شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په تېرو نهو میاشتو کې سلګونه افغانان د امریکا بمبارۍ وژلي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 20 تله 1396 ساعت 13:44

په افغانستان کې د هوایي بمباریو له امله د ملکي وګړو تلفات یو ځل بیا ډیر شوي دي. په هیواد کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په خپل يوه تازه رپوټ کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېرو ۹ میاشتو کي د ملکي کسانو تلفات ۵۲ سلنه د تیر کال د همدې مودې په پرتله زیات شوي دي. د سرچینې په خبره په یاده موده کې نږدې ۳زره کسان په هوایي بمباریو کې مړه شوي او تر ۵ زرو ډير افغانان په کې ټپیان شوي دي. په افغانستان کې تر ډیره د امریکایي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې دا کړه تل د افغانانو له غبرګون سره مخ ده. تېره ورځ د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې په افغانستان د ټرمپ په امر هوایي بریدونه بیا زور اخیستی دی، د دوی په خبره یوازې په تېره میاشت کې نږدي ۸سوه بمونونه له امریکایي الوتکو په افغان خاوره غورځول شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې