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په دې ناسته کې د شانګهای د همکاريو سازمان له غړو وغوښتل چې د افغانستان لپاره د دې ډلې د غونډو دايمي ګډ رياست په نظر کې ونيسي، ځکه چې د دې ډلې اساسي هدف هم له افغانستان سره د ستونزو او ګواښونو د حل په برخه کې د همکاريو زياتول دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې د غونډې ګدونوالو له دې وړاندیز سره موافقه ښودلې ده. کرزي همدا راز د افغانستان لپاره د شانګهای سازمان د بشپړ غړيتوب غوښتنه څرګنده کړه او موافقه وشوه، چې په دې اړوند به غور وشي. حکمت خليل کرزي ترهرګري ګډ امنيتي ګواښ بللی او پر وړاندې یې پر ګډه مبارزه ټینګار کړی دی. هغه له غړو هېوادنو غوښتې چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او طالبان له خپل نفوذ په استفادې د سولې خبرو ته کېنوي.

Addthis

 




مل پاڼې