شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ظاهر قدیر: د ولسمشر غني امضا پاکستان ته پر ډېورنډ کرښه د فعالیتونو اجازه ورکړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 04:04

د ولسي جرګې غړى ظاهر قدير ادعا کړې چې پاکستان د افغان چارواکو له لوري د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ، د ډيورنډ پر فرضي کرښه اغزن تار لګوي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا د هغه ادعا بې بنسټه بولي. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي قدير د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، د بريتانيا د سفير وروستۍ خبرې بېځايه نه دي، ولسمشر بريتانيا ته په خپل سفر کې د پولې مديريت (Border Management) په نوم يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى او پاکستان د همدې هوکړې له مخې پر ډېورنډ کرښه فعالیتونه پيل کړي دي. ظاهر قدير وويل، د پولې د مديريت دغه سند د ولسمشر غني او د هېواد د پخواني لوى درستيز قدم شاه شهيم له لوري لاسليک شوى دى. د هغه په وينا، پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو پر وړاندې د حکومت چوپتيا د ياد هوکړه ليک د لاسليک په معنا ده. د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي ډيورنډ کرښه د افغانانو اړوند وبلله او له حکومت يې وغوښتل، څو د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن تار لګولو پر وړاندې خپل دريځ معلوم کړي، ترڅو په دې اړه د خلکو اندېښنه ختمه شي.

Addthis

 




مل پاڼې