شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایران: په افغانستان کې؛ د امریکا له حضور سره سم په ټوله نړۍ کې ترهګري پياوړې شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 01 ليندی 1396 ساعت 04:02

امریکا په افغانستان کې ناکامه ده او جګړه یې له ترهګرۍ سره تش په نامه مبارزه وه. په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ۱۶ کاله حضور درلود، خو دوی بریالي نه شول چې هلته امنیت راولي او روانې جګړې له منځه یوسي. دده په وینا د امریکا جګړه له ترهګرۍ سره تش په نامه وه او لاس ته راوړنې نه لري. غلام علي خوشرو همدا راز ویلي، له هغه ورځې چې امریکا په افغانستان کې حضور پیدا کړی، نه یوازې چې هلته یې ترهګري له منځه وړې نه ده، بلکې له ۲۰۰۱ تر دې دمه د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ترهګرو فعالیتونه او ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي. نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې د افغان حکومت ملاتړ وکړي. دده په وینا ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي. خوشرو همدا راز ویلي، چې ایران له ديپلوماتیکو او سوله ییزو لارو د افغان ستونزې د حل پلوی دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

Addthis

 




مل پاڼې