شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



اندونیزیا: د افغانستان د سولې لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان کنفرانس جوړوو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 02 ليندی 1396 ساعت 08:15

د اندونيزيا عالمان به په نږدې راتلونکي کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په مرسته د افغانستان د ستونزو د حل په موخه د عالمانو يو کنفرانس جوړ کړي. دغه څرګندونې د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا د افغانستان د سولې عالي شورا له پلاوي سره د خبرو پر مهال کړې دي. د سولې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې عالي شورا مشر محمدکريم خليلي او ورسره پلاوي پرون په اندونيزيا کې د دغه هېواد له مرستيال ولسمشر يوسف کالا سره بحث او خبرې کړې دي. سرچينې زياته کړې چې د اندونيزيا مرستيال ولسمشر په دې ناسته کې خپل هېواد ته د افغانستان د سولې عالي شورا د مشرتابه پلاوي د سفر هرکلى وکړ او ويې ويل، چې افغانستان او اندونيزيا ډېرې ستونزې ګاللې دي. يوسف کالا دغه راز ژمنه وکړه چې د اندونيزيا عالمان به د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په مرسته د افغانستان د ستونزو د حل په موخه کنفرانس جوړ کړي. د سولې شورا رییس د اندونيزيا له حکومت څخه وغوښتل چې له خپل سياسي او اسلامي نفوذ څخه په استفادې سره دې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او د دغه هېواد له عالمانو يې وغوښتل چې د افغانستان د سولې په قضيه کې دې همکاري وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې