سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



کرزی: پر روان وضعيت د بحث لپاره دې عنعنوي جرګه جوړه شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 09:19

مخکني ولسمشر حامد کرزي د ملي يووالي له حکومته وغوښتل چې په روان وضعيت د بحث لپاره دې عنعنوي لويه جرګه را وبولي. کرزي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې د امريکا سياستونه افغانستان د سيمې د هېوادونو د سياليو پر مرکز بدلوي، په داسې حال کې چې افغانان بيا د خپلو ګاونډيو هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره دوستانه اړيکې غواړي. نوموړي د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د ټرمپ تګلارې ته اشاره وکړه او ويې ويلي: "د امريکا نوې تګلاره د سولې پيغام نه لري، د جګړې پيغام لري. د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو تفاهم له منځه تللی. موږ نه غواړو افغانستان د لويو قدرتونو د تقابل مرکز شي. موږ غواړو چې د ښېګڼو او همکاريو مرکز شو". د کرزي په خبره، بهرنيان غواړي چې د افغانانو تر منځ بې اتفاقي خپره کړي او په وينا يې د ملي يووالي لپاره بايد لويه جرګه را وبلل شي، چې په روانو ناخوالو او د ناخوالو پر عواملو بحث وکړي. کرزي وويل: "له امريکا سره له يوې مخې مخالفت نه لرم. د ملي يووالي حکومت له مشرانو غواړم، د امريکا د تګلارې په هغو برخو کې چې د افغانستان په ګټه دي له امريکا سره همکاري وکړي". حامد کرزي د افغان حکومت او امريکايي چارواکو هغه ادعا هم په کلکه رد کړه، چې وايي په افغانستان کې شل ترهګرې ډلې فعاليت کوي. کرزي وويل، په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې امريکايي چارواکو ورته ويلي وو چې په افغانستان کې له طالبانو او القاعده شبکې پرته بله کومه ترهګره ډله فعاليت نه کوي. نوموړی وايي: دا د شلو ترهګرو ډلو خبره چې اوس کېږي سمه نه ده. کومې دي دا ډلې، د يو څو دې نومونه واخلي" د مخکني ولسمشر په خبره، په افغانستان کې د ګټو جګړه روانه ده او د همدې لپاره هڅه کېږي چې مختلفې ترهګرې ډلې رامنځته شي.

Addthis

 




مل پاڼې