جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نشنل انټرسټ: امریکا په افغانستان کې په خپلو موخو کې ناکامه شوې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 04:06

امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده. نشنل انټرنسټ نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي، د امریکا موخه د افغانستان بیا جوړول، د ترهګرو له منځه وړل او دلته امنیت راوستل و، خو خپلو دې موخو ته نه ده رسېدلې. د نشریې په باور درېیو امریکايي حکومتونو په افغانستان کې جګړه وکړه، خو یوه یې هم د جګړې په حقیقت ځان پوه نه کړ او همدا خبره یې تکرار کړه چې د افغانستان نا امني د امریکا ملي امنیت ته زیان لري. نشریه زیاتوي، چې په افغانستان کې نا امني ډېره شوې او لسګونه ترهګرې ډلې د پاکستان- افغانستان په سرحدي سیمو کې فعال مرکزونه او امن پټنځایونه لري. نشریه همدا راز لیکي، چې نړیوال ترهګر یوازې په افغانستان کې فعالیت نه کوي او یوازې په افغانستان یا پاکستان کې مرکزونه نه لري، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موجود دي او خپل مرکزونه لري. نشریه همدا راز زیاتوي چې د امریکا نوې تګلاره هم په فرضیاتو ولاړه ده او دا چې امریکا او افغانستان ته یې ګټه څه ده وروسته به روښانه شي. د سرچینې په وینا امریکايي حکومتونو تل په حقیقتونو سترګې پټې کړې دي او افغان جګړه یې له یو بل په تقلید روانه کړې ده.

Addthis

 




مل پاڼې