شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د کابل نننۍ ورځپاڼې: پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 06:12

ویسا:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وايي، چې بهرني سفارتونه غواړي عبدالله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کميسیون د رییس په توګه وټاکل شي. ویسا په سرلیکنه کې وايي، چې په افغانستان کې د جګړو او روانو ناندریو اصلي سرچینه پاکستان او له پاکستان د امریکا مالي ملاتړ دی. د لیکوال په خبره له پاکستان سره د امریکا وروستۍ مالي مرستې وښوده، چې د یاد هېواد د انزوا په اړه د ملي یووالي حکومت څرګندونې بې مانا وې.

۸ صبح:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې د کیلانو له خولې لیکي، چې حکومت ولسي جرګې ته نوماند وزیران ور وپېژني او رایه واخلي نو حکومت به قانوني شي، له دې پرته یې چارې غیر قانوني ښودل شوې دي. په سرلیکنه کې وايي، په پارلمان کې هره ورځ مالي فساد افشا کېږي، خو دوی پخپله قانون تر پښو لاندې کوي او د محکمې له پرېکړې پرته د یو بل په اړه قضاوت کوي او یو بل ته برات ورکوي.

مسیر:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې لیکي، چې په کابل کې د ژمي تر پیل لا مخکې په برېښنا کې ستونزې رامنځ ته شوې دي او پرچاوۍ یې ډېرې دي. په سرلیکنه کې بیا وايي، چې د سولې په لار کې امریکا خنډ ده، ځکه دلته د امریکا د ګټو جګړه روانه ده او د امریکا د ګټو لپاره به سوله هم و نه شي.

هارټ آف ایشیا (Heart OF Asia) :

ورځپاڼې ته شنونکو ویلي، چې له پاکستان سره د سلګونو میلیونو ډالرو مرسته، له ترهګرۍ د مالي ملاتړ په مانا ده. په سرلیکنه کې بیا وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په ګټه نه ده او هر لوری چې جګړه وګټي خو بایلونکي به یې افغانان وي.

Addthis

 




مل پاڼې