جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا: له سیاسي او نظامي لارو هڅه کوو طالبان خبرو ته اړ کړو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 09:54

وسله وال طالبان د افغان شخړې د سياسي هواري په لاره کې تر ټولو ستر خنډ دي. دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرستې ځانګړې استازې الېس ويلز چې د سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله هم ده، د امريکا د کانګرېس غړو ته کړې دي. هغې زياته کړې، د افغان شخړې د هواري لپاره بايد وسله والو طالبان ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته راشي. د نوموړې په وينا، په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې افغان طالبان يواځېنى خنډ دى او دوى نه غواړي چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني. وېلس ويلي، امریکا د طالبانو د دريځ بدلولو او خبرو اترو ته د اماده کولو لپاره له دواړو نظامي او سياسي لارو څخه کار اخلي. مېرمن اليس زياته کړې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د سولې د خبرو لپاره له مخکې شرايط نه دي اېښی. هغې پر بين الافغاني مذاکراتو د ټينګار کولو تـر څنګ ويلي چې ولسمشر ټرمپ په خپل دريځ کې په څرګندو ټکو ويلي چې افغانان په خپله بايد د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې