سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



۱۵۲ افغان سرتېري په امریکا کې د زده کړو له بهیره تښتېدلي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
شنبه 29 تله 1396 ساعت 07:11

امریکا ته د زده کړو لپاره تللي ۱۵۲ سرتيري هلته لادرکه شوي او د روزنې له لړۍ تښتېدلي دي. د سیګار د راپور له مخې له ۲۰۰۵ کال راهیسې ۳۲۰ هغه پوځيان په امریکا کې لادرکه شوي، چې هلته د نظامي زده کړو لپاره تللي وو او نیمايي یې افغانان دي. سیګار په خپل راپور کې ویلي چې ۱۵۲ افغان سرتېري د روزنې له بهیره وتلي دي او په امریکا کې یې ځانونه لادرکه کړي دي. راپور وايي چې له دې ډلې ۲۷ کسه یا پولیسو نیولې دي او یا یې له امریکا ایستلي دي. له دې ډلې پنځو سرتېرو ویلي، چې دوی به بېرته افغانستان ته ستانه نه شي، ځکه هلته به له دې امله امنیتي ستونزې ورته جوړې شي، چې ګواکي ولې یې په امریکا کې نظامي زده کړې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې ورته راپور خپرېږي بلکې تر دې وړاندې هم په بهرنیو هيوادونو کې د روزنې لپاره د تللو افغان سرتېرو د تښتې راپورونه خپاره شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې