شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د هلمند والي: پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 02 ليندی 1396 ساعت 08:16

په هلمند کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو او د نشه يي توکو د تولید او پروسس پر فابریکو هوايي بریدونه ډېر شوي دي. د هلمند والي حیات الله حیات وايي، چې په تېرو څو شپو کې په پر له پسې توګه د هلمند په څلورو ولسوالیو کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه شوي، چې تر ۸۰ ډېر طالبان پکې وژل شوي دي. بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې په هوايي بریدونو کې طالبانو ته بلکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نوموړي په وینا امریکايي ځواکونه د طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي، خو په حقیقت کې په ټولو هوایي بریدونو کې ملکیان وژل کېږي. افغان حکومت بیا د ملکیانو وژل ردوي خو وايي چې وروستي بریدونه د طالبانو پر مرکزونو او د مخدره توکو پر ځینو فابریکو شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې